د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

افغانستان کې یوازې د ۲۰سلنه په اېډز اخته ناروغانو درملنه شوې


د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د "اېچ. ای. وي" اېډز په ناروغۍ اکثره اخته کسان، له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر بوږنوونکی دی.

د دې وزارت مرستیالې ناجیه طارق د یکشنبې په ورځ د "ټولو ته درناوی او په روغتیايي مرکزونو کې د تبعیض او بدبینۍ د منع" تر نامه لاندې، د اېډز نړیوالې ورځې د لمانځلو غونډه کې وویل، دوی تر اوسه توانېدلي چې هېواد کې په اېډز ۲۰ فیصده اخته ناروغان تر پوښښ لاندې راولي.

د روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق
د روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق

اغلې طارق زیاته کړه:

"کوم پروګرامونه چې موږ یې لرو او له مختلفو ادارو سره پرې کار کوو، هڅه کوو چې د پراخوالو مخه‌یې ونیسو، خو بیا هم ځینې موارد شته چې د عامې روغتیا وزارت له کنټروله وتلي او ایجابوي چې نورې ادارې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي."

مېرمن طارق وویل، تر اوسه په هېواد کې د "اېچ. ای. وي" ایډز د ویروس، ۲۰۸۶ پېښې ثبت شوي چې ۸۳ فیصده‌یې په نارینه‌و، ۱۷ یې په ښځو او ۶۶ فیصده‌یې په ماشومانو کې دي.

دا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې په افغانستان کې دغه ویروس تر ډېره ځایه، د جنسي اړیکو له لارې لېږدول کېږي.

ادریس چې په "اېچ. ای. وي" اخته دی د روغتیايي خدماتو له کموالي او په ټولنه کې له دوی سره له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

نوموړی وايي:

"د روغتیايي خدماتو په وخت کې پر «اېچ. ای. وي» له اخته کسانو سره باید د نورو ناروغانو په څېر چلند وشي، د افغان جاپان روغتون باید په مجهزو خدماتو لکه د داخلې، پوستکې، غاښونو، اورتوپیدي او داسې نورو څانګو پر ډاکټرانو مجهز اوسي. څو ناروغ د روغتیايي خدماتو د نه‌رسېدو له امله، ونه‌مري."

په ورته وخت کې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی ریچارډ پیپرکان وايي، په نړۍ کې په "اېچ. ای. وي" د اخته کسانو شمېر ۳۶.۷ میلیونو ته رسېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو کې پر دې ناروغۍ اخته و، څه کم ۱۴ فیصدو ته رسیده‎ګي شوې ده.

د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون غړی مجیب‌الرحمن څمکنی په دې برخه کې د عامې روغتیا پر وزارت انتقاد کوي او وايي:

"موږ اوس په افغانستان کې ښايي، په «اېچ، ای، وي» ۶۷۰۰ اخته کسان ولرو، خو تشخیص شوي یې ۲۰۰۰ دي او هغوی چې تر درملنې لاندې دي، هغوی ۲۰ فیصده دي. ولې ۲۰ فیصده ، ولې ۹۰ فیصده تداوي نه‌شي. ولې ۲۰۰۰ تشخیص شوي، ولې ۶۰۰۰ تشخیص نه‌کړو. دلته د عامې روغتیا وزارت پاملرنه نه‌شته. دا زموږ لپاره یوه ویروسي ناروغي نه بلکې سیاسي ناروغي هم شوې ده.​"

ښاغلی څمکنی د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د هېواد په پولو او په تېره د ایران په پوله کې دې د "اېچ. ای. وي" د تشخیص مرکزونه فعال کړي څو په دې ناروغۍ له اخته کسانو سره زیاتې مرستې وشي.

په ورته وخت کې عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دوی د "اېچ. ای. وي" زیانونو د کمولو لپاره په هېواد کې ۱۵ مرکزونه جوړ کړي او هڅې روانې دي چې دا مرکزونه نور هم زیات شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG