د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د ایډز ویروس د افغانستان لپاره وژونکی سونامي


د دېسمبر لومړۍ نېټه له ایچ.اې. وي ایډز سره د مبارزې نړېواله ورځ ده.

په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د عامې روغتیا وزارت په خبره د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه له ۱۵۰۰ څخه ډير کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

خو په افغانستان کې د روغتیا د نړېوال سازمان موندنې ښیي چې له ۴۰۰۰ څخه ډير کسان له دې ویروسه رنځ وړي.

دوې وایي، له افغان حکومت سره یو ځای د ایچ.اې. وي ایډز ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ایچ.اې. وي ویروس د وژونکي سونامې په نوم یادوي او وایې چې د دې وزارت موندنې ښیي چې له ۲۰۱۰ نه د ۲۰۱۴میلادي کال ترپایه ۱۸۷۴ کسان په دې ویروس اخته شوې دي.

د دغو موندنو په اساس۱۴۸۱ تنه نارینه او۳۲۷ ښځې او همدارنګه ۶۶ تنه تنکي ځوانان په افغانستان کې په دې ویروس اخته شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سه شنبې په ورځ د دې د له ایچ.اې. وي ایډز سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې غیر مشروع جنسي اړیکې د دې ویروس د انتقال عمده علت دی.

ښاغلي فیروز د افغانستان له اطلاعاتو کلتور او حج او اوقافو وزارتونو نه وغوښتل چې د دغه ویروس د خطرونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

ښاغلي فېروز زیاته کړه:

"یو سلسله فکټورونه چې د دې ویروس د زیاتیدو عامل دي په افغانستان کې موجود دي.

موږ فکر کوو چې د ایچ.اې. وي​ ویروس یو علت نا مشروع اړیکې هم دي، خو یوه موضوع چې په افغانستان کې ورته پام نه کیږي هغه همجنسګرایې په ذکور طبقه کې ده اطلاعاتو فرهنګ وزارت د خلکو د عامه پوهاوي په ډيریدو کې ډير مهم رول لري."

خو په افغانستان کې د نړېوال روغتیایې سازمان موندنی ښیی چې ۴۵۰۰ کسان په دې هېواد کې په ایچ ای وي ویروس اخته دي.

دا سازمان وایې چې د ایچ ای وي ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې له افغان حکومت سره په ګډه خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کی د دغه سازمان استازي ډاګټر ایمان چین کای په دې اړه وویل:

"موږ باید خپلو هڅو ته ادامه ورکړو ترڅو یقیني شو چې دا ویروس کنټرولیږي او هغه کسان چې په دې ویروس اخته دي باید ورته صحي خدمات ورسول شي، موږ باید عامه پوهاوی ډير کړو، له دې ویروس سره مبارزه یوازې د صحي برخې دنده نه ده، بلکې ډيرې ادارې په دې برخه کې کار وکړي، باید ووایم چې د ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړېواله ورځ یو ښه فرصت دی ترڅو خپلې ژمنې عملي کړو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، پام کې لري چې د دې ویروس د خطرونو او مخنیوي لپاره په مختلفو سیمو کېد عامه پوهاوي پراخ پروګرام پیل کړي.

دغه راز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او حج او اوقافو وزارتونه او یو شمېر دیني عالمانو هم د ایچ.اې.وي ایډز سره د مبارزې په نړېوالی ورځ کې له خلکو وغوښتل چېاسلامي اوصول په پام کې ونیسي او له هغو اعمالو لاس واخلي چې د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG