د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

په ننګرهار کې د ایډز ناروغۍ ۱۱۰ مثبتې پیښې شته


د ایډز پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځ د سه شنبې په ورځ د ننګرهار په روغتیا ریاست کې ونمانخل شوه.

په دې نمانځغونډه کې د روغتيا رييس ډاکټر نجیب کاموال وویل، تر دې مهاله په ننګرهار کې د ایډز ناروغۍ ۱۱۰ پيښې ثبت شوي.

ښاغلي کامواله زیاته کړه:

"په ټول کې په ننګرهار کې د ايډز ناروغۍ ۱۱۰ ته رسیږي په همدې خاطر زه په ناست مجلس او ټولو هېوادوالو غږ کووم چې د دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې په خاطر همکاري وکړي."

کاموال وايي، د دې ورځې نمانځغونډې څخه يې هدف د دې پيغام رسول دي چې د ایډز ناروغۍ وقایه او تداوي په هېواد کې ممکنه ده.

ده وویل، د دې ناروغۍ د وقایې او تداوی لپاره د ټولو ولسوالیو او ولایت په کچه مرکزونه لري او خلک کولای شي دغو مرکزونو ته مراجعه وکړي:

"د ایچ ای وي یا ایډز ناروغي په افغانستان او خصوصاً په ننګرهار کې قابل د تداوی او قابل د وقایه ده چې دې لپاره موږ ۲۴ روغتیايي مرکزونه د ولسوالیو او ولایت په کچه لرو چې وقایه او تداوي په کې ممکنه ده."

د جلال اباد ښار اوسیدونکی عبدالغفار چې په همدې ورځ خپل ټول معاینات ترسره کړي وايي، دی ډاډه شو چې کومه ناروغي نه لري.

نوموړي له نورو هېوادوالو نه هم وغوښتل چې له وړاندې نه خپل معاینات تکميل کړي تر څو ناروغ کسان خپله تداوي شروع کړي:

"زه نن لاړم وینه مې معاینه کړه هیڅ مرض راکې نه وو اوس بې غمه ډاډه ګرځم زما غوښتنه له ټولو خلکو نه ده چې تاسې خپل ځانونه معاینه کړئ په دې کې شرم نشته که چا کې دا ناروغي وي تداوي دې وکړي چې نورو ته ورنه شي."

د روغتيا رياست د معلوماتو له مخې د تېر ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په ټول هېواد کې ۱۸ سووه څلور اویا مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې جملې ۳۲۷ يې ميرمنې او پاتې نور نارینه دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG