د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

نعیم: په افغانستان کې د اېډز ناروغي مخ په ډېرېدو ده


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې ایچ ای وي یا ایډز ناروغي په افغانستان کې مخ په ډېرېدو ده.

د ډسمبر لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په ایچ ای وي یا ایډز د اخته کسانو د درملنې لپاره اسانتیاوي په نشت حسابیږي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم د دوشنبې په ورځ د ایډز نړیوالې ورځې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ۱۳۹۲ کال تر ورستیو پورې په هیواد کې د ایډز۱۶۹۴ پیښې ثبت شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې شمیر کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي:

"د شمیرو له بیا کتنې ښکاري چې نوي واقعات د نړۍ په سطحه په کمیدو دي؛ خو د ختیځ مدیترانې په سیمه کې چې افغانستان يې هم یوه برخه ده؛ د ایچ ای وي واقعات ډير شوي دي؛ د ۱۳۹۲ کال تر وروستیو پورې په مجموعي ډول ۱۶۹۴ پیښې ثبت شوي دي چې په دې کې ۱۳۲۷ نارینه، ۳۰۴ میرمنې، ۶۳ ماشومان دي."

ښاغلي نعیم وویل چې دا شمیرې له ۱۳۹۰ نه تر ۱۳۹۱ پورې اته دېرش فیصده او له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۲ پورې ۲۶ فیصده زیاتوالی په ګوته کوي.

نوموړی وایي چې په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ له املهتر دې مهاله ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په یاده غونډه کې په ایډز ناروغۍ اخته یو شمیر کسانو هم ګډون کړی و.

د دوی په استازیتوب عبدالرحیم رضایي له دولت او نړیوالو مربوطو سازمانونو هیله وکړه چې د دوی وړیا درملنې دې جاري وساتي.

خو په عین حال کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش دې غونډې ته په وینا کې ژمنه وکړه چې افغان حکومت به د دې ویروسي ناروغۍ په لمنځه وړلو کې جدي اقدامات وکړي:

"لکه څنګه چې د حکومت په نورو برخو کې منظم او منسجم پلانونه تنظیم شوي دي او ډير ژر به یاد پلانونه عملي شي؛ د وژونکو ناروغیو په ځانګړي ډول ایډز په برخه کې هم جدي اقدامات په مخ کې لرو."

په هېواد کې د کوکنارو کښت، د مخدروموادو تولید او قاچاق، بیکاري، اقتصادي ستونزې، ناامني، مهاجرتونه، خلاص سرحدونه او داسې نور هغه عوامل دي چې د دې ویروس په پراخیدو کې مهمه ونډه لري.

په افغانستان کې د ایډز ناروغي د لېږد لوی علتونه نامشروع جنسي اړیکې؛ د ککړو پچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کیږي.

یو شمیر افغان څيړونکي اندیښنه څرګندوي؛ که چېرې افغان حکومت په هېواد کې د ایچ ای وي ناروغانو په درملنه او عامه پوهاوي برخه کې جدي اقدامات ونه کړي؛ نو افغانستان به تر راتلونکو کلونو پورې په نړیواله کچه د ایډز زیات ناروغان ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG