د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

مشرانو جرګه: پر جنرال رازق تورونه د دښمن توطئه ده


د افغانستان مشرانو جرګې د ملګرو ملتونو سازمان د شکنجې ضد کمېټې له‌خوا د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق لګېدلي تورونه بې‌بنسټه وګڼل.

مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو سازمان د شکنجې ضد کمېټې له‌خوا دې، د کندهار پر امنیه قوماندان لګول شوي تورونه وڅېړي او د مسئلې په اړه دې خپل دریځ روښانه کړي.

د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې په ورځ د دوی په عمومي غونډه کې وویل چې جنرال عبدالرازق په وروستیو څو کلونو کې د کندهار ولایت د امنیت په برخه کې ښه رول لوبولی او د دا شان تورونو لګول، د دښمن له توطئو پرته، نور څه نه‌دي.

محمد علم ایزدیار.
محمد علم ایزدیار.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري کوله وویل:

"موږ په یوه محبس کې هم د ظلم او ځورونې پلویان نه‌یو او هېڅ یو محبس له نظره لیرې نه‌دی، د افغانستان او د بشري حقونو نړیوال کمېسیونونه د افغانستان ټول زندانونه چې تر کنټرول لاندې یې دي، څاري نو دغه کمېټه ولې دغه غږ پورته کوي او څو کلن راپور وړاندې کوي، زما په نظر دا راپور رد دی."

د مشرانو جرګې ځینو نورو غړو وویل، پر جنرال عبدالرازق لګېدلي تورونه د دښمن توطئه ده او دا کار د خلکو د بېلولو لپاره کوي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان یوې کمېټې د کندهار امنیه قوماندان د زندانیانو په شکنجه کولو تورن کړی او د ده محاکمه‌یې غوښتې ده.

دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې په کندهار ولایت کې اوس هم د خلکو د شکنجه کولو موارد موجود دي.

زندۍ کول، وهل ټکول، په فشار سره پر زندانیانو د اوبو شیندل، برښنایي شوک او داسې نورې شکنجې هغه موارد دي چې د شکنجې ضد کمېټې په باور په کندهار ولایت کې ترسره کېږي.

بل‌خوا د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تېره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې، پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او هغه‌یې بې‌بنسټه ګڼلي دي.

په ورته وخت کې ځیني کارپوهان د دې ډول راپورونو خپرول د بهرنیو توطئه ګڼي.

حی‌ګل سلیمان‌خېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دې ډول موضوعاتو ته لمن وهل، د افغانستان پر امنیت ناوړه اغېز کوي، د دې لپاره چې د سیمې امنیت خراب نه‌شي، دا ډول راپورونه باید په مناسب وخت کې خپاره شي، خو زما په نظر د کندهار قوماندان او که بل کوم قوماندان وي او زحمت کاږي، ښه راتلونکی نه‌لري."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ځینو رسنیو ته ویلي چې جنرال عبدالرزاق څوک نه‌دي شکنجه کړي.

سربېره پر دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې پر جنرال عبدالرازق به لګېدلي تورونه او ځینې نورې سرغړونې چې د لوړپوړو چارواکو له‌خوا شوي، په روانه اوونۍ کې وڅېړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG