د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ارګ: د کندهار پر امنیه قوماندان لګېدلې تورونه څېړل کېږي


د افغانستان ولسمشر د کندهار پر امنيه قوماندان د لګول شويو تورونو د څېړنې امر کړى دى.

افغان حکومت وايي، د کندهار پر امنيه قوماندان د شکنجې لګېدلي تورونه او له قانون څخه د نورو دولتي چارواکو د سرغړونو قضيې به د روانې اوونۍ تر پايه څېړل کېږي.

د ولسمشر د وياند مرستيال نجيب الله ازاد تېره شپه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو يوې کمېټې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق تورن کړ چې په شکنجو کې لاس لري.

خو ښاغلي ازاد وويل، ولسمشر امر کړى چې دغسې تورونه که پر هر دولتي مقام لګېدلي وي، وڅېړل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد.
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه شکايتونه چې د نظام د چارواکو په اړه کېږي يا دغه راپور چې تاسو يې يادونه وکړه، ولسمشر يې د خاصې څېړنې هدايت وکړ، راتلونکې پنجشنبه بله غونډه لرو چې د دې راپور په اړه به څېړنه وشي، ولسمشر او اجرائيه رئيس لوړ پوړو چارواکو ته چې په هغو کې د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو دغه راز نور جنرالان شامل وو دغه امر ورکړ، نه يوازې دا قضيه بلکې هر هغه مورد چې له قانونه بهر يو ډول زورواکي کېږي په جدي ډول څېړل کېږي، دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي."

د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې رئيس ينس مودوېګ «Jens Modvig» د جمعې په ورځ په سويس کې د دې ادارې په مقر کې پر هغو ادعاګانو خبرې وکړې چې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له خوا د خلکو د شکنجې کولو په باب دي:

"هغه معلومات چې موږ لرو، تر ډېره جدي ادعاوې دي چې د «جنرال رازق» تر قوماندې لاندې تقريباً په سيسټماتيک ډول شکنجه ترسره شوې ده، خپل دغه معلومات مو له چارواکو سره مطرح کړي دي، هيله من يو مرسته مو کړې وي، د امنيه قوماندان په ګډون له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي چې په کندهار کې مسؤليت لري."

ينس مودويګ «Jens Modvig» هغه څه چې په افغانستان کې د معافيت کلتور ګڼل کېږي، يوه جدي ستونزه وبلله.

ده زياته کړه، په شکنجو او نورو سرغړونو کې د افغان حکومت جګپوري چارواکي هم برخه لري.

په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وياند احمد بلال صديقي ازادي راډيو ته وويل چې روان لمريز کال دوى د شکنجې ٦٨ قضيې ثبت کړي، خو دا نهايي ارقام نه دي.

ده وويل د شکنجې پېښې لا هم ادامه لري:

"شکنجې اوس هم شته او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته د اندېښنې وړ خبره ده، له بده مرغه اوس هم په کشفي، عدلي او قضايي ادارو کې شکنجې شته، هغه قضيې چې زموږ په دفتر کې ثبت شوي ښيي چې په ټولو ولايتونو کې دا ستونزه شته، په کندهار کې هم د شکنجې قضيې ثبت شوي دي."

خفه کول، تناسلي الو ته ضربه کول، د قوي اوبو شېندونکو له خوا پر نس سخت فشار راوستل او برېښنايي شوک هغه موارد دي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په خبره په کندهار کې ترسره شوي دي.

خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له امريکا غږ اشنا راډيو سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او بې اساس يې بللي دي.

XS
SM
MD
LG