د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

جنرال رازق: د شخصي زندانونو او شکنجې په اړه د «م.م» راپور رد کړ


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو تورونه رد کړل.

د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق باید د هغو تورونو په وجه محاکمه شي چې د دې کمېټې په وینا خلک یې شکنجه او په شخصي زندانانو کې ساتلي دي.

خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دغه راپور ته په عکس العمل کې وویل چې شخصي زندان نه لري او ټول دولتي زندانونه د سره صلیب نړیوالي کمېټې او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په منظمه توګه پلټل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ قانوني زندانانونه لرو د پولیسو اداره مو په لاس کې ده شخصي زندانونو ته څه ضرورت دا زندانونه ور پر وخت د سره صلیب بشري حقوقونو او نورو ادارو لخوا پلټل کېږي."

قوماندان وویل پوليس يې د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي هر تورن کس چې د پوليسو له لوري نیول کېږي تر پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کېږي.

امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق وویل تر دامهاله یې ۲۳۰ تنه افسران، پولیس او امنیه قوماندانان یې د غیري قانوني کړنو او د خلکو سره د ناسم چلند په جرم بندیان کړي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوه سوه نفره بسته د پولیسو قطعه جوړوي په دې کې به حتماً داسې خلک وه چې زموږ خوا په بدېدل خو د خلکو په خاطر د بشر په خاطر مو بندیان کړي او اوس هم په محبس کي دي."

امنیه قوماندان دغه راز وویل چې د بشري حقونو د سرغړونې دغه راپور د بشري حقونو ادارې د یو شمېر هېوادونو د استخباراتي ادارو په غوښتنه جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا د بشري سرغړونو د راپور جوړونکي د پاکستان د استخباراتو کارماندان دي او د اړتیا پر مهال به يې ولسمشر ته اسناد وسپاري:

"زه اسناد لرم چې د دوی کورونه په پاکستان کې څوک ساتي او دوی دا راپور د چا په غوښتنه جوړوي که ولسمشر وغواړي نو زه به مکمل شواهد ورته کېږدم."

بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په دې اړه به څېړنې وکړي.

د ولسمشر دویاند مرستیال نجیب الله ازاد تېره شپه ازادي راډيو ته ویلي چې ولسمشر امر کړى چې دغسې تورونه که پر هر دولتي مقام لګېدلي وي، وبه څېړل شي.

ښاغلي ازادي زیاته کړه:

"هغه شکايتونه چې د نظام د چارواکو په اړه کېږي يا دغه راپور چې تاسو يې يادونه وکړه، ولسمشر يې د خاصې څېړنې هدايت وکړ، راتلونکې پنجشنبه بله غونډه لرو چې د دې راپور په اړه به څېړنه وشي، ولسمشر او اجرائيه رئيس لوړ پوړو چارواکو ته چې په هغو کې د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو دغه راز نور جنرالان شامل وو دغه امر ورکړ، نه يوازې دا قضيه بلکې هر هغه مورد چې له قانونه بهر يو ډول زورواکي کېږي په جدي ډول څېړل کېږي، دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي."

د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر داسې مهال د بندیانو د شکنجې په اړه راپور خپرېږي چې تېره ورځ د افغانستان د مشرانو جرګې غړیو په سپین بولدک کې د افغانستان د خاورې څخه دد فاع په په خاطر نوموړي ته د زرو مډال او ستاینلیک ورکړ.

راپور:محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG