د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

سیمه‌ییز چارواکی: د سپین بولدک-چمن پر لانجې غونډه بې‌پایلې وه


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سپین‎بولدک او چمن تر منځ د افغانستان او پاکستان وروستۍ لانجه حل شوه.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو یو شمېر پوځي او ملکي استازو پرون شنبه د سپین‎بولدک او چمن تر منځ د وروستۍ وسله‎والې نښتې پر عواملو د خبرو لپاره دوهمه غونډه وکړه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل چې له پاکستاني لوري سره لانجه په خبرو حل شوې ده.

رادمنش: د سپین‎بولدک او چمن ترمنځ وروستۍ لانجه حل شوه.
رادمنش: د سپین‎بولدک او چمن ترمنځ وروستۍ لانجه حل شوه.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"په‎دې بحث کې دواړو خواوو قناعت کړی چې د افغانستان سرحدي سیمو کې د وروستیو نښتو علت دا وو چې پاکستاني پوځیانو اشتباه کړې وه. یقیناً، د لقمان او نظر کلي دواړه د افغانستان خاوره کې دي او پاکستاني لوري د افغانستان د پوځ له اجازې پرته په سیمه کې د وګړو شمېرنه کوله."

خو یوه سیمه‌ییز چارواکي چې پرونۍ غونډه کې وو، د نوم نه‌ښودلو په شرط د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان د استازو پرونۍ کتنه بې‌نتیجې پای ته رسېدلې ده.

له پاکستاني لوري سره په پرونیو خبرو کې د افغانستان د پوځي پلاوي مشري د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق کوله.

د غونډې له جریانه په یوه وېډیو کې چې له خبریالانو سره شریکه شوې، جنرال عبدالرازق پاکستاني لوري ته وايي:

"موږ تر خپلې خاورې نه‎شو تېرېدلی. دا کارونه باید تکرار نه‎شي. موږ غوښتنه کوو چې له‎دې کارونو لاس واخیستل شي."

عبدالرازق: موږ تر خپلې خاورې نه‎شو تېرېدلی.
عبدالرازق: موږ تر خپلې خاورې نه‎شو تېرېدلی.

د چمن او سپین‎بولدک تر منځ، د ډیورند پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرحدي ساتونکو وسله‎واله نښته د جمعې په سهار پیل شوه چې له امله‌یې دواړو خواوو ته ملکي او پوځي تلفات رسېدلي دي.

په‎دې نښته کې د افغانستان د سرحدي پولیسو دوه غړي ووژل او ۱۱ تنه زخمیان شول.

د افغانستان لور ته یوه ښځه ووژل او ۱۴ ملکي کسان زخمیان شول.

جنرال عبدالرازق د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نظر او لقمان کلي د افغانستان د خاورې برخه او د سپین‎بولدک ولسوالۍ مربوط دي.

هغه څرګنده کړه چې پاکستاني ملېشه دې سیمې ته د وګړو د شمېرنې لپاره ورغلي وو.

خو د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان سرحدي پولیسو پر هغو پوځیانو ډزې کړي چې خپله سیمه کې یې د سرشمېرنې ډلې بدرګه کولې.

د ازادي راډیو خبریال د یو شمېر سرچینو په حواله وايي چې لقمان کلي او نظر کلي کې تر ۱۵ زره زیات خلک اوسي، اکثر په قوم اڅکزي دي او ډېر ځوانان‌یې د افغانستان د سرحدي پولیسو په لیکو کې خدمت کوي.

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله سلګونه کورنۍ له دواړو کلیو تښتېدلي او د سپین‎بولدک بازار او شااوخوا سیمو ته‌یې پناه وړې ده.

په همدې حال‎ کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف پرون خبریالانو ته ویلي چې کابل او اسلام‎اباد باید د اوږد مهالې سولې لپاره همکاري زیاته کړي.

د پاکستان اسوشیټېډ پرس په حواله، خواجه اصف ټینګار کړی چې خپلې پولې په دقت څاري د "دښمن تېري ته به اغېزمن، مناسب او بېړنی" ځواب ورکوي.

XS
SM
MD
LG