د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

افغان او پاکستاني پوځي پلاوی د سپین بولدک پېښه څېړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن د افغانستان او پاکستان د دفاع وزارتونو پلاوي په سپین بولدک کې د رامنځته شوې شخړې په اړه په خپلو کې سره ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د افغان حکومت له خبرداري سره سره بیا هم په هغو سیمو کې چې جنجالي دي سر شمېرنې ته دوام ورکړ چې په سپین بولدک کې نښته هم له همدې امله رامنځته شوې ده.

د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن د شنبې ورځ به د افغانستان او پاکستان د دفاع وزارتونو د اوپراسیون مشران په سپین بولدک کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره سره وګوري.

شکیب مستغني.
شکیب مستغني.

نوموړي زیات کړه:

"ټاکل شوې چې نن د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو د اوپراسیون مشران په خپلو کې سره وګوري، د دغې ستونزې په اړه به هر اړخیزې څېړنې وکړي او مسئله به حل کړي."

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه ونه ویل چې افغان او پاکستاني پلاوي به چېرې سره ګوري خو په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې له کابل څخه افغان ورغلی او پاکستاني پلاوی لا دمخه دغه ولایت ته رسېدلی و.

د جمعې په ورځ سهار وختي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او حاجي نظر په کلیو کې هغه مهال وسله واله نښته پیل شوه چې د افغان چارواکو په خبره پاکستاني ملېشو غوښتل په دغو سیمو کې سرشمېرنه وکړي.

دغې وسله والې نښته چې څو ساعته یې دوام وکړ او دواړه خواوي یې د پیل پړه یو پر بل اچوي افغان او پاکستاني ځواکونو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

پاکستان وايي د پولې پر سر نښته کې يې١٠ تنه وژل شوي۴٠ ټپيان دي

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافير د بريد په غبرګون غوښتی و دا یې ورته ویلي وو چې د برید پيل پاکستاني ځواکونو کړی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان بهرنيو چارو وازت هم په اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافیر ورغوښتی او ورته یې ویلي چې د جګړې پیل افغان سرحدي ځواکونو کړی دی.

«لقمان» او او «حاجي نظر» کلي د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورند پر کرښه پراته کلي دي چې پاکستان یې د خپلې خاورې برخه بولي خو افغان حکومت بیا د پاکستان دغه ادعا ناسمه ګڼي.

د کندهار د سیمه ییزو چارواکو په خبره د جګړې له کبله د سپین بولدک - چمن دروازه هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

له دې وړاندې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تورخم کې د وسله والې نښتې له کبله پاکستان شااوخوا یوه میاشت له افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړلې وې.

په کابل کې د پاکستان سفارت بیا وايي، هر کله چې اسلام اباد له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کړي ستونزې یې پر وړاندې پیدا شوي دي.

په کابل د پاکستان سفارت د رسنیو د برخې مشر اخترمنیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بد قسمتي داده چې کله هم د پاکستان له لورې افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو په برخه کې کوښښ وشي په منځ کې بیا داسې پېښې رامنځته کېږي."

د حقوقي چارو کارپوه خالد سادات وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند د فرضي کرښې د ستونزې تر بشپړ حل پورې به ښه دا وي چې دواړه خواووې یو بل ته درناوی ولري، که نه نو د ده په خبره ورته شخړې او نښتې د افغانستان او پاکستان دواړو په زیان دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG