د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د کندهار او زابل ولسونو د پاکستان وروستۍ حمله وغندله


د کندهار او زابل ولایت سلګونو اوسېدونکی اعتراضیه غونډه او مظاهره وکړه او د افغانستان پر خاوره يې د پاکستان حمله وغندل او له افغان امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

لومړی د کندهار په یوه خصوصي صالون کې د دې ولایت سلګونو اوسېدونکو غونډه وکړه او پر افغان خاوره يې د پاکستان حملې وغندلې.

د غونډه یوه برخوال ډاکټر فاروق اعظم د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون ته په اشارې وویل چې امریکا سره د دې چې پر افغان خاوره د پاکستان د حملو مخنوی نه کوي بلکې پاکستان نور هم د افغانستان سره د لانجو جوړلو په برخه کې پر ملا ټکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له امریکا سره تړون لرو چې له موږ سره مرسته وکړي، خو زموږ د مرګ ننداره کوي، پاکستان نور هم پر ملا ټکوي."

په دغه غونډه کې ټولو ویناوالو د پاکستان پرضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ خبرې وکړې.

په عین وخت کې په زابل کې لسګونو کسانو د پاکستان پرضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ مظاهره وکړه.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان وویل چی دوی د جمعې ورځې حمله غندي اوله خپلو سرتېرو سره د هر دښمن پر وړاندې اوږه پر اوږه مبارزې ته چمتو دي.

د زابل د ولایتي شورا غړی اسدالله کاکړ هم ورته خبره کوي او وايي چې که اړتیا پېښه شي نو د زابل ولایت اوسېدونکي به له ملي اردو او پولیسو سره یو ځای د دښمن پر وړاندې جګړه وکړي.

هغه پر عامو خلګو غږ وکړ چې باید د ملي ځواکونو د ملاتړ په لاره کې هر ډول قربانيو ته چمتو شي ځکه همدا سرتيري دي چې د خلکو عزت او شتمني ساتي.

د کندهار او زابل اوسېدونکي په داسې حال کې د خپلو ملي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او د پاکستان بریدونه غندي چې د جمعې په ورځ د سپین بولدک په لقمان او نظر کلیو کې په دولس ساعته جګړه د پوځیانو او ملکیانو په ګډون شااوخوا اته اتیا تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG