د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

دفاع وزارت: «خالد» عملیاتو د وسله‌والو د ماین جوړولو فابریکې ویجارې کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د «خالد» په نوم پيل شوي عملیات په جدیت او بریالیتوب سره پر مخ روان دي او د پام وړ لاس ته راوړنې هم لري.

دفاع وزارت وايي، د «خالد» په نوم په پيل شویو پوځي عملیاتو کې یې تر اوسه لسګونه وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې او د دوی د سوق او ادارې مرکزونه او دغه‌شان د ماین جوړولو فابریکې یې ویجارې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال دغه عملیات په شپارلسو ولایتونو کې روان دي.

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

نوموړي زیاته کړه:

"په شپارلسو ولایتونو کې ۲۱ عملیات پلان شوي، دغه عملیات په ډېر جدیت او بریالیتوب سره پر مخ ځي او ښې لاس ته راوړنې هم لري، د قوماندانانو په ګډون لسګونه مخالفین په‌کې وژل شوي او دغه‌شان‌یې په لسګونو د ماینونو فابریکې او د سوق او ادارې مرکزونه هم له‌منځه تللي دي."

ویل کېږي چې په هغو ولایتونو کې چې عملیات روان دي هلمند، ننګرهار، بدخشان او ارزګان ولایتونه هم شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت دوه اوونۍ وړاندې د «خالد» په نوم پسرلني پوځي عملیات پيل کړل.

د دغه وزارت د لوی درستیز لومړي مرستیال مراد علي مراد ویلي چې دغه عملیات له ځان سره قوي هوايي او توپچي ملاتړ هم لري او په بشپرېدو سره به‌یې هغه سیمې چې د حکومت له واکه وتلي، بېرته د حکومت په کنټرول کې راشي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي چې په دې ډول عملیاتو کې د افغان ځواکونو د قربانیو په پرتله لاس ته راوړنې کمې دي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل هغه سیمې چې حکومت‌یې په عملیاتو کې نیسي د ساتلو لپاره‌یې ځانګړی پروګرام نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"له شک پرته په دا ډول عملیاتو کې به پولیسو او د ملي اردو سرتېرو زیاته قرباني ورکړې وي، خو لاس ته راوړنه‌یې ډېره کمه ده، کوم ځای چې دوی ونیسي بېرته‌یې ساتلی نه‌شي او د ساتلو لپاره‌یې پروګرام هم نه‌لري."

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۵ کال کې افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د شفق او په ژمي کې د شفق دوه په نوم عملیات لرل.

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د منصوري په نوم‌یې خپل پسرلني عملیات پیل کړل.

خو د افغان حکومت یوه سرچینه وايي چې وسله‌والو طالبانو د منصوري په نامه پسرلني عملیات د دوی تر منځ په جګړه کې د مالي لګښتونو پر سر د اختلافونو له امله درولي دي، هغه ادعا چې د وسله‌والو طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له لوري رد شوې ده.

بل‌خوا د پوځي چارو کارپوه باري عارض ټینګار کوي چې بهرني همکار او لارښود ځواکونه باید له افغان ځواکونو سره په ځانګړي ډول د استخباراتو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"بهرني همکاران که د لارښوونې او که د ګډون په برخه کې وي، باید بشپړه همکاري وکړي، د دوی استخبارات پياوړي دي، باید افغان ځواکونو سره په دې برخه کې مرسته وکړي."

ښاغلی عارض ټینګار کوي چې د افغان ځواکونو په رهبرۍ او قومانده کې باید لازم اصلاحات راوستل شي او د ملي اردو د اکمالاتو په برخه کې د فساد مخه ونیول شي، که نه نو د ده په خبره له دې پرته به د خالد په نوم عملیات هم د شفق یو او شفق دوه عملیاتو په څېر د پام وړ لاس ته راوړنې ونه‌لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG