د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ارزګان چارواکي: د ګېزاب ولسوالۍ سقوط کوي د طالبانو د جګړو توان نلرو


د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکې وايي، که ولایتي اداره ورته پاملرنه ونه‎کړي نو دغه ولسوالۍ به د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږي.

د دغې ولسوالۍ ولسوال خوشحال بارکزي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالۍ له تېرو اتو میاشتو راهیسې وسله‎والو طالبانو محاصره کړې خو ولایتي اداره ورته هېڅ پام نه‎کوي او په خبره يې چې نه هم د وسله‎والو طالبانو په پرتله غټې وسلې په واک کې ورکول شوي دي.

نوموړی وايي چې نور له وسله‎والو طالبانو سره د جګړې توان هم نه‎لري.

ښاغلي خوشحال زیاته کړه:

"موږ ټوله ولسوالۍ کې یو ټانک نه‎لرو، یو رینجر موټر نه‎لرو، امنیتي پوستو ته اکمالات پر موټر سایکلو کوو، وسله‎وال طالبان اشتادوپنج لري، زموږ مهمات خلاص شوي."

ښاغلي خوشحال دا هم وویل چې په څو-څو ځلي يې ولایتي او مرکزي ادارې ته وړاندیزونه کړي چې مهماتو ته اړتيا لري خو تر اوسه يې دغه اړتیاوې نه‎دي پوره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ارزګان ولایت دهراوود او چنارتو ولسوالېو امنیه قوماندانانو هم شکایت کړی وو چې ولایتي ادارې له پامه غورځولې او د مهماتو له کمي سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي ادارې مسؤلین هم دغه ستونزې تر یوه‎ حده مني او د حل ژمنه يې کوي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې د خالد په نوم پوځي عملیات پیل شوي چې د دغه عملیاتو څخه یو هدف هم دا دی چې د ولسوالېو او مرکز ترینکوټ ترمنځ لارې خلاصې کړي او په خبره يې چې په نژدې راتلونکې کې به د ټولو ولسوالېو لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې شي.

د ارزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب

ښاغلي نایاب زیات کړه:

"موږ ټولو ولسوالېو کې ستونزې لرو او لارې يې تړلي، خو موږ یوه میاشت مخکې ټولو ولسوالېو ته د پنځو میاشتو مهمات د هوا له لارې رسولي. "

د یادونې وړه ده چې ارزګان یو د افغانستان له هغه نا امنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره له تېرو اتو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو پراخ بریدونه پیل کړي چې لا هم په‎کې د جګړې ډګر تود دی.

راپور: شریف الله شرافت ــ ارزګان

XS
SM
MD
LG