د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

افغان حکومت: طالبان به عملي او رواني جګړې، دواړو جبهو کې مات کړو


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې وسله‎والو طالبانو ته به د عملي او رواني جګړې په دواړو جبهو کې ماتې ورکړي.

افغان چارواکي په دې اړه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې وسله‎والو طالبانو پرون د خپلو پسرلنیو عملیات پیل اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد په یو بیان کې چې پرون د ایمیل په وسیله رسنیو ته واستول شو ویلي چې په دې عملیاتو کې به د نړیوال ائتلاف او افغان ځواکونه په نښه شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي چې افغان حکومت د طالبانو د حملو د ځپلو لپاره پوره چمتو دی.

تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل، طالبان که خپلو تروریستي حملو ته هر نوم ورکوي افغان ځواکونه به یې وځپي.

ښاغلي غورځنګ وویل، طالب وسله‎والو کله خپلې حملې بندې کړې وې چې اوس یې پیلوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ

نوموړی وايي:

"د افغانستان د خلکو دښمنانو هېڅ وخت د افغانستان د خلکو پر وړاندې تروریستي فعالیتونه درولي نه‎دي. دوی ته اجنډا او پروګرام له بهره ورکول کېږي خو دوی هېڅ وخت خپل هدف ته نه دي رسیدلي او نه به اجازه ورکړو چې ورسېږي."

طالبانو خپلو نویو عملیاتو ته منصوري نوم ورکړی چې ظاهراً د طالبانو د وژل شوي مشر ملااختر محمد منصور د نوم یادونه ده.

په بیان کې یادونه شوې چې طالبان اوس د افغانستان پر نیمايي قلمرو ولکه لري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغان حکومت، د دفاعي اقداماتو پرځای باید تهاجمي عملیات زیات کړي.

په ډنمارک کې مېشت افغان کارپوه او د کورنیو چارو د وزارت پخوانی چارواکی اسدالله پیام وايي، د افغان ځواکونو له لوړې روحیې څخه باید د سولې په ګټه کار واخېستل شي.

ښاغلي پیام زیاته کړه:

"په نوي کال کې د افغانستان دولت چې د خالد په نوم عملیات یې پیل کړي باید نور نو په تعرضي عملیاتو پیل وکړي. طالب ته دې انتظار نه باسي چې کله حمله کوي. یعنې طالب باید تر فشار لاندې سولې ته مجبور کړي. هیله لرم چې افغان دولت له دې مثبت فکټوره د افغانستان او د سولې په ګټه کار واخلي."

ذبیح‎الله مجاهد وايي، منصوري عملیات له پخوانیو هغو سره توپیر لري ځکه په دې عملیاتو کې به دوی په سیاسي او پوځي ډګرونو کې هلې ځلې وکړي.

مجاهد وايي په سیاسي هڅو کې به طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې مؤسسات جوړ کړي او د ده په وینا د ټولنیز عدالت او پرمختګ په برخو کې مېکانېزمونه به رامنځ ته کړي.

خو د ملي امنیت شورا ویاند وايي، دا اعلانونه د افغانستان پر وړاندې د روانې جګړې یوه برخه ده.

غورځنګ زیاته کړه:

"د دغسې اعلانونو او په اصطلاح عملیاتو د اعلان هدف یوازې او یوازې زموږ د خلکو او ملت پر وړاندې تبلیغاتي او رواني جګړه ده او د افغانستان دولت اراده لري نه یوازې دا چې د جګړې په عملي ډګر کې دوی ځپي، بلکې د رواني جګړې په ډګر کې به هم د خلکو او ملت په وړاندې د دوی ناروا هلې ځلې شنډې کړي. "

وسله‎وال طالبان په داسې حال کې د پسرلینو عملیاتو د پیل خبرداری ورکوي چې په تېره د وروستیو دوو کلونو خونړیو جګړو زرګونه انسانان وژلي دي.

د دې جګړو تر ټولو زیات زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی.

ملګروملتونو په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي دي چې د سږني کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه اووه سوه او پنځلس ملکي افغانان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG