د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د افغانستان اجرائیه ریاست سلاکار داود اساس له دندې لېرې شو


د افغانستان اجرائیه ریاست ودانۍ.
د افغانستان اجرائیه ریاست ودانۍ.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو پر مرکزونو باندې د غیرې هستوي لوی بمي برید په تړاو د يو شمېر چارواکو څرګندونو حکومت جدي اقداماتو ته اړ کړی.

اجرائیه ریاست پخپل تازه اقدام کې د دغه ریاست پخوانی سلاکار داود اساس چې د ننګرهار په اچین کې د وروستي بمي برید په مخالفت يې څرګندونې کړې وې له دندې لرې کړی او د نوموړي څرګندونې يې غېرمسؤلانه او د ملي ګټو خلاف بللي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د شنبې په ورځ په دې ازادي راډیو ته وویل:

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم.

"ښاغلي داود اساس چې له دې وړاندې یې د اجرائیه ریاست د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، کومې څرګندونې چې یې د داعش په اړه کړي د ملي ګټو او افغان حکومت او د لوی مصلحت په ګټه نه دي، نو له دې امله پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې هغه د اجرائیه ریاست د سلاکار په توګه پاتې نشي."

خو ښاغلي میثم په مشخص ډول دا ونه ویل چې ښاغلي اساس د داعش او د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له خوا د لوی غیر هستوي بم د غورځولو په تړاو څه ویلي چې د ملي ګټو خلاف بلل شوي دي.

خو دا لومړنی افغان چارواکی نه دی چې د ننګرهار په اچین کې یې د داعشیانو پر مرکز باندې د امریکا لخوا د غېرې هستوي لوی بمي برید په تړاو څرګندونې کړي، بلکې له دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال هم دغه برید غندلی.

امریکايي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ماښام د داعشیانو د ځپلو په هدف يو غېر هستوی لوی بم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې په مرکزونو وغورځولی دی.

د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا غورځول شوي بم عکس.
د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا غورځول شوي بم عکس.

​د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په دغه پېښه کې د داعش د یو شمېر قومندانانو په ګډون د دغه ډلې ۹۴ تنه جنګیالي هم وژل شوي دي او ملکي خلکو ته په کې کوم زیان نه دی رسېدلي.

افغان حکومت په اچین کې د داعش پر مرکز د دغه بم له غورځولو ملاتړ کړی دی.

افغان چارواکو ویلي چې دغه بم د امریکايي ځواکونو له خوا افغان ځواکونو سره په همغږۍ پر یاد مرکز غورځول شوی دی.

خو د انیس دولتي ورځپانې په ګډون یو شمېر دولتي او نا دولتي ورځپانو د شنبې د ورځې په ګڼو کې د دغه بم په اړه د افغان حکومت د نظر خلاف مطالب لیکلي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هېڅ یوه دولتي او نا دولتي رسنۍ نه شي کولای چې د حکومت د پالیسۍ خلاف عمل وکړي.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي چې دا ډول مطالب عامه ذهنونه مغشوشوي:

"موږ دا څېړو، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه څه چې د قانون، د ټولیزو رسنیو د قانون او د دولت د پالیسۍ خلاف وي، که هغه د دولتي رسنیو له خوا وي یا خصوصي په جدي ډول یې څېړي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند له ټولو رسنیو غواړي چې د ټولنیزو رسنیو له قانون سره سم عمل وکړي او خبردارۍ ورکوي چې کومې رسنۍ د ملي ګټو خلاف عمل کوي ورسره به قانوني چلند وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي دا ډول څرګندونې د دولتي چارواکو تر منځ د همغږۍ نه شتون یادوي ټبنګار کوي چې باید په افغانستان کې دننه لو بهر د ټولو حکومتي چارواکو تر منځ همغږي موجوده او مسؤلانه څرګندونې وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG