د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

غني: راتلونکو انتخاباتو کې به ډېری کاندیدې او رأیه ورکوونکي ښځې وې


جمهور رئیس غني وايي، د ښځو حقونو پلي کېدو او د دوی پر وړاندې د تبعیض او تاوتریخوالي ختمېدو لپاره په راتلونکو انتخاباتو کې د مېرمنو ونډه مهمه ده.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ یې د مارچ اتمې یا د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله هیله وښوده چې راتلونکو انتخاباتو کې د پخوا په پرتله ډېرې کاندیدې او رأیه ورکوونکي ښځې وې.

نوموړي زیاته کړه:

"له ښځو سره د زور او ظلم د ختمولو لپاره یو مهم ګام دا دی چې ښځې انتخاباتو کې برخه واخلي، مشهوره جمله ده چې حق ورکول کيږي نه، بلکې حق اخيستل کيږي، نو د حقونو د اخېستلو لپاره یو ضروري شرط په انتخاباتو کې ګډون دی چې راتلونکي کال کې ښځې په عمومي انتخاباتو کې د کاندیدانو او هم د رأيې ورکوونکو په حیث له پخوا ډېر ګډون وکړي."

جمهور رئیس وايي، د دولت او ملت جوړونې پروسې د ښځو د ونډې او حیاتي رول پرته امکان نه‎لري.

هغه وویل، د ښځو یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې نن افغان ښځې خپل استازیتوب په خپله کوي او سلاکار ته اړتیا نه‎لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت وايي، دا مهال ۳۰ فیصده ښځې له کوره دباندې په کار بوختې دي چې ۹ فیصده یې بیا د رهبرۍ ترکچې په پریکړو کې شریکې دي.

جمهور رئیس غني وايي چې د ملي وحدت حکومت د ښځو له حقونو دفاع کړې او د هغوی پر وړاندې د شته بې عدالتیو او تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دی.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې ښځو تېرو څو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی خو دا لار لا بشپړه شوې نه‎ده.

ښاغلي عبدالله دې غونډې ته وویل چې راتلونکي کال کې به د رهبرۍ په کچه د مېرمنو ونډه ډېره شي.

نوموړي وویل:

"تاسې به په راتلونکي کال کې انشاالله د تصمیم نیونې برخه کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو شاهد وې، په داسې حال کې چې افغان مېرمنو د تحصیل برخه کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړئ او د مقام او دندې وړ دي ورته د هېواد په اداري نظام کې زمینه برابرول یو مهم کار دی او دا چې دوی په کاري محیط کې ونه ځورول شي."

ښاغلي عبدالله هم یو ځل بیا د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د یوې ښې فضا د رامنځته کېدو ژمنه تازه کړه او ویې ویل، د ملي وحدت حکومت دې ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان مېرمنو تل په حکومت کې د خپلې کمې ونډې څخه شکایت کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید دې مسئلې ته رسیدګی وکړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG