د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

مشرانو جرګه: حکومت باید د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسي


د افغانستان مشرانو جرګه په کونړ ولایت کې د زورواکو له‌خوا د ځنګلونو پر پرې کولو اندېښنه ښیي.

د دغې جرګې غړو د یکشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ځنګلونو په پرې کولو اندېښه وښوده او له حکومت نه‌یې وغوښتل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي او خوندي ساتلو ته جدي اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل‌الهادي مسلمیار په دې اړه د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل، ځنګلونه د هېواد شتمني ده او باید خوندي وساتل شي.

نوموړي زیاته کړه مشرانو جرګه په پام کې لري چې د ځنګلونو د وضعیت د ارزولو لپاره یو پلاوی، کونړ ولایت ته واستوي.

مسلمیار: ځنګلونه د هېواد شتمني ده او باید خوندي وساتل شي.
مسلمیار: ځنګلونه د هېواد شتمني ده او باید خوندي وساتل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو افغانستان شموله پلاوی دې ورشي، وضعیت دې وارزوي چې څنګه دی، ځنګلونه د کونړ نه بلکې د ټول هېواد شتمني ده او ساتل‌یې د ټولو مسؤلیت دی او په هره بڼه چې وي، باید وساتل شي، زما مشوره دا ده چې نن دې پنځه سناتوران د کونړ ولایت ته لاړ شي او د څېړنو وروسته دې خپل راپور د سې شنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي."

په مشرانو جرګه کې د کونړ سناتور محمد طیب عطا وویل، هره ورځ د دغو ځنګلونو شااوخوا ۳۰۰۰ ونې د زورواکو له‌خوا پرې کېږي.

د ده په خبره موضوع‌يې څو ځلې له سیمه‌ییزو او اړوندو مرکزي ادارو سره شریکه کړې، خو په اړه‌یې اقدام نه‌دی شوی.

پخوا تر دې هم د خوست او تخار په ولایتونو کې ځایي اوسېدونکو، په خپلو سیمو کې د ځنګلونو پر پرې کولو اندېښنې ښودلې وې.

ویل کېږي چې ځنګلونه په کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا، بادغیس، تخار او سمنګانو ولایتونو کې ولاړ دي چې ډېر ځله د ځايي اوسېدونکو او زورواکو له‌خوا په غیر قانوني توګه پرې کېږي.

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو قاچاق‌، د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.

د دې وزارت ویاند لطف‌الله راشد ازادي راډیو ته وویل، ډېری دغه ځنګلونه د زورواکو او وسله‌والو مخالفینو له‌خوا پرې او پاکستان ته قاچاق کېږي.

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو قاچاق‌یې منع دی او هر څوک چې دغه کار ته هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

دانش: د ځنګلونو قاچاق قطعاً منعه دی.
دانش: د ځنګلونو قاچاق قطعاً منعه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ځنګلونو وهل او بهرته‌یې د لرګیو قاچاق په مجموع کې منع دی، اړوندو پولیسو ته دنده سپارل شوې چې هېڅ چا ته اجازه ورنه‌کړي چې د ځنګلونو د پرې کولو اقدام وکړي، موږ څو نقلیه واسطې راګرځولي او هېڅ چا ته چې په هره سطح کې وي بیا هم اجازه نه‌ورکوو چې دغه کار وکړي."

ځینو سناتورانو وویل، که حکومت د ځنګلونو ساتلو او پراختیا ته پام وکړي، له یوې خوا به د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي او له بلې‌خوا به د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته شوې وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG