د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

د کونړ ځنګل وهلو ته حکومت لار هواره کړه؟


څو ورځې وړاندې د افغانستان وزیرانو شورا کې اقتصادې کمېټۍ پریکړه وکړه چې په کونړ کې له وهل شوېو لرګیو څخه جوړو شوېو پخو موادو ته يې نورو سیمو ته د انتقال اجازه ورکړه.

که څه هم چې یو شمېر چارواکي، د نجارۍ فابریکو خاوندان، مزدوران او د لرګیو سوداګر په دغه اجازه خوښ دي خو نور خلک بیا ویره لرې چې دې سره به د نورو ځنګلونو وهلو لپاره لاره هواره شي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې په دې خوښې څرګنده کړه چې له کونړه له لرګیو څخه جوړو شوېو پخو موادو ته اجازه ورکړل شوه، ورسره به په سلګونو د نجارۍ بندې فابریکې فعالې او په زرګونو کسانو ته به د روزګار زمینه برابره شي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"د کونړ ولایت د هغو صنعتکارانو چې شمېر يي نزدې پنځو زرو ته رسیږي، هغوي بې روزګاره و ، دوی به له لرګیو څوکۍ، میزونه،فرنیچر او نور شیان جوړول، دوی د خپلو ستونزو د هوارې لپاره هره دروازه وټکوله په پای کې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې له کونړه یوازې د پخو موادو انتقال ته اجازه ورکړه ."

والی وایي، تر اوسه ورته کوم رسمې مکتوب نه دی راغلی، نو ځکه يې د اجازې مودې او نورو جزیاتو په اړه پوره معلومات نه لري:

"په دې رابطه تر اوسه موږ ته کوم مکتوب او رسمي هدایت نه دی راغلی وبه ګورو ، د دې لپاره خپله طرحه جوړیږي، په هغې کې به ټول مشخصات واضح وې، د پخو موادو تعریف به هم په کې شوی وي چې کومو موادو ته موږ پاخه ویلای شو ، خداي مه کړه چې د پخو موادو په نامه بیا څوک بده استفاده ونه کړي، په دې نوم قاچاق ونه شي."

د نجارۍ فابریکو خاوندان او کار کوونکی پخو موادو ته د انتقال په پروسه خوښ دي او وايي چې دې سره به په زرګونو کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شي او اقتصادي حالت به يي ښه شي.

نور خلک بیا وایي چې پخوا هم څو ځله دیته ورته اجازې ورکړل شوې وې چې ورسره د ځنګلونو وهل زیات شوي و.

که څه هم چې د نوې پروسې سره به د نجارۍ بندې فابریکې بیا په کار پیل وکړې، په زرګونو کسان به د کاروبار خاوندان شي خو ویره دا ده چې بیا به هم د ځنګل وهلو چارې تیزې شي او کوم ځنګلونه چې پاتې دي هغه به هم ووهل شي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی هم مني چې په یو شمېر نا امنو سیمو کې اوس هم ځنګل وهل کیږي، خو دوي به هڅه وکړي چې د ځنګلونو د وهلو، د لرګیو دقاچاقو او په پروسه کې دهر ډول ګډودۍ مخه ونیسي.

د کونړ اکثره په دې اند دي چې د پخو موادو انتقال ته اجازې سره به د کونړ پاتې ځنګلونه هم ووهل شي او د یاد ولایت ښکلا او ملي شتمنې به له یوړل شي.

حکومت ته پکار دي چې د ځنګلونو په څېر د ټولو ملي شتمنیو د چور،تالان مخنیوی وکړي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG