د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

مدني فعالان: د ځنګلونو د قطعه کولو او قاچاق مخه دې ونيول شي


د ختیځې سیمې لسګونه مدني فعالانو او فرهنګيانو د یوې اعتراضيه غونډې له لارې پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې د ځنګلونو د قطعه کولو او د لرګيو د قاچاق پر ضد دې جدي اقدام وکړي.

دغه اعتراض کوونکي چې د شنبې په ورځ د جلال‌اباد په ښار کې سره راټول شوي و د ځنګلونو د قطعه کوونکو او د لرګيو د قاچاقبرانو پر ضد پر خپلو سینو شعارونه ځړولي وو او دارنګه د مدني حرکت په توګه‌يې د نښتر تنکۍ ونه په دار کړې وه.

دوی له مرکزي ادارې وغوښتل چې د دې ستونزې ټولو عاملينو ته که په مرکز او یا هم په ولایتونو کې وي سخته سزا ورکړي.

فعالان: د لرګیو قاچاقبرانو ته باید سخته سزا ورکړل شي.
فعالان: د لرګیو قاچاقبرانو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

دوی وویل:

"څنګه چې تاسو وکتل موږ احتجاج وکړ په دې کې موږ د نښتر یو نیالګی په دار کړی و هدف مو ورنه دا دی چې دا کوم ځنګلونه چې وهل کېږي په غیر قانوني ډول دې یو مافیايي شکل غوره کړی او د دې مشکل مخه باید ونیول شي."

"په نورو ولایتونو کې به هم ځنګلونه قطعه شوي وي، خو تر ټولو زیات په کونړ او پکتیا کې ډېر وهل شوي د دې ځنګلونو د وهلو له امله چې په تېرو دوو کلونو کې کوم سېلابونه راوتلي په تېرو سلو کلونو کې يي ساری نه‌و."

"زموږ غوښتنه دا ده چې خپل غږ لوړپوړو چارواکو ته ورسوو چې په ټول افغانستان کې دې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شي ځکه دې سیمې او چاپېریال ته‌يې زیان دی او په خاص ډول د کونړ ځنګلونو په اړه زموږ غوښتنه دا ده چې د ونو د قطعه کولو او قاچاق مخه دې جدي ونیول شي."

اعتراض کوونکو په پای کې يو پریکړه‌لیک هم د ننګرهار له ولایتي چارواکو سره شریک کړ چې په‌کې د اساسي قانون پنځلسمې مادې د تطبیق غوښتنه شوې وه.

د اساسي قانون په پنځلسمه ماده کې راغلي چې دولت د ځنګلونو او عامه شتمنيو پر ساتنه مکلف دی.

همدارنګه د اعلاميې په بله ماده کې په ځانګړي ډول د کونړ ځنګلونو قطعه کوونکو او قاچاقبرانو ته د سختې سزا غوښتنه شوې وه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل اعتراض کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به د وزیرانو شورا، امنیت شورا او تر ولسمشره رسوي.

منګل: د دوی غوښتنې به تر ولسمشر پورې ورسوو.
منګل: د دوی غوښتنې به تر ولسمشر پورې ورسوو.

نوموړي زیاته کړه:

"زه به ان‌شاءالله ستاسو دا غږ چې د دې سیمې او هېواد په ګټه دی تر وزیرانو شورا، امنیت شورا او ولسمشر تر دفتره رسوم."

د ځنګلونو د قطعه کوونکو او قاچاقبرانو پر ضد د مدني فعالانو او فرهنګيانو غبرګونونه داسې مهال راپورته شول چې د تېرې یوې اوونۍ راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې د کونړ ولایتي چارواکي او د دې ولایت ځيني استازي د کونړ د ځنګلونو په قطعه کولو او قاچاق کې ښکېل وبلل شول.

که څه هم تر اوسه د کونړ والي او د دې ولایت استازو رسنیو سره په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت خلکو ته ډاډ ورکړی چې هېڅ چاته به د لرګيو د قاچاق اجازه ورنه‌کړي.

د کونړ امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې په تېره نېږدې موده کې لسګونه هغه بار موټر یې نيولي چې له دې ولایته‌يې لرګي قاچاق کول.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG