د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

حقجو: د خصوصي سکټور ځینې ستونزې د قانون نه عملي کېدو له امله دي


د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، اقتصاد بازار چې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د اقتصادي سیسټم په توګه منل شوی او اوس په ټول هېواد کې پلی کېږي، په بشپړه توګه یې د خصوصي سکټور ستونزې نه دي اوارې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ظرفیتونو او د خصوصي سکټور، د فعالیتونو لپاره د لازمو زېربناو نشتوالی، د دې لامل شوی چې په هېواد کې د "اقتصاد بازار سیسټم" په سمه توګه پلی نه شي.

د دي وزارت مرستیال قربان حقجو د شنبې په ورځ د اساسي قانون د اوونۍ د لمانځلو په غونډه کې وویل چې د اقتصاد بازار د سیسټم نه پلي کېدل، د دې لامل شوی چې د خصوصي سکټور د فعالیتونو پر وړاندې پرتې ستونزې پرځای پاتې شي.

ده هیله وښوده چې د اقتصاد بازار سیسټم چې د اساسي قانون له مخې پرځینو مادو باید له سره غور وشي.

محمد قربان حقجو.
محمد قربان حقجو.

نوموړي زیاته کړه:

"د اساسي قانون ۱۲ مادې خصوصي سکټورته اجازه ورکوي چې پانګې واچوي، خو مهمه داده چې موږ يې په پلي کولو کې ستونزې لرلې، لازمه وه چې اساسي قانون او د هغه فرعي قوانین د هېواد شرایطو ته په کتو سره تدوین شوي وای، همدارنګه د اقتصادي قوانینو د پلي کوونکو ادارو ظرفیتونه باید لوړ شوي وای څو د مستهلیکینو ګټې په پام نیول شوې وای."

د ښاغلي حقجو په خبره په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کابل بانک مالي بحران، د ځینو پوهنتونو ستونزې، مخکې له مخکې د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د اسانیتاوو، نه برابرېدل او داسې نور هغه ستونزې دي چې په اقتصادي برخه کې، د قانون د نه پلې کېدو له امله، رامنځته شوي دي.

خو د اساسي قانون پرپلي کولو د څارد کمېسیون غړی عبدالله شفاهي وايي چې د افغانستان په اساسي قانون کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره، ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

شفاهي: اساسي قانون د سوداګریزو فعالیتونو لپاره، ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولي.
شفاهي: اساسي قانون د سوداګریزو فعالیتونو لپاره، ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي، د ښو قوانینو رامنځته کول او د دولت لخوا د خصوصي سکټور ملاتړ، کولی شي چې دوی ښې لاسته راوړنې ولري او که نه نو، له ستونزې سره به مخ وي:

د دې کارپوهانو له ډلې سید قیاس سعیدي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه څه چې دولت ته لازمه وه، د خصوصي سکټور لپاره یې شرایط نه دي برابر کړي، د دوی د پانګو خوندیتوب یې نه دی تضمین کړی، د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو هم دوی ته لازمې اسانتیاوې نه دې برابرې کړي، که د حکومت او اساسي قانون لخوا تضمین او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره ژمنه موجوده وای، نن به دغه ستونزې نه وای."

په دې هکله د ماليې وزارت وايي، د خصوصي سکټور د فعالیتونو د اسانتیاو لپاره یې، یو لړ پرمختللي پلانونه ترتیب کړي چې د هېواد د اقتصادي برخو په ګڼو ادارو کې د پلي کېدو په حال کې او نتایج یې هم ښه دي.

سربېره پردې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډېر ځله په خپلو ویناوو کې د خصوصي سکټور ملاتړ او دوی ته د اسانتیاو برابرول، د حکومت لومړیتوبونه ګڼلي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG