د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

افغان پلاوی: له ازبکستاني چارواکو سره مو کتنې کامیابه وې


له ازبکستان څخه راستون شوی افغان دولتي پلاوی وايي چې د نوموړي هېواد له چارواکو سره‌یې لیدنې کتنې کامیابه وې.

د افغانستان-ازبکستان د حکومتونو تر منځ د ګډ تجارتي، ترانزیټي او اقتصادي کمېسیون افغان پلاوی وايي، د یاد کمېسیون په دوهمه غونډه کې یې د ازبکستان لوړپوړو چارواکو ته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او کرنې او مالدارۍ د پراختیا، په افغانستان کې د پلونو او سړکونو د جوړولو، د اوسپنې پټلیو د غځولو، د افغانستان لپاره د با کیفیته درملو د چمتو کولو او په داسې نورو برخو کې وړاندیزونه کړي دي.

دغه افغان پلاوي چې د ولسمشر د سلاکار همایون قیومي په مشرۍ د روان کال د جدي له شپږمې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې یې له ازبکستاني چارواکو سره مذاکرت کړي، د سې شبنې په ورځ‌یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

محمد همایون قیومي
محمد همایون قیومي

د یاد پلاوي مشر محمد همایون قیومي وویل:

"دوه اړخیزې غونډې مو د اورګاډي پټلۍ، انرژۍ، ټرانسپورت، هوايي چلند، تېلو ګازو، عامې روغتیا، کرنې او داسې نورو سکتورونو سره لرلې، همدارنګه مو د افغان خصوصي سکټورستونزې چې د ترانزیټ په برخه کې لرلې، له هغو سره مو پرې خبرې وکړې، د هغوی پیام له اخلاصه ډک و چې څنګه کولای شو، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي نېږدې کړو."

دغه ګډه ناسته چې د روان کال د جدي له ۶ څخه تر ۸مې نېټې پورې په ازبکستان کې جوړه شوې وه د افغانستان له لورې په پکې د کرنې او مالدارۍ، ترانسپورټ، سوداګرۍ او صنایعو، اوبو او برېښنا، عامې روغتیا او فواید عامې وزیرانو، د ولسمشر سلاکار او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل، افغانستان اوس ۸۸ فیصده واردات او ۱۲ فیصده صادرات لري او نوې اړیکې چې له ازبکستان سره د ټینګېدو په حال کې دي، موږ باوري کوي چې د وارداتو او صادراتو تر منځ به مو واټن کم شي.

رسا: د وارداتو او صادراتو تر منځ به مو واټن کم شي.
رسا: د وارداتو او صادراتو تر منځ به مو واټن کم شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که د ازبکستان له لارې چین، قراقستان او روسیې سره وصل شو، د مالونو رسول به مو له نوي ورځو څخه په ۹ ورځو کې ورسېږي، د دې لارې په خلاصېدو سره به د سوداګریز بیلانس توپیر، په راتلونکو کلونو کې څو ځله کم شي."

د ترانسپورټ وزیر وویل، له ازبکي چارواکو سره‌یې مطرح کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي چلند چارې پیاوړې شي.

د کرنې وزیر وویل د باغدارۍ د پراختیا په برخه کې یې خپل وړاندیزونه د ګډ کمېسیون مسؤلینو ته وړاندې کړي دي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر وویل، له ازبک چارواکو سره‌یې افغانستان ته د با کیفیته درملو د چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان-ازبکستان د حکومتونو تر منځ د ګډې همکارۍ ورته لومړی کنفرانس د تېر لمریز کال په لومړیو کې په ازبکستان کې جوړ شوی و.

د جمهور رئيس سلاکار وویل، د یاد کنفرانس پر موادو به غور وشي او د دواړو لورو د متخصصینو تر موافقو وروسته به، په نېږدي راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه تفاهم‌لیکونه لاسلیک شي.

د افغانستان د خصوصي سکټور په استازيتوب د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزی د دغو مذاکراتو هرکلی کوي خو هیله ښیي چې دا ډول موافقې عملي هم شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG