د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

۲۰۱۶ کال کې اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې


افغان چارواکي وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغانستان که څه هم د اقتصادي ودې، بنسټیزو پروژو او سوداګرۍ له پلوه یو څه پرمختګ کړی، خو یو لړ ستونزې یې هم درلودې.

دوی وايي، افغانستان په همدې کال کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، له منځنۍ اسیا سره‌یې سوداګرۍ وده وکړه، د همدې کال یو میلیارد ډالره پانګونه شوې او همدارنګه صادرات ۳۰ فیصده زیات شوي.

د اقینې د رېل پټلۍ پرانیستل، له چین څخه افغانستان ته د لومړني سوداګریز ریل ګاډي راتګ، د لاجوردو په نوم د ترانزيټي لارې د تړون لاسلیک، د کاسا زر پروژې د کارونو افتتاح، د چابهار بند چارې ګړندي کولو، د سلما بند پرانیستل، د کجکي بند چارې چټکول او همدارنګه د شاوخوا ۲۱ بندونو د جوړېدو تدارکاتي چارې نهايي کېدل په بنسټیزو برخو کې د افغان حکومت عمده لاسته رواړنې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي، افغان حکومت له زیاتو هڅو وروسته وتوانېد چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په جون میاشت کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

همایون رسا وايي، دغه غړیتوب به د افغانستان اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي او په کلني ډول به هېواد ورسره ۲،۵ فیصده اقتصادي وده وکړي.

همایون رسا
همایون رسا

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه مرغه افغان حکومت له هڅو وروسته وتوانېد چې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۰مه د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب په رسمي ډول ترلاسه کړي، د سوداګریزو توکو په ګډون ۹۵ په سلو کې سوداګري د دې سازمان د غړو هېوادونو تر منځ ترسره کېږي."

خو تر اوسه هم د ځینو افغان حکومتي ادارو د سستو اقداماتو له امله د یاد سازمان له بشپړ مزایاو څخه افغان سوداګر نه‌دي برخه‌من شوي.

د افغانستان او هند تر منځ د "۴ هوايي دهلېزونو" د جوړولو کار پیل شوی​
ټايمز اف انډيا: افغانستان نور په وچې پورې تړلى هېواد نه دى

له هند سره د "هوايي دهلېز" په اړه د کندهاري سوداګرو خوشبیني

چارواکي وايي چې کار روان دی، خو یو لړ تخنیکي ستونزو یې کارونه ټکني کړي.

د افغانستان د سودګرۍ او صنایع خونه هم ۲۰۱۶ میلادي کال له اقتصادي او سوداګریزه پلوه له لوړو ژرور خالي نه‌بولي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل د همدې کال په دوهمه نیمايي کې په اقتصادي برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شول.

پسرلی: د ۲۰۱۶ کال له نیمايي وروسته مثبت بدلونونه پیل شول.
پسرلی: د ۲۰۱۶ کال له نیمايي وروسته مثبت بدلونونه پیل شول.

نوموړي زیاته کړه:

"په همدې کال کې حکومت په ځینو برخو کې په فوق‌العاده توګه ښې لاسته راړونې درلودې، خو په یو شمېر برخو کې له جدي ستونزو سره مخامخ و، د خدماتو، صادراتو او تولیداتو په برخه کې حکومت ښه پر مخ روان و، د ۲۰۱۶ کال له نیمايي څخه وروسته مثبت بدلونونه پیل شول."

له دې ټولو لاسته راړنو سره-سره بیا هم افغانستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له امنیتي پلوه خصوصي سکټور په ځانګړې توګه پانګونې لپاره مناسب کال نه‌و.

بل‌خوا د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، په ادارو کې فساد، خراب امنیتي وضعیت، د انرژۍ کموالی، صنعتي پارکونو لپاره په مناسبو ځایونو کې د ځمکې نه‌شتون او بیروکراسي په افغانستان کې د پانګې اچونې او سوداګرۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي.

د دغه بورډ غړی حاجي رحم‌الدین اغا وايي، روان خراب امنیتي وضعیت‌یې د کارونو پر وړاندې عمده ستونزه ده.

حاجي رحیم اغا: خراب امنیتي وضعیت لویه ستونزه ده.
حاجي رحیم اغا: خراب امنیتي وضعیت لویه ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سوداګرو پر وړاندې بیروکراسۍ، اداري فساد، خراب امنیتي وضعیت، د سوداګرو پر وړاندې په لارو کې غلاوې عمده ستونزې وې."

له زیاتو هڅو سره-سره اوس هم په افغانستان کې د وارداتو او صادارتو بیلانس متوازن نه‌دی، دا مهال افغانستان ۹۵ فیصده واردات، خو یوازې پنخه فیصده صادارت لري.

د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیون یو شمېر غړي وايي، په ادارو کې ټيټ ظرفیتونه او په خپل وخت د پروژو نه‌عملي کېدو اقتصادي او سوداګریزه وده ټکنۍ کړې ده.

فاریابي: د پروژو نه عملي کېدلو اقتصادي او سوداګریزه وده ټکنۍ کړې ده.
فاریابي: د پروژو نه عملي کېدلو اقتصادي او سوداګریزه وده ټکنۍ کړې ده.

د دغه کمېسیون غړي محمد هاشم فاریابي ازادي راډیو ته وویل:

"په ادارو کې ټيت ظرفیت، په خپل وخت د پروژو نه‌عملي کېدل دا ټول د دې سبب کېږي چې په سوداګریزه برخه کې پلانونه ښه عملي نه‌شي او د هېواد اقتصادي وده اغېزمنه کړي."

د سوداګریزو چارو کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت کورنۍ ستونزو د هېواد په سوداګریزې ودې او د بنسټيزو پروژو پر پلي کېدو ناوړه اغېز کړی.

د دغو کارپوهانو له ډلې مزمل شینواري ازادي راډیو ته وویل چې ځیني وخت د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ ستونزې په دولتي ادارو کې د کارونو د خنډ او ځنډ باعث شي چې پر سوداګریزو چارو بد اثر کوي.

مزمل شینواری
مزمل شینواری

نوموړي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصادي ودې پر وړاندې لویه ستونزه کورني مشکلات و د حکومت له‌خوا په مهمو برخو کې ژر تصمیم نه‌نیول کېږي که په عموم کې که وګورو یاد کال د سوداګرۍ له پلوه ډېر خراب او ډېر ښه کال هم نه‌و."

په تېرو کلونو کې له نړۍ سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه د کراچۍ بندر له لارې ترسره کېده چې وخت ناوخت به د کابل او اسلام‌اباد د سیاسي ټکر تر سیوري لاندې راتله.

د افغانستان د اقتصا په برخه کې اساسي اندېښنې څه دي؟

په ۲۰۱۵ کال کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده ډالره وه، خو اوس یو نیم میلیارد ته راښکته شوې ده او پرځای یې له چین، هندوستان او ایران سره سوداګري زیاته شوې ده.

اوس هم داسې باور شته چې د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې د افغانستان سوداګرۍ د اړوندو هېوادونو اعتبار نه‌دی خپل کړی او له همدې لارې د افغان سوداګرو لپاره سوداګري ګرانه تمامېږي.

قرغز سفیر: د کابل او بشکېک د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړو

د چارو کارپوه مزمل شینواری وايي، له نړۍ سره د افغانستان لنډه او اسانه سوداګریزه لاره د کراچۍ بندر لاره ده چې افغانستان کولای شي په دې لاره کې پراته خنډونه د نړیوال سوداګریز سازمان له لارې حل کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG