د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د ارزګان والي: هڅه کوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له‌منځه یوسم


د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره جدي مبارزه کوي او د عاملینو سر به‌يې قانوني چلند وکړي.

د ارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په ځانکړې مرکه وویل چې په ارزګان ولایت کې د ښځو په برخه کې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې لاسته راوړنې لري او په وینایې چې نور به هم په دې برخه کې پر دې کار کوي څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی وکړي څو ښځې له خپلو حقونو برخمنې شي.

خروټی: هڅه کوم د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی له‌منځه یوسم.
خروټی: هڅه کوم د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی له‌منځه یوسم.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هڅه کوم چې په ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی له‌منځه یوسم، دا کار زما د لومړيتوبونو څخه دی، اسلام هم هېڅ چاته اجازه نه‌ده ورکړې چې له ښځو سره دې څوک ظلم وکړي، نو موږ هم دا حق لرو چې د خپلو خویندو له حقوقو څخه دفاع وکړو."

خروټي همداراز وویل چې د ښځو په برخه کې ډېرې پروژې تر لاس لاندې لري چې په پیلېدو سره به‌يې ښځې وکولای شي خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

له دې سره په ارزګان ولایت کې د ښځو مدني ټولنې مسؤلین هم د ښځو په برخه کې د ولایتي ادارې هڅې ستايي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو د مدني ټولنې مشرې بي بي مرجانې کوچۍ ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم په ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی موجود دی، خو غوښتنه کوي چې دولت‌يې د له‌منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي تر څو په دغه ولایت کې ښځې خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.

کوچۍ: ارزګان کې اوس هم مېرمنې تاوتریخوالي سره مخ دي.
کوچۍ: ارزګان کې اوس هم مېرمنې تاوتریخوالي سره مخ دي.

نوموړې وايي:

"موږ د والي صاحب څخه ډېر خوشحاله یو او ورڅخه مننه کوو چې د خویندو په برخه کې هلې ځلې کوي، زموږ خویندې په تېرو کلونو کې ډېرې ځورول شوې دي، نو زموږ خویندو ته ډېر کار کولو ته اړتیا ده."

په ورته وخت کې په ارزګان ولایت کې د حج او اوقافو ریاست د عامه اړیکو مسؤل مولوي حیات‌الله هم د ښځو سره زورزیاتی د اسلام له نظره بد عمل بولي او وايي چي خدای «ج» ښځو او نارینه‌و ته د ازاد ژوند حق ورکړی دی او هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې دغه حق ترې واخلي او په ژوند کې ورته ستونزې پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"خدای «ج» دا پر هر مسلمان باندې فرض کړې ده چې د خپل خور، مېرمن، مور او نورو خویندو سره ښه چلند وکړي، خو زموږ زیات وروڼه په خپل کور کې له خپلې مېرمنې او یا خویندو سره ډېر ظلم کوي، نو دا خلک به خامخا خپله سزا په اخرت کې ګوري."

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د نړیوالو سره دا ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی له‌منځه وړي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG