د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

چارواکي: ارزګان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کچه کمه شوې


د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ولایت مقام په هلو ځلو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو په مخنیوي کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

یاد چارواکي ايي، په روان کال کې په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۶۵ بېلابېلې قضيې ثبت شوي دي چې دا د پخوا په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

د ارزګان ولایت والي محمد نذیرخروټي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د ولایتي ادارې او عامو خلګو په همکارۍ د ښځو پر وړاندې د تاریخوالي پېښو د مخنیوي په برخه کې هڅې زیاتې شوي چې له امله يې د تاوتریخوالي پېښي هم کمې شوي دي.

نوموړی وايي، هڅه کوي چې هغوی ته د اسلامي، مذهبي او اساسي قانون مطابق خپل حقوق ورکړي.

د ارزګان والي.
د ارزګان والي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښځه هغه څوک ده چې ټول کور د دې په لاس کې دی، که چېري خپل اولاد په ښه توګه وروزي، نو موږ به په راتلونکي کې د ښځو پر وړاندې، دا ډول ستونزې ونه وینو، دابه ډېره ګرانه خبره وي چې موږ بغیر له ښځې په ټولنه کې ژوند وکړو."

ښاغلی خروټی وايي، دوی هڅه کوي چې د ښځو لپاره اوږد مهاله پروژې پلې کړي تر څو دوی په کار وګمارل شي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ښځو چارو رئیسه اغلې رڼا سمیع وفا ازادي راډیو ته وویل چې په ارزګان ولایت کې د تېرو کلنو په پرتله د ښځو پر وړاندې ستونزې کمې شوي او زیاتې ښځې له خپلو حقونو برخمنې دي.

نوموړې وايي، په دغه ولایت کې ښځو ته اوس په ادارو کې پراخه ونډه ورکول شوې ده او ډېرې مېرمنې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په کار ګمارل شوي دي.

نوموړې زیاته کړه:

"په تېر یوه کال کې موږ ډېرې لاسته راوړنې د ښځو په برخه کې لرو، په سلګونه خویندو ته مو د قابله ګۍ په برخه او په سلګونه نورو خویندو ته مو بیا په نورو برخو کې زده کړې ورکړې دي."

هاخوا بیا یو شمېر ارزګانۍ مېرمنې وايي، دوی هغه حقوق غواړي چې اسلام دوی ته ورکړي دي.

دوی وايي، د زده کړې حق او میراث ورکول که څه هم د دوی شرعي حق دی، خو تر اوسه زیاتې ښځې ورڅخه بې برخې دي.

مدني فعالې پلوشۍ ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ ته اسلام ځيني ټولنیز حقوق راکړي دي، هغه لکه د میراث برخه، تعیلم چې موږ کولای شو خپل وطن ته خدمت وکړو، دا حقوق موږ ته اسلام راکړي دي"

دا په داسې حال کې ده چې په عمومي توګه د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د ډېرېدو په حال کې دی، خو ولسمشر غني يې د له منځه وړلو ژمنه کړ.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG