د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

چارواکي: د طالبانو رهبري شورا افغانستان ته نه‌ده انتقال شوې


افغان چارواکي هغه رپوټونه ردوي چې د طالبانو رهبري شورا هلمند ولایت ته انتقال شوې ده.

په ارګ ماڼۍ کې د لوړپوړو مقاماتو تر څرګندونو وروسته د هلمند والي هم دغه ولایت ته د طالبانو د شورا انتقال او د هغوی د مشرانو راتلل ردوي.

د هلمند والي حیات‌الله حیات پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو رهبري اوس هم په پاکستان کې ده او یوازې یې په سیمه‌ییزه کچه ځیني نومول شوي والیان او قوماندانان تګ راتګ کوي.

حیات: د طالبانو لوړپوړي مشران په پاکستان کې دي.
حیات: د طالبانو لوړپوړي مشران په پاکستان کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو له هغو مشرانو او مسؤلینو پرته چې په جګړه کې برخه اخلي او یا نومول شوي والیان او ولسوالان دي نور د دوی ټول لوړپوړي مسؤلین په پاکستان کې دي او په هماغه ځای کې دفترونه لري، کېدای شي کورونه‌یې تبدیل کړي وي، له یو ځای نه بل ځای ته تللي وي څو د یو څه وخت لپاره له نړیوالو استخباراتو ځان پناه کړي، خو په هېڅ شکل د دوی لوړپوړي مسؤلین او یا د کوټې شورا دلته نه‌ده را انتقال شوې."

په دې وروستیو کې اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ممکن د وسله‌والو طالبانو مشران به له شاوخوا پنځلسو کلونو وروسته بېرته افغانستان ته تللي وي.

اخوا یوه طالب مشر هم د نوم نه‌ښودلو په شرط اسوشیېټېډ پرېس ته ویلي چې د دوی شورا هلمند ولایت ته انتقال شوې ده.

د طالبانو ویاند هم تائید کړې چې د دې ډلې شورا افغانستان ته انتقال شوې.
د طالبانو ویاند هم تائید کړې چې د دې ډلې شورا افغانستان ته انتقال شوې.

د رپوټ له مخې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي چې د طالبانو رهبري شورا څو میاشتې مخکې افغانستان ته انتقال شوې ده.

د هلمند والي وايي، پاکستان د نړیوالې ټولنې په خاصه توګه امریکا تر فشار لاندې دی او غواړي ښکاره کړي چې طالب مشران له خپلې خاورې باسي څو دا فشارونه په یو ډول سره ځواب کړي خو دا ګنګوسې حقیقت نه‌لري.

حیات‌الله حیات په داسې حال کې هلمند ته د طالبانو د رهبرۍ شورا د انتقال رپوټونه ردوي چې سږ کال په دغه ولایت کې ډېرې سیمې په مؤقتي ډول د طالبانو له‌خوا سقوط شوې.

طالبان له ولسوالیو ان د لښکرګاه دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو ته هم ورسېدل او له نېږدې دوه میاشتو راهیسې لا هم په دې سیمو کې ځای ځای نښتې روانې وي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال هم هغه راپورونه رد کړل چې ممکن طالب مشران افغانستان ته راغلي وي او رهبري شورا یې را انتقال کړي وي.

مینه‌پال: ممکن طالب مشران افغانستان ته راغلي وي.
مینه‌پال: ممکن طالب مشران افغانستان ته راغلي وي.

نوموړي زیاته کړه:

"جګړه پراخه شوې ده په دې کې شک نه‌شته او لاملونه‌یې هم معلوم دي، دا چې هغوی دې رهبري را انتقال کړي او دوی دایمي مراکز ولري کاملاً په ټول افغانستان کې دا خبره حقیقت نه‌لري، د دوی د تمویل او د دوی د تجهیز او روزنې ځایونه معلوم دي، د دوی بهرني ملاتړي معلوم دي چې هغه ځای کې د دوی کورنۍ دي او شوراګانې یې دي، په روغتونو کې يې درملنې کېږي، په افغانستان کې نه‌ دوی شوراګانې لري او نه‌هم د درملنې او پیسو ټولولو ځایونه."

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د طالبانو رهبري شورا شپاړس منتخب چارواکي لري چې په افغانستان کې د دې ډلې په فعالیتونو څارنه، په پلانونو او ستراتیژۍ کې د هر ډول بدلونونو راوستل او د پوځي قوماندانانو تر منځ د لانجو هواری یې مهمې دندې شمېرل کېږي.

افغان چارواکو تل پاکستان تورن کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي او افغان طالب مشرانو ته‌یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

خو پاکستاني چارواکي هغه تورونه چې د دغه هېواد د استخباراتو اداره «ای. اس. ای» له ترهګرو ملاتړ کوي، رد کړي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG