د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

فعالان: د هلمند له سقوط سره ۵ نور ولایتونه هم سقوط کوي


د هلمند ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله وسله والو مخالفینو د دغه ولایت ډېری سیمې لاندې کړي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو؛ وايي، که د هلمند ولایت سقوط وکړي دغه ولایت ته د څېرمه پنځو ولایتونو د سقوط او د امنیتي وضعیت د خرابېدو احتمالي امکان هم شته.

فعالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په هلمند کې د مدیرت ضعف او د هوايي ملاتړ نشتوالی د دې لامل شوی چې ملکي او پوځي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله واوړي.

د دغې فعالانو له ډلې طوفان وزیري د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:

"د هلمند ولایت سقوط د نورو ولایتونو لکه فراه، ارزګان، نیمروز، غور او کندهار د ناامنیو جګړو زیاتېدو او احتمالي سقوط سبب کیدای شي.دا واقعیتونه باید وویل شي دا د حکومت پر ضد اقدام نه دی بلکه دا د حکومت په طرفدارۍ یوه ګام دی چې باید په واقعیت ځان خبر کړي او په مقابل کې یې تدابیر ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې سختې جګړې روانې دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړو ویلي چې وسله والو طالبانو د هلمند ولایت مرکز لښګرګاه ښار تر خپلې محاصرې لاندې نیولی دی.

تازه د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې افغان ځواکونه توانیدلي چې د ناوې ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي.

خو یو بل مدني فعال عصمت قانع بیا وايي، په هلمند کې د روان جنګ ټول عوامل حکومت ته واضح شوی خو بیا هم پر وړاندې یې بې غوري کوي.

ښاغلي قانع زیاته کړه:

"په هلمند کې د اوسنۍ جګړې او بې ثباتۍ اساسي عوامل تقریباً هغه عوامل دي چې په هغې باندې څېړنه شوې وه او بیا د هغې د حل لپاره وړاندیزونه شوې وه اما له بده مرغه حکومت دې ټولو مسایلو ته هم کوڼ دی هم ړوند او اغماز کوي او یا بې تفاوته دی."

په ورته وخت کې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ ولسوال سید محمد ګل هاشمي ازادي راډیو ته ویلي چې په هلمند کې د امنیتي وضعیت د کابو کیدو لپاره هوايي ځواک مهم دی.

خو د کورنیو چار وزارت وايي دا چې هلمند له امنیتي ګواښ سره مخامخ دی مرکزي حکومت دغه ولایت ته ځانګړې توجه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې دا مهال په هلمند کې د وسله والو مخالفینو تحرکات کم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مرستیال محمد رادمش ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره له هوايي ځواک څخه هم استفاده شوې ده.

دی وايي:

"موږ وکړای شو چې طالبان له ناوې ولسوالۍ څخه وباسو او دغه عملیات د هلمند په شاوخوا سیمو کې دوام لري په هلمند کې مو له هوايي ځواکونو هم استفاده کړې ده او په ځینو مواردو کې مو د ناټو هېوادونو له پرمختللې ټکنالوجۍ او استخباراتي معلوماتو هم استفاده کړې ده."

په همدې حال کې مدني فعال عزیز رفیعي په افغانستان او په خاصه توګه په هلمند کې د جګړې لاملونه د مدیرت ضعف او اداري فساد ګڼي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو لاس خلاص دی او د حکومت بې توجهي د دې لامل شوی چې خلک له همدې اړخه زیان وویني.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG