د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

صدیقي: کندز کې د یرغمل شویو کسانو له ډلې ۱۰ تنه خوشې شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغو کسانو چې وسله والو طالبانو په کندز کې تښتولي وو، لس تنه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او د خلکو د همکارۍ په پایله کې خوشې شوي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو په کندز کې لږترلږه ۹ تنه مسافر وژلي او ۱۸ تنه یې وړي دي.

صدیقي څرګنده کړه چې د لسو تنو د خوشې کولو لپاره له وسله والو طالبانو سره هیڅ ډول معامله نه ده شوې، د پاتې اتو تنو د موندلو او ژغورلو عملیات هم روان دي.

یو شمېر کسان لاهم، متاسفانه له هغوی سره پاتې دي
یو شمېر کسان لاهم، متاسفانه له هغوی سره پاتې دي

صدیق صدیقي زیاته کړه:

"خوشبختانه، زموږ لس تنه وطنوال د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د ولسي خلکو د هڅو په پایله کې خوشې شوي خو یو شمېر کسان لاهم، متاسفانه له هغوی سره پاتې دي، امنیتي ځواکونو له هغه راهیسې په ډېره سیمه کې عملیات کړي دي او زموږ هڅه دا ده چې پاتې کسان هم را خوشې کړو."

د کندز د امنیې قوماندانۍ په وینا، وسله والو طالبانو پرون د دې ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې څلور مسافر وړونکي موټر ودرول، ۱۳ تنه یې ووژل او یو شمېر کسان یې ورسره بوتلل.

د کندز د پولیسو یوه مسئول رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې ټول قربانیان ملکي خلک وو.

خو وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۲۶ تنه یې چې ملکي جامې یې اغوستې وې، ورسره بیولي دي.

طالبانو څلور مسافر وړونکي موټر درولي
طالبانو څلور مسافر وړونکي موټر درولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند دا ادعا بې اساسه بللې او طالبان یې د ملکي خلکو په وژلو تورن کړي دي.

صدیقي زیاته کړه:

"دا ادعا سمه نه ده او ښايي طالبان هڅه کوي چې خپل جنایت پټ کړي، دا هیڅ امکان نه لري ځکه زموږ امنیتي کسان د تګ راتګ ځانګړي پروګرامونه لري، خو هغوی د خپل جنایت د پټولو هڅې کوي او داسې ادعاوې کوي."

د ازادي راډیو خبریال د سیمه ییزو سرچینو په حواله وايي چې وسله والو طالبانو د پینځو مسافرو جسدونه پرون د چهاردرې دریاب ته اچولي دي

د کندز د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې یو وار بیا د زیاتېدو په حال کې دي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي او استازي پر حکومت تور پورې کوي چې د امنیت په ټنیګولو کې ناکام شوی دی.

د کندز او تخار لارې امنیت باید ونیول شي
د کندز او تخار لارې امنیت باید ونیول شي

خلک تر هرڅه مخکې، له حکومته غواړي چې د کندز او تخار ترمنځ د لارې امنیت دي ونیسي.

XS
SM
MD
LG