د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

چارواکي: وسله وال طالبان د کندز بیا نیولو ته چمتوالی نیسي


د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې اوس مهال وسله وال طالبان د دې ولایت د نیول لپاره د چمتوالي په حال کې دي.

د کندز والي د خبرو پر بنسټ چې د کندز د سقوط له کبله اوس مهال وسله وال طالبان په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال شوي او ۵۴ عرادې زغروال هاموي ټانګونه یې هم لاس ته ورغلي دي.

دا مطلب د کندز والي اسدالله عمرخېل نن په هغې غونډې کې بیان کړ چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت قوماندان جان نیکولسن او د المان او هالنډ سفیرانو هم په کې ګډون درلود.

ښاغلي عمرخېل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت له قوماندان څخه وغوښتل چې خپل هوايي بریدونو ته زور وکړي، څو هغه وسلې او پوځي امکانات چې د کندز سقوط سره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي، له منځ یوسې.

هغه زیاته کړه:

"زموږ خارجي ملګرو خپل هوايي بریدونه ترسره کړي دي، خو دغه بریدونه د منلو وړ نه دي، زموږ خارجي دوستان باید خپل هوايي بریدونو ته ادامه ورکړي، څو د طالبانو درنۍ وسلې او تجهیزات او هغه ۵۴ عرادې هاموي ټانګونه چې له طالبانو سره دي له منځه یوسې."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت قوماندان جان نیکولسن،د کندز سیمه ییزو چارواکو او خلکو ته ډاډ ورکړ چې کندز بیاځل سقوط نه کوي او له افغان ځواکونو سره یې د لا ډېرو مرستو ژمنه هم وکړه.

نیکولسن ډاډ ورکړ چې کندز بیاځل سقوط نه کوي
نیکولسن ډاډ ورکړ چې کندز بیاځل سقوط نه کوي

هغه زیاته کړه:

"موږ دلته راغلي یو چې د کندز خلکو او چارواکو ته د خپلو د مرستو په اړه ډاډ ورکړو همدارنګه موږ د افغان امنیتي ځواکونو سره هم خپلې مرستې ګړندۍ کو او تاسو ته ډاډ درکوم چې کندز بیا سقوط نه کوي."

نوموړي ډاډ ورکړ چې په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون چې تېر کال د اکتوبر په میاشتې کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برېد کې ویجاړ شوي و، ډېر ژر به یې د بېرته رغولو کار پیل شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې دالمان هېواد سفیر هم ژمنه وکړه چې دوی د ښونې او روزنې، روغتیا او اوبو لګونې په برخو کې خپلو مرستو ته د هېواد په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې دوام ورکوي:

یادو مسؤلینو دا څرګندونې کندز کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال کولې
یادو مسؤلینو دا څرګندونې کندز کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال کولې

"د کندز – مزارشریف سړک چې د چهاردرې ولسوالۍ او د خُلم ولسوالۍ له یوبل سره نښولي کار یې پیله و او مالي لګښت یې چمتو دي او موږ هڅې کو چې ډېر ژر ددغه سړک کار پاي ته ورسیږي."

د کندز ولایت د ولایتي شورا د یو شمېر غړو په وینا چې اوس مهال یوازې د کندز ښار مرکز همدارنګه د شپږو ولسوالیو مرکزونه د دولتي ځواکونو په کنټرول کې، خو د دې ولایت پاتې ډېره برخه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

د یادونې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د کندز ولایت د نیولو په هدف پراخه پوځي عملیات پیل کړي و چې افغان ځواکونو له خوا له کلکې ماتې سره مخامخ او پر شاه وتمبول شول، خو تېر کال وسله والو طالبانو د کندز ښار د څو ورځو لپاره ونیو چې وروسته د افغان ځواکونو له خوا و ایستل شول.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG