د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

ولسمشرغني: د ښځو پر حقونو هیڅ کله معامله نه کوو


جمهوري ریاست وایي چې په افغانستان کې د عدالت د ټينګښت لپاره هڅې کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د پیاوړي کېدو په نړیوال سمپوزیم کې د خبرو پرمهال وویل چې افغان حکومت به هیڅکله د ښځو پر حقونو معامله ونه کړي.

که څه هم ځیني مدني فعالان اندېښنه لري چې ښايي د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونو ته دومره پام ونه شي خو افغان جمهور رئیس بیا دا ډول اندئښنې ناسمې بولي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښځو د پیاوړي کېدو په دریم نړیوال سمپوزیم کې چې په کابل کې جوړ شوی و ډاډ ورکړ چې حکومت به هیڅکله د ښځو پرحقونو معامله ونه کړي.

ښاغلی غني وايي، افغان مېرمنې به هیڅکله شاتګ ونه کړي او د ملي یوالي حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د عدالت پر بنسټ ټولنه رامنځته شي څو مېرمنې د افراطي افکارو په لومه کې راګیر نه شي.

افغان مېرمنې به هیڅکله شاتګ ونه کړي
افغان مېرمنې به هیڅکله شاتګ ونه کړي

​ښاغلي غني زیاته کړه:

"افغان مېرمنې اماده نه دي چې شاته ولاړې شي، افغان ښځې به له سړیو سره اوږه په اوږده، مخ پر وړاندې ځي، زموږ هدف یوه منځ لارې ټولنه ده، داسې یوه ټولنه چې په هغې کې افراط او تفریط نه وي او افراطي نظریات بیا دا ټولنه یرغمله نه کړي."

د ښځو د پیاوړي کېدو لومړی سمپوزیم په دوه زره دیارلسم میلادي کال په امریکا او دوهم سپوزیم په دوه زره څوارلسم کال کې د ناروې په اسلو ښار کې جوړ شوی و.

د کابل سمپوزیم دوه ورځې دوام کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په دغه سمپوزیم کې به د افغان مېرمنو د وضعیت د ښه کېدو په باب وړاندې کېدونکې طرحې او نظریات د وارسا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره هم مطرح کړي.

سمپوزیم هغې عملي ناستې ته ویل کېږي چې څېړونکي له بېلابېلو هېوادونو راټولیږي او د یوې موضوع په باب خپل نظر له یو بل سره شریکوي.

په ورته وخت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ریچارډ اولسن په افغانستان کې د ښځو پرمختګونه د پام وړ ګڼي خو له ځینو ستونزو هم یادونه کوي.

اولسن وايي، د امریکا متحده ایالات به په ګډه له افغان حکومت سره د ښځو د ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.

ریچارډ اولسن
ریچارډ اولسن

هغه زیاته کړه:

"موږ په دې پوهیږو چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو د حقونو دفاع د افغان حکومت د کار یوه مهمه برخه ده، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت او همدا راز د امریکا خلک ستاسو له دغه هڅو ملاتړ کوي."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برڼد چې کابل ته راغلی وايي د افغانستان پرمختګ ددغه هېواد د ښځو له پرمختګ سره تړلی دی.

بریندلي چې د ښځو د پیاوړي کېدو په سمپوزیم کې یې خبرې کولې وویل د امنیت، اقتصادي ودې او د ښځو د حقونو په برخه کې د افغان مېرمنو نظریات باید مهم وګڼل شي.

ناروې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ترڅنګ د کابل د سمپوزیم له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه دی د بهرنیو چارو وزیر یې ډاډ ورکوي چې هېواد به یې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره تل د ژمن هېواد په توګه پاتې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG