د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د افغان مېرمنو د وضعیت ښه کېدو په اړه د افغان ښځو شبکې وړاندیزونه


د افغان ښځو شبکه وايي، په هېواد کې يې د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره د افغان ښځو د راتلونکې تګلارې په نامه یو سند ترتیب کړي او د ملګرو ملتو سازمان ته به یې وسپاري.

د افغان ښځو شبکه وايي، د هېواد د ښځو د ستونزو د حل لپاره یې حکومت ته وړاندیزونه کړي، خو دا ځل غواړي چې دغه ستونزې د یو سند په بڼه، د ملګرو ملتو سازمان ته هم وړاندې کړي.

د دې شبکې غړیو د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، په دې سند کې د افغانستان د ښځو پر مختګونه، ستونزې او د ستونزو د حل لپاره یو لړ وړاندیزونه شوي دي.

د افغان ښځو د شبکې مشرې حسینې صاپۍ وویل:

"د افغان ښځو شبکې د کاري لومړیتوبو په اساس سوله، امنیت، د دوی سیاسي مشارکت او د دوی ټولنیز او حقوقي خوندیتوب دی چې غوښتل کېږي، بله دا چې دا سند د ملګرو ملتو د ښځو د نړیوال وضعیت کمېسیون ته وړاندې کوو، څو په نړیوالو پروګرامونو کې، افغان مېرمنې له پامه ونه غورځېږي او ځانګړي پروګرامونه ورته ترتیب شي."

په دې ناسته کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې وه، ویناوالو وویل، سره له دې چې په وروستیو شاوخوا څوارلسو کلونو کې د افغانستان ښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې، یو لړ پرمختګونه کړي، خو کافي نه دي.

دوی وویل، نا امني او د ښځو پروړاندې تبعیض هغه ستونزې دي چې د دوی د لا پرمختګ مخه نیسي.

د ښځو یوې فعالې روشن څېړن د هېواد د ښځو موجوده ستونزې دا سې په ګوته کړې:

"ښځې اوس هم له ناامنیو، تبعیض، ناوړو دودونو، او تاوتریخوالي څخه کړیږي، افغان مېرمنې له لوړ زده کړو سره سره، په مهمو دولتي پستونو، نه مقررېږي، په امنیتي لیکو کې لږې دي، دوې د ځان د خوندیتوب لپاره مجبورېږي چې خپل فعالیتونه ودروي او یا نورو سیمو ته لاړې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتو سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغاني ټولنه کې دې ښځو ته ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شي ترشعار لاندې، په یوې اعلامیه کې ویلي چې افغانې ټولنه باید تر ۲۰۳۰میلادي کال پورې، دغه هدف ته ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG