د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

په دفاع وزارت کې به مېرمنې د رهبرۍ تر کچې ورسېږي


د افغانستان د دفاع وزارت تصمیم لري چې د د غه وزارت په چوکاټ کې پنځه زره ښځې جلب او جذب کړي.

د دې وزارت چارواکي د امنیت په ټينګښت کې د ښځو ونډه مهمه بولي وايي چې د ملي اردو شمېرې ته په کتو د ښځو ونډه تر دې دمه کمه ده.

د افغانستان دفاع وزارت د داسې هڅو خبر ورکوي چې له مخې به یې افغان مېرمنې د ظرفیت او کمیت له مخې د رهبري تر کچې ورسېږي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې د دې هدف لپاره یې پنځه زره پوسټونه اعلان کړي تر څو افغان مېرمنې د دفاع وزارت په بېلابېلو برخو او لیکو کې جذب شي.

د ښځو د ونډو په برخه کې د دفاع وزارت سالاکارې وږمې فروغ د سې شنبې په ورځ د ښځو او امنیت تر نوم لاندې غونډې ته وویل چې د جلب او جذب له پلوه دا وزارت په ښه موقف کې دی او په دې برخه کې لا زمینې برابروي.

د ښځو د ونډو په برخه کې د دفاع وزارت سالاکاره وږمه فروغ
د ښځو د ونډو په برخه کې د دفاع وزارت سالاکاره وږمه فروغ

نوموړې یاته کړه:

"زموږ پلان دا دی چې ۵۰۰۰ بسته مو ښځو ته ځانګړي کړي دي، په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان دفاع وزارت مکلف دی چې پنځه زره ښځې د شته ۱۴۰۰ ښځو تر څنګ جذب او استخدام کړي تر څو دوی په بېلابېلو پوسټونو کې کار وکړي."

مېرمن فروغ وايي چې تر اوسه د دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې ۱۴۰۰ ښځې په دندو بوختې دي چې د امنیت تر څنګ یې د مدیریت ځينې برخې ډکې کړي دي.

د افغانستان د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې د دری نیمو لکو افغان ځواکونو په لیکو کې د نږدې لس زره مېرمنو شتون د کشف، پلټنې او نورو برخو کې اغېزمنې واقع کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د امنیت د ټينګښت لپاره د ورته څه شمېرې د پوره کېدو په لټه کې دی، حال دا چې اوس په امنیتي ځواکونو کې د ښځو شمېر د پنځو زرو په شااوخوا کې دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د جنډر د برخې مسؤل ظاهر عظیمي وايي چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ښځو په رول به افغان حکومت د وارسا په غونډه کې هم وغږېږي تر څو دې برخې کې ته د نړیوالې ټولنې لا همکاري جذب کړي.

خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان وضعیت ته په کتو ښځې په دې برخه کې کار ته څومره چمتو دي؟

د افغانستان د هوايي ځواکونو یوه ښځېنه مسؤله مرسل افشار وايي چې ستونزې حتماً شته خو د خلاصون لپاره یې خپله د ښځو مبارزه مهمه ده.

نوموړې زیاته کړه:

"د ښځو موجودیت د ملي اردو په لیکو کې کار کوي ډېر اړین دی، ځکه چې د افغانستان امنیت د ټینګښت لپاره موږ هم باید ټول خطرونه ومنو او راشو چې خپل ملت ته کار وکړو او نورې ښځې هم دې خدمت ته راوبولو."

نړیوالې ټولنې د افغان ځواکونو په لیکو کې د ښځو جلب او جذب پروسې د ګړندیتوب لپاره په تېرو څو کلونو کې میلیونونه ډالره مرسته کړي خو ویل کېږي چې تر اوسه دا پروسه د هیلو مطابق پر مخ نه ده تللي.

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو د جنډر د برخې چارواکي وايي چې ټولنیزو جوړښتونو او عنعناتو که څه هم وخت نا وخت دا پروسه ځنډمنه کړې خو اوس د خلکو لېوالتیا په ډېرېدو ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG