د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

پکتياوال: که توتاپ پروژه په خپل مسير پلې نه شي پرېکون اعلانوو


د پکتيا اوسېدونکو، قومي مخورو، وکيلانو، مدني فعالانو او ځوانانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې د مرکزي حکومت څخه د برېښنا د لېږدېدونکې پروژې ټوټاپ د مسير نه تغير د غبرګون ترڅنګ د دې پروژې د چارو د ګړنديتوب غوښتنه وکړه.

نن سې شنبې له غرمې وړاندې سلګونه قومي مخورو،ځوانانو، مدني فعالانو او ولايتي شورا وکيلانو په ګردېز ښار کې سوله یيزه مظاهره وکړه او له مرکزي حکومته يې د ټوټاپ پروژې په خپل مسير د پلې کېدو غوښتنه وکړه.

قومي مشرانو او د مظاهرې ګډونوالو ويل چې که حکومت د دوی غږ وانه وري، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او له ولسمشر او واکمنې ادارې يې وغوښتل چې د دوی ستونزې او غوښتنې جدي ونيسي، قومي مشر حاجي حضرت خواجرخېل:

"موږ اشرف غني ته وايو او په کابل کې خلکو ته غږ کوو چې زموږ په حقونو معامله مه کوئ او زموږ حق راکړئ، که چېرته زموږ غږ وانه وري، نو د لويې پکتيا ټول ولسونه راټولو او ټولې لارې کوڅې به بندې کړو او بله خبره دا ده، چې موږ کابل ته په شریکه ځو او بيا به په ارګ کې نه، د ارګ نه د باندې ورسره خبرې کوو او ورځو به د دوی په مقابل کې مظاهرې هم کوو او خپل حق به غواړوو."

د مظاهرې ګډنوالو او سمبالوونکو ويل چې له دې وروسته به حکومت ته غلي پاتې نه شي او د خپلو حقونو اخيستو لپاره به تر دې زيات لارو کوڅو ته راووځي.

د دغې مظاهرې پرېکړه ليک د ولايتي شورا رئيس عبدالروف خان ځدراڼ ولوست او څرګنده يې کړه که چېرته مرکزي حکومت د دوی غږ وانه وري له حکومت سره به پرېکون اعلان کړي:

"که حکومت زموږ غوښتنې ونه منلې، موږ به په دې اساس له دې اوسنۍ ادارې سره پرېکون اعلان کړو او دا د پکتياوالو حق دی بايد ورکړل شي او بله خبره دا ده چې موږ د هيواد له هېڅ سيمې سره مشکل نه لرو، هغوی ته دې هم اسانتياوې وي، خو زموږ حق دې نه ورکوي."

د پکتيا ولسونه دغه مظاهره په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې هم مدني فعالانو، قومي مخورو او ځوانانو په پکتيا کې د ټوټاب پروژې په اړه غبرګون غونډې او اعتراضونه کړي دي او په خبري ناستو کې يې له مرکزي حکومته په پرلپسې ډول د دې پروژې په خپل مسير پلې کېدو غوښتنه کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې پروژې د تخنيکي ستونزو او د پروژې د په ښه ډول او منظم وخت پلې کېدو لپاره تېره شپه اعلان وکړ چې د يو ملي کمېسیون جوړولو له لارې چې غړي به يې د سياسي ګوندونو په مشوره ټاکل کيږي، دغې مسلې ته د حل لار پيدا کړي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې د دې پروژې سرنوشت به څنګه شي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG