د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

خلیلي: توتاپ پروژې ته باید قومي رنګ ورنه کړل شي


د توتاپ پروژې د مسير د بدلون پر سر په وروستيو کې لانجې زياتې شوې دي.

په داسې حال کې چې په وروستيو کې غوښتنه کېدله چې د توتاپ پروژې مسير بايد له باميان او ميدان وردګو ولايت تېر شي.

خو اوس ځينې نور اعتراض کوونکي وايي د دې پروژې مسير يا لورى دې نه بدلېږي.

که له يوې خوا ځينې کسان غوښتنه لري چې د توتاپ TUTAP پروژه دې د سالنګ له لارې تېره شي، خو ځينې نور بيا ټينګار کوي چې دغه پروژه دې له شکاري درې څخه پر باميان او ميدان وردګو تېره شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په وینا د فشنر په نوم جرمني کمپنۍ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ویلي وو چې دا برېښنا به د افغانستان له مرکزي سیمو تېره شي، خو ښاغلي عثماني روانه اوونۍ په کابل کې يوې غونډې ته وویل چې په ٢٠١٣میلادي کال د پروژې تمویلونکو دا غوره وګڼله چې د سالنګ او پروان ولایت له لارې دا برېښنا کابل انتقال شي.

په کابل کې د جمعې په ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کریم خلیلي یوې غونډې ته وویل چې د توتاپ پروژې ته دې څوک قومي رنګ نه ورکوي.

هغه د دې پروژې لپاره د باميان او ميدان وردګ لار، غوره مسير وباله:

"زموږ ځينې ادارې چې منفي پديدې ورباندې حاکمې وې او دي، هڅه وکړه فشنر کمپني وهڅوي چې د باميان بديل يعنې سالنګ غوره کړي، هغه ټکي او ځانګړنې چې موږ په خپل علمي، تخصصي او کارشناسانه مطالعه کې په پام کې نيولي باميان او ميدان دى، ځکه دا برېښنا لوى کندهار او لويې پکتيا ته هم انتقالېږي، سالمه، مطلوبه او اقتصادي لار ورته د باميان- ميدان لار ده."

ښاغلي خليلي وويل چې ښايي فشنر کمپنۍ د فشارونو په نتيجه کې د دې پروژې د مسير د بدلولو پرېکړه کړې وي.

د بامیان والي طاهر ظهیر ازادي راډیو ته وویل، که دا پروژه له مرکزي سیمو تېره نه شي نو نږدې اته کاله باید د بامیان او مرکزي سیمو خلک صبر وکړي چې د برق څښتنان شي:

"د انرژۍ د وزارت د ماسټر پلان له مخې تر ۲۰۲۴ کال پورې بامیان د انرژي وزارت په پلان کې شامل نه دی چې برق پيدا کړي، متاسفانه بامیان او په مجموع کې مرکزي سیمې، نو د توپاپ پروژه چې د بامیان او ښکاري درې له لارې تېره شي تر هغې مودې به ژر بامیان او مرکزي سیمې برېښنا ترلاسه کړي."

بل لور ته د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني استدلال کوي چې د سالنګ له لارې د توتاپ پروژې د برق انتقال ارزانه دی، لګښت یې کم دی او لږ وخت غواړي چې دا پروژه پلې شي.

د وزیرانو شورا هم پرېکړه کړې ده چې دا پروژه د سالنګ او پروان له لارې تېره شي.

پکتیاوال او خوستیان بیا وایي چې دا پروژه باید خامخا د سالنګ له لارې تېره شي، ځکه چې له دوی سره ژمنه شوې ده چې له دې لارې به دوی ته هم برېښنا ورسېږي.

د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت ځينو مدني فعالانو، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې خپله غوښتنه مطرح کړه.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته وويل:

"زموږ غږ د مرکزي دولت پر رهبرۍ باندې، ملي شورا باندې شخصاً په جناب معاون صاحب دوهم باندې دا دى چې لویه پکتیا او خوست هم د افغانستان جغرافیه ده، بس ده چې په پنځلسو کلونو کې موږ نه وارداتي برېښنا لرو او نه تولیدي؛ نه غواړو چې یوه ورځ هم د دې لويې پروژې چارې ټکنۍ شي، غیر له هغې هر مسوولیت که راځي د هغه چا پر غاړه به وي، چې د یوې منظورې شوې پروژې پر وړاندې خنډونه اچوي."

د خوست والي وړاندې وویل چې په یاد ولایت کې د پانګې اچونې لپاره ښه شرایط برابر شوي او د دې پروژې لپاره هم دوى زمينه برابرولاى شي.

په خوست کې د غونډې برخوالو د ولسمشر پر دويم مرستيال سرور دانش تور پورې کړ چې په وروستيو کې يې د دې پروژې د مسير بدلولو غوښتنه کړې ده.

دغو کسانو شکايت درلود، که چېرې د دې پروژې مسير بدلېږي لويه پکتيا به د تېر په څېر د برېښنا له نعمت څخه بې برخې پاتې شي.

په همدې حال کې د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق د جمعې په ورځ په مزار شريف کې وويل، که چېرې توتاپ پروژه له باميان ولايت نه تېره نه شي، نو له حکومت به خپلې اړکې پرې کړي.

XS
SM
MD
LG