د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د بدني روزنې او د المپیک ملي کمېټې ترمنځ مخالفتونه


یو شمېر لوبغاړی وایي چې د بدني روزنې او د المپیک ملي کمېټې ترمنځ مخالفتونه د ورزش کارانو پر روحيي او د دوی پر ورزشي فعالیتونو ناوړه اغیز کړی دی.

د المپیک ملي کمېټې مسولین وایي، کوم فدراسیونونه چې د المپیک په ملي کمېټې پورې اړه لري، د بدني روزنې ریاست په کې د "لاسوهنې" هیڅ حق نه لري.

دغه لوبغاړي په دې باور دي چې دغه دوه رهبري د دې لامل شوي دي چې لوبغاړي په دوو ډلو وویشل شي او زیاتوي یو شمېر فدراسیونونه دوه مشران لري چې یو د المپیک ملي کمېټې له خوا او بل یې د بدني روزنې له خوا ټاکل شوی دی.

افغان لوبغاړي له افغان حکومته غواړي چې په ورزشي فدراسیونو کې دې د اختلافاتو مخه ونیسي.

دوو افغان لوبغاړو ازادي راډیو ته وویل:

"د بایسکل چلونې دوه فدراسیونونه وجود لري چې ډیری ستونزې یې جوړې کړي، باید دغه اختلافات ډیر ژر حل شي، څو موږ خپل ورزش ته ادامه ورکړو.

- طبعاً د بدني روزنې او د المپیک کمېټې ترمنځ مخالفتونه پر ورزش او پر بهرنیو سیالۍ منفي اغیز لري."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د المپیک ملي کمېټې د ظاهر اغبر په مشرۍ، د ولسمشر د هغه حکم په وړاندې چې باید په ورزشي فدراسیونونو کې اصلاحات رامنځته شي او بدني روزنې ته صلاحیت ورکول شي مظاهرې وکړې.

د ولسمشر د نوي فرمان په اساس د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مشر فهیم هاشمي ټاکل شوی، خو بل لورته ظاهر اغبر وایي چې دی د المپیک د ملي کمېټې مشر دی.

ظاهر اغبر وایي چې هیڅ ډول اختلافات د دغو دواړو رهبریو ترمنځ نشته خو نوموړي د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هغه فدراسیونونه چې د المپیک په ملي کمېټې پورې اړه لري، مستقل دي او د بدني روزنې ریاست خپل کوم حکم پر دوی نه شي عملای کولای.

ظاهر اغبر
ظاهر اغبر

ښاغلي اغبر زیاته کړه:

"زه هیله لرم چې نړیوال قوانین تطبیق شي، فدراسیونه چې پر دوو برخو ویشل شوي دي، ستونزې اکثراً حل شوي دي او یو شمېر خلک چې خپل ځان د فدراسیونونو په نوم معرفي کوي، هغوی نړیوال سازمان او موږ ته رسمیت نه لري، دا کار یې شخصي دی."

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپانې په یوه راپور کې د هغو څلورنیم لکه امریکایي ډالرو یادونه کړې چې د امریکا سفارت له خوا د نجونو د کرکټ ټیم لپاره ورکول شوی وي چې په اصل کې دغه ټیم هیڅ شتون نه درلود او یادې پیسې بیرته د امریکا سفارت له خوا واخیستل شوې.

په ورته وخت کې د بدني روزنې د ریاست مشر عارف پیمان وایي چې د دوی ترمنځ هیڅ کوم اختلافات نشته خو دغه ریاست هیڅ یو هغه فدراسیون نه مني چې دوه رهبري لري.

ښاغلي پیمان زیاته کړه:

"اوس مهال په زغرده وایم چې د هېواد د ورزشکارانو ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته، د ولسمشر حکم د بدني روزنې ریاست او سپورټ مکلف کړی دی چې هغه فدراسیونونه چې ستونزې لري کارونه وځنډوي او دغه حکم ټولو فدراسیونونه رسول شوې"

هڅه مو وکړه چې د دغو اختلافاتو او په دې اړه د ورزشکارانو د ادعاوو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلو، خو د جمهوري ریاست ویاندویانو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

افغانستان د ورزش په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو پوښتنې دا دي چې ولې ورزش ورځ تر بلې سیاسي کېږي او ولې د دغو اختلافاتو په وړاندې جمهوري ریاست پټه خوله دی.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG