د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د المپیک کمېټې په اړه د ولسمشرد فرمان په ملاتړ د منډو سیالي


په کابل کې د المپیک د ملي کمېټې سلګونو غړو د دغې کمېټې په اړه د ولسمشرد وروستي فرمان په ملاتړ کې د منډو سیالۍ ترسره کړه.

دوی ویل چې د ولسمشر وروستی فرمان یو ښه اقدام دی او د ورزش د ودې سبب به شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ظاهراغبرپه مشرۍ بیا زرګونه ورزش کارانو په دې وروستیو د ولسمشر د دغه فرمان پر ضد لاریون وکړ.

د سپورټ په برخه کې د نظر خاوندان بیا وایي، دا ډول اختلافات د ورزش کارانو پر روحیې ناوړه اغیز کوي.

که څه هم افغان لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې ښه ځلیدلي او هېواد ته یې ویاړونه راوړي، خو په دې وروستیو کې د المپیک کمېټې دننه جدي مخالفتونو ځیني اندیښنې راپارولي دي.

د المپیک په کمېټه کې پخوا د مخالفتونو یوازې خبرې کیدلې، خو په دې وروستیو کې دغه مخالفتونه بربنډ شول او له ورایه داسې ښکاره شوه چې په المپیک کمېټه کې یو لوی درز رامنځ ته شوی.

د پنجشنبې په ورځ سلګونه ورزشکارانو د المپیک کمېټې په اړه د ولسمشر وروستی فرمان وستایه او په دې ویاړ یې د منډو سیالۍ ترسره کړه.

د دغو ورزشکارانو په استازیتوب جاوید دلاور وویل:

"دغه سیالۍ د ولسمشر د حکم نه د مننې په هدف چې د حمل په ۲۵ ویشتمه یې صادر کړ هغه ټیم چې په حقه و، مشروعیت یې لرو مشروعیت وکړ، نو اوس موږ د ولسمشر نه د مننی په هدف دغه سیالۍ جوړې کړې دي."

په المپیک کمېټه کې له مخالفتونو وروسته ولسمشر د مخالفتونو د حل لپاره یو پلاوی وټاکه او له هغې وروسته یې د یوه فرمان له مخې فهیم هاشمي د المپیک کمېټې د مشر په توګه وټاکه.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، هیله ده چې له دغه فرمان سره د المپیک دننه مخالفتونه له منځه ولاړ شي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د المپیک په کمېټه کې ډیرې ستونزې وې، ولسمشر د دې ستونزې د څېړنې لپاره، هلته پلاوی واستوو او تصمیم په دې باندې ونیول شو چې فهیم هاشمي هلته د ریس په توګه باندې مقرر شي، زموږ هیله دا ده چې د فهیم هاشمي په ورتګ سره هلته د المپیک په ملي کمېټه کې چې مخکې ستونزې وې."

خو شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې بیا د ظاهراغبر په مشرۍ چې هغه ځان د المپیک

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، هیله ده چې له دغه فرمان سره د المپیک دننه مخالفتونه له منځه ولاړ شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، هیله ده چې له دغه فرمان سره د المپیک دننه مخالفتونه له منځه ولاړ شي.

کمېټې مشر بولي، زرګونه ورزش کاران سړکونو ته راووتل او د ولسمشر وروستی فرمان یې وغانده.

جمهوري ریاست وایي، طبیعي خبره ده چې د ولسمشر فرمان ځیني حساسیتونه راپارولي او وروستي اعتراضونه هم د همدغو حساسیتونو زیږنده ده.

بل لورته د ورزش د برخې یو شمېر کارپوهان وایي چې د المپیک دننه موجوده اختلافات باید پای ته ورسیږي دا ځکه چې د ورزشکارانو پر روحیې ناوړه اغیزه کوي.

د کرکټ بورډ پخواني مشر شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل:

"لومړی خو تربیتي بدني یا المپیک غیرې سیاسي ارګانونه دي، د دوی اختلافات به په هغو ځوانانو باندې چې په تېرو څوارلسو کلونو کې مډالونه او افتخارات یې افغانستان ته راوړي دي، سخت منفي تاثیر وړکړي. زما غوښتنه د ملي یووالي له حکومته دا ده چې ورزش کې دې دا ډول کارونه نه کوي چې خدای ج مکړه، د لوبغاړو د پنځلسو کلنو لاس ته راوړنې له اوبو سره لاهو کړي."

افغان ورزش کارانو په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې افغانستان ته ویاړونه راوړل او د افغانستان بیرغ یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ورپاوه.

د ورزش مینه وال وایي، افغان حکومت باید د ورزش د ودې لپاره نور جدیت هم وکړي او په ورزشي بنسټونو کې د مخالفتونو مخنیوي ته اقدامات وکړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG