د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

سلګونو ورزشکارانو د ولسمشر د نوي فرمان ملاتړ وکړ


د ورزشي فدراسیونونو رئیسانو او په سلګونو ورزشکارانو د ولسمشر له هغه فرمانه څخه ملاتړ اعلان کړ چې د ورزش د ودې او په ورزشي ادارو کې د اختلافاتو د حل په اړه یې ورکړی دی.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او د بدنې روزنې ریاست ترمنځ له څو مودې راهیسي مخالفتونه موجود دي چې د همدغو اختلافاتو له امله تل پر دوی انتقادونه هم کېږي.

اوس د ورزشي فدراسیونونو رئیسان او ورزشکاران د دغو اختلافاتو د حل په خاطر د ولسمشر محمد اشرف غني نوی صادر شوی فرمان یو ښه اقدام بولي.

دوی د سې شنبې په ورځ په یوې اعتراضیه غونډه کې د ولسمشر د دغه فرمان د عملی کولو غوښتنه وکړه.

د بدني روزنې د ریاست مشر همایون خیري چې په دغه اعتراضیه غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې دغه فرمان د ورزش د ودې او په ورزشي فدراسیونو کې د کار د ښه کولو لپاره ډېر اړین دی:

"دغه فرمان چې ولسمشر صادر کړی، لاره یې ستاسو ورزشکارانو په مخه خلاصه کړه چې د ورزش په برخه کې ښه وځلېږی، خوشبختانه په دغه فرمان کې چې ولسمشر صادر کړی واضح او روښانه خط د ورزش د ودې په اړه منځته راغلی"

ولسمشرۍ مانۍ په هېواد کې د ورزش د ودې او په ورزشي ادارو کې د اختلافاتو د له منځه وړلو په خاطر څه موده مخکې یو فرمان صادر کړ.

په دغه فرمان کې د ورزش د قانون طرحه، د فدراسیونونو د مشرتابه پلاوي انتصابي کېدل او له مالیې وزارت سره د ورزشي ادارو د مالي چارو تنظیم راغلي دي.

د بدني روزنې مسؤلین وایي چې، د دې فرمان په ساس د سپورټ ریاست او د بدنې روزنې ریاست ته دنده سپارل شوې ده چې د شپږو میاشتو په جریان کې د ورزش قانون جوړ کړي.

د افغانستان د بدني روزنې د رئیس په وینا، د ورزشي فدراسیونونو د معیاري کولو لپاره هم یوه کمېټه جوړه شوې چې ټول ورزشي کمېټې د مسلکي او حقوقي له لحاظه وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په زرګونه ورزشکارانو او د المپیک کمېټې مسؤلینو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د ولسمشر په حکم کې د بیا غور او د بدني روزنې د رئیس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

یو شمېر ورزشکاران هم د ولسمشر د فرمان ملاتړ کوي او وایي چې، باید د فدراسینونونو په راس کې تجربه لرونکي او مسلکي خلک په دندو وګمارل شي.

په دی اړه دوو تنو ورزشکارانو عزیزالدین او وحیدالله داسې وایی:

"دا مساله په دې خاطر ده چې مسلکي خلګ باید د ورزش په راس کې وګمارل شي، هر کس چې وړتیا ولري، رښتینی ورزشکار وي او د علم سطحه یې لوړه وي د ورزش په سطح راوستل شي. "

"په دې خاطر چې په المپیک کې باید داسې کسان وي چې په رشتیا او له زړه خپل وطن ته کار وکړي، جګړې مو ډېري تېري کړي دي اوس دې موږ ورزش ته پرېږدي چې ‌ذهن مو ارام شي چې ورزش وکړو ښه دی."

دغه ورزشکاران وایي چې د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې عمومي ریاست په تېرو څو کلونو کې خپلمنځي اختلافات درلوده او ورزش او ورزشکارانو ته څنګه چې لازمه وه هغسي پاملرنه نه ده شوې.

هغوی له حکومت او په ځانګړې توګه له ولسمشر څخه غواړي چې هغه ستونزې چې د المپیک په ملي کمېټې او د بدنې روزنې په ریاست کې دي هغه له منځه یوسي او په افغانستان کې ورزش په معیاري ډول پیاوړي کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG