د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

صدیقي: افغان پوځ ننګرهار کې پاکستاني ملېشو ته کلک ځواب ورکړی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سرحدي ځواکونو د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ملېشو د توغنیدیزو بریدونو ځواب په کلکه ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني ځواکونو له لوري ترسره شوي سرغړونې به د اړوندو ادارو له لوري وڅېړل شي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د شنبې په شپه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په انارګي سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته رامنځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان سرحدي ځواکونو د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ملېشو د توغنیدیزو بریدونو او تعرض ځواب په کلکه ورکړی دی.

د پاکستاني ځواکونو له لورې ترسره شوې سرغړونې به د اړونده ادارو له لورې و څېړل شي.
د پاکستاني ځواکونو له لورې ترسره شوې سرغړونې به د اړونده ادارو له لورې و څېړل شي.

هغه زیاته کړه:

"تېره ورځ د پاکستاني ملېشتو له لوري د خط په امتداد کې زموږ د سرحدي ځواکونو پر پوستو د ثقیله سلاح انداختونه وشول چې له امله یې زموږ یو سرتېری شهید شو، موږ په جدي توګه خپل اعتراض مطرح کړی او پرون مو هم د دوی حملې بې ځوابه پرېنښودې او زموږ ځواکونو د خط په امتداد کې د قانون مطابق کلک ځواب ورکړ."

ښاغلی صدیقي وايي، که د هېواد په سرحدونو کې زیاتو امکاناتو او تدابیرو ته ضرورت پېښ شي د دوی له لوري به تنظیم شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان سرحدي ځواکونه د پولې په اوږدو له پاکستاني پوځیانو سره په وسله والو نښتو کې ښکېل کېږي بلکې تر دې وړاندې ورته نښتې د ننګرهار په ګوشتۍ د کونړ په دانګام او د هلمند په ځینو برخو کې هم شوې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هغه مهال ویلي و چې سرحدي ځواکونو ته امر شوي څو د ضرورت پر مهال له ځنډ پرته پوځي اقدام وکړي او د برید ځواب په برید ورکړي.

شاوخوا درې کاله وړاندې هم د ننګرهار په ګوشتۍ ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ په نښته کې د محمد قاسم په نوم د افغانستان د سرحدي پولیسو یوه سرتېری ووژل شو.

په همدې حال کېد ننګرهار د انارګي سیمې یوه قومي مشر ملک دریا خان په سیمه کې وضعیت ډاډمن وښود او په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل.

هغه زیاته کړه:

"جنګ تقریباً اوه بجې پیل شو او تر دولس نیمو بجو یې دوام وکړ پاکستاني ځواکونو غوښتل چې پوستې لمنځه یوسي خو بریالي نشول او ماتي سره مخامخ شول او اوس زموږ ټولې پوځي پوستې په امن کې دي او مشکل نشته."

د ولسي جرکې یو شمېرغړي او افغان کارپوهان وايي، د افغانستان سیاسیون باید د سرحدي مشکلاتو د دایمي حل هڅې وکړي خو په ورته وخت کې د ضرورت پرمهال باید دفاعي اقدام هم په پام کې ولري.

تر اوسه د دغې نښتې په اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG