د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

"په سرحدي سیمو کې د هر ډول حملو مخنیوي ته چمتووالی لرو"


افغان چارواکي وايي چې په سرحدي سیمو کې د هر ډول حملو د مخنیوي لپاره افغان پوځیان په بشپړه توګه چمتووالی لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې په سرحدي سیمو کې ټولو پوځیانو ته امر شوی چې بې له کوم خنډ او ځنډ دې د اړتیا په صورت کې پوځي اقدام وکړي.

دفاع وزارت په داسې حال کې د هېواد د دفاع لپاره د افغان پوځیانو له بشپړ چمتووالي خبره کوي چې څو ورځې مخکې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په ځینو پوستو پاکستاني پوځیانو حمله وکړه.

له پاکستان سره د افغانستان شاوخوا دوه نیم زره کیلومتره ګډه پوله کیدای شي د نړۍ تر ټولو ناامنه پوله وي چې له کلونو کلونو د جنګ جګړو او حملو شاهده پاتې شوې ده.

په دې وروستیو کې یوځل بیا پاکستاني پوځیانو د ننګرهار په ګوشتې، د کونړ په دانګام او د هلمند په ځینو سیمو کې حملې کړي او افغان پوځیانو ورسره جګړه کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ټولو پوځیانو ته یې امر کړی چې د هېواد د دفاع لپاره له خنډ او ځنډ پرته د اړتیا په صورت کې پوځي اقدام وکړي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"په دې کې هیڅ نوع تعلل، کومه حوصله یا بې پروايې نشته. مخکې تر مخکې دا امر صادر شوی دی. ټولو قطعاتو، ټولو جزو تامونو ته هدایت ورکړل شوی له دې پرته چې له دفاع وزارت پوښتنه وکړي هغوی حق لري لکه څنګه ضرور وي په خپلو ساحاتو کې اجراات وکړي."

له بلې خوا د افغانستان جمهوري ریاست په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې د ملي امنیت شورا په خپله اوونیزه غونډه کې د پاکستان د وروستیو سرغړونو په اړه انديښنه ښکاره کړه او د دفاع لپاره یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تردې مخکې د حکومت اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله هم په یوه غونډه کې ټینګار کړی و چې د پولي هاخوا نه د افغانستان په خاوره باندې هر ډول حملې باید ودریږي.

اخوا د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو لوا هم د هر ډول ګواښ په وړاندې د دفاع په خاطر د هر ډول چمتووالي خبره کوي.

د دغې لوا درستیزوال محمدایوب حسین خیل په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"اوسنی وضعیت هلته په ګوشته کې ښه دی. کومه ستونزه نشته. موږ ستاسو له لارې خپل ولس خپلو مشرانو ته ډاډ ورکوو چې په ختیځ زون کې سرحدي پولیس د خپلو پولو او ولس نه د ژوند تر آخري سلګیو دفاع کوي."

خو په سرحدي سیمو کې بیا وضعیت بل ډول دی.

په هغو سیمو کې چې پاکستاني پوځیان د افغانستان په خاوره کې مخته راغلي لاهم د هغوی په واک کې دي او له هماغه ځایه لنډ په افغان پوځیانو وخت ناوخته حملې کوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري له ازادي راډیو سره په خبرو کې پاسنۍ مساله یاده کړه او ټينګار یې وکړ چې باید د پاکستاني پوځیانو د مخته راتلو مخه ونیول شي.

ښاغلي زمري زیاته کړه:

"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي. دوه ورځې وړاندې د ګوشتې په ولسوالۍ کې د پاکستاني قواوو د خوا نه زموږ په پوستو باندې بریدونه شوي چې زموږ سرحدي پوځیانو هغوی ته ځواب ورکړی. اوس هلته جنګ نشته."

د پوځي چارو کارپوهان بیا د سرحدي ستونزو د دایمي حل غوښتنه کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه جاوید کوهستاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د یادو ستونزو د حل کلکه اراده نه لري او په پولو کې هم په کافي اندازه سرتیري موجود نه دي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"افغان دولت کوم غبرګون نه لري. موږ یواځې د احساساتو په کچه خبرې کوو. پاکستانیانو نړېواله ټولنه له افغان پوځیانو څخه لوی ملاتړ ته نه دي پرېښي. ۲۵۵۶ کیلومتره پوله لرو په دې لږ تر لږه یو لک پوځیانو ته ضرورت دی. اوس وخت پاکستان یو لک او اته څلویښت زره پوځیان د دې پولې په اوږدو کې موظف کړي چې هغوی ټولو د مداخلې لاره غوره کړې. موږ باید اول سیاسي اقدام وکړو او بیا دفاعي لاره غوره کړو."

ښاغلی کوهستانی ټینګار کوي چې افغان سیاستوال باید د یادې ستونزې د دایمي حل لټه وکړي او د اړتیا په صورت کې له سیاسي اقدام وروسته دفاع هم جدي ونیسي.

که څه هم افغان چارواکو په وار وار له پولې هاخوا د افغانستان د خاورې د هدف ګرځولو د بندیدو غوښتنه کړې خو دا لا معلومه نه ده چې د ګاونډي هېواد له خاورې د دغو حملو دوام به کله دریږي او کله به د افغانانو وینې تویولو ته د پای ټکی کیښودل شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG