د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

"ډیورنډ کرښې ته نږدې د نښتو د دوام پایلې به د پاکستان په غاړه وي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د ډيورند کرښې ته نږدې د نښتو د دوام پایلې به د دوي پرغاړه وي.

د دوشنبې په ورځ د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته نږدې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې وشوې، چې د تلفاتو دقیق رقم یې لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان حکومت ته پرون خپل رسمي اعتراض لیک استولی دی.

په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پرون اول د پاکستاني پوځيانو له خوا حمله وشوه او افغان ځواکونو ځوابي ډزې کړې دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل:

(اول حمله د سهار د اتو بجو او شل دقیقو په شاوخوا کې د ګوشتې ولسوالۍ ته نږدې پرتو پاکستاني ځواکونو له خوا وشوه او زموږ پر سرحدي ساتونکو ډزې وشوې او بیا د سرحدي ځواکونو پولیسو ځوابي ډزې پيل کړې.

وروسته بیا د لس نیمو بجو خوا ته د پاکستان د غوښتنې پر اساس اوربند وشو. )

خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د کابل دا ادعا ردوي او وايي چې لومړی د افغانستان له خوا ډزې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت ویاند عزیز احمد چودري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل :

( د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ اړیکي ټینګ شوي او د مسلې د حل هڅې روانې دي. (اول) د پولې له پورې غاړې پر پاکستان ډزې وشوې او زموږ خلکو ځوابي ډزې کړې دي. )

د امریکا متحدو ایالاتو او یو شمیر نور غربي قدرتونه په تیرو څو کلونو کې هڅه کوله چې د دپلوماسۍ په مرسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او باور فضا رامنځ ته کړي.
خو د ننګرهار ګوشته ولسوالۍ ته نږدې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دروازې جوړیدو د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د نښتو لپاره لاره هواره کړه.

افغان حکومت وايي چې ګوشتې ته نږدې د ګورسال په نوم د پاکستاني ځواکونو د پوستې په خوا کې دا دروازه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پاکستاني لوري د دوشنبې په ورځ نه یوازې دا چې پر افغان پولیسو ډزې وکړې غوښتل یې چې دا دروازه ترمیم او بیرته پر ځاي کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې د افغانستان په خاوره کې د دروازو یا پوځي پوستو جوړول غیر قانوني کار دی او د مخنیوي لپاره به یې له هیڅ ډول اقدام څخه مخ ونه اړوي.

د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د پوهنځي استاد ډاکټر خټک ازادي راډیو ته وویل چې دا سیاسي مسله ده او له دې امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې امکان لرې ګڼي. خو ډير افغانان ګوشتې ته نږدې د پاکستاني ځواکونو وروستي فعالیتونه پر خپله خاوره تیری ګڼي.

په ولسي جرګه کې وکېل بکتاش سیاه وش پرون رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د خاورې د اشغال لپاره د پاکستان دا هڅه د افغانانو ته د یو موټي کېدو ښه موقع ورکوي.

جمهور ریس حامد کرزي تیره اونۍ پر اسلام اباد تور ولګاوه چې په سرحدي سیمو کې د ستونزو جوړولو له لارې غواړي فشار زیات کړي تر څو د کابل حکومت د ډيورند کرښه په رسمیت وپیژني.

ولسمشر کرزي وویل، افغانستان د ډيورند کرښه هیڅ کله هم په رسمیت نه ده پيژندلې او نه به په راتلونکې کې رسمیت ورکړي.
XS
SM
MD
LG