د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د ۱۰داعشيانو په ګډون ۵۳وسله وال د سولې پروسې سره یوځای شول


د ننګرهار د سولې په ولایتي کمېټې کې ۵۳ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې پروسې سره یوځای شول.

د سولې ولایتي کمېټې مشر ملک نذير وویل، په دې کې ۱۰تنو د داعش ډلې پورې تړاو درلود.

ښاغلي نذیر زیاته کړه:

"نن ۵۳تنه مخالف وسله وال چې ۱۰د داعش او پاتې ۴۳ نور چې مخکې له امارات سره و، د خپلو وسلو سره راغلل او د سولې پروسې سره یوځای شول."

له داعش ډلې څخه جلال شوي وسله وال وايي، دوی د جهاد په نوم داعش ته ورغلي و خو کله چې د داعش هدف یوازې ظلم او خلکو ځورونه ده دوی خپل لوری بدل کړ او د سولې پروسې سره یوځای شول.

له دې ډلې یو هم رسول ګل دی دا وايي، هغه څوک چې داعش ته ورځي لومړی د پاکستانپه تور درې سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له خوا ورته زده کړې ورکول کيږي او له هغې وروسته بیا د جګړې لپاره افغانستان ته راليږي:

"دا چې کله داعش راغی نو بیا داعش سره شو امارت يې شاته کړ، موږ تور دره کې ټریننګ کاوه دا ټول د پاکستان خلک دي موږ تراوسه دلته نه شو راتلای ځکه زموږ مشر نه و معلوم بیا زموږ قومي مشر ملک دهقان راغی هغه سره راغلو اوس چې راغلو ټوپک به اخلو او په هغو سرحدو کې به د خپل حکومت لپاره جنګيږو."

له داعش ډلې څخه جلال شوي وسله وال وايي، دوی د جهاد په نوم داعش ته ورغلي و خو کله چې د داعش هدف یوازې ظلم او خلکو ځورونه ده دوی خپل لوری بدل کړ او د سولې پروسې سره یوځای شول.
له داعش ډلې څخه جلال شوي وسله وال وايي، دوی د جهاد په نوم داعش ته ورغلي و خو کله چې د داعش هدف یوازې ظلم او خلکو ځورونه ده دوی خپل لوری بدل کړ او د سولې پروسې سره یوځای شول.

هغه وسله وال چې د داعش له ډلې څخه جلا شوي وايي، په دې ډله کې مختلف وسله وال جنګيږي او زیاته برخه پاکستانيان دي او د جګړې قومنده هم د پاکستاني وسله والو سره ده.

دغې ډلې د تسلیم شوېو وسله والو په اړه تراوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په راستولي ټیليفوني پيغام کې دا خبره رد کړې چې ګوندې د دوی له ډلې وسله وال دې د سولې پروسې سره یوځای شوي وي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG