د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د کونړ چارواکي: داعش ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو


کونړ کې په داسې حال کې چارواکي د اسلامي دولت ډلې د شتون او راڅرګندیدو خبره کوي چې یادې ډلې شاوخوا یو کال وړاندې په ننګرهار کې خپل وسله وال فعالیت پیل کړ چې په دغه موده کې په جنګ کې ښکیلو خواو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم زیانونه واوښتل.

د کونړ امنيي قومندانۍ مرستیال سید مقصود پاچا ازادي راډیو ته وویل دوی ته له تېرو څو میاشتو داسې راپورونه را رسیدل چې د اسلامي دولت ډله د ولایت په ناامنو سیمو کې د جنګ لپاره ځوانان جلبوي، خو تر اوسه يې کوم وسله وال فعالیت نه دی پیل کړی.

ښاغلي مقصود زیاته کړه:

"پخوا هم د کونړ په هغو سیمو کې چې د دولتي ځواکونو له کنټروله بهر دي ، هلته د داعش ډلې د شتون، جلب او حذب اوازې موجودې وې خو تر اوسه دوی ته خپلو کشفي ارګانونو د یادې ډلې د وسله وال فعالیت خبر نه دی ورکړی."

پاچا وايي، که دغه ډله د ننګرهار په څیر کونړ کې هم جنګي فعالیتونه پیل کړي نو دوي يي مقابلې ته پوره چمتوالی لري:

"که موږ په دې پوه شو او زموږ څارګرې ادارې موږ ته دا خبر راکړي چې کونړ ولایت کې يې وسله وال فعالیت پیل کړی، موږ ټول امنیتي ځواکونه يې په پوره همغږۍ مقابلې ته چمتو یو او ورته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو."

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی بیا وايي، د داعش ډلې پیدا کیدل کومه د تشویش وړ مساله ځکه نه ده چې دلته ولس د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی او خلک دیته نه دي تیار چې د اسلامي دولت ډلې ته په کونړ کې د افغان دولت په ضد د جګړې اجازه ورکړي:

"زه ځکه ډیر اندیښنه نه لرم چې له یوې خوا به داعش سره څوک همکاري ونه کړي او له بل لوري ولس د خپلو ځواکونو او حکومت ملاتړ دی."

له دې وړاندې هم د کونړ په سرحدي او نا امنو سیمو کې د داعش یا اسلامي دولت د شتون راپورونه موجود و خو دولتي چارواکو يې تایید نه و کړی.

روح الله انوري – کونړ

XS
SM
MD
LG