د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

انوري: که طالبان سوله ونکړي د له منځه تلو انتظار دې وکړي


یو شمېر سیاسي څیرې وایي، که له طالبانو سره د سولې خبرې له خنډ سره مخامخ شي، له دې سره به طالبان له منځه ولاړ شي او د افغانستان نظام به هم زیانمن شي.

د افغانستان د اسلامي حرکت د ګوند ریس سید حسین انوري وایي، یو شمېر بهرني هېوادونه اوس د افغانستان په وړاندې د دسیسو په جوړولو کار کوي خو حکومت او طالبان باید د هغوی دغه پټې دسیسې شنډې کړي.

پخوانی جهادي قومندان او د افغانستان د اسلامي حرکت د ګوند مشرسید حسین انوري د سولې په اړه د افغان حکومت پر تګ لارې انتقاد کوي خو وایي، که د سولې خبرې نتیجه ورنه کړي، طالبانو ته به بد عواقب ولري.

ښاغلی انوري د هېواد په یو شمېر سیمو کې د داعش حضور د اندیښنې وړ بولي او طالبانو ته هم خبرداری ورکوي چې نور د پردیو د پټو او ښکاره دسیسو ښکار نه شي.

نوموړي د پنجشنبی په ورځ خپلو لسګونو مینوالو ته د وینا پرمهال د مجاهدینو حکومت ته اشاره وکړه چې هغه مهال د پردیو د دسیسو په اساس څو ټوټې شو.

سید حسین انوري وايي، که وسله وال طالبان له افغان حکومت سره سوله ونه کړي نو د له منځه تلو انتظار دې وکړي.

ښاغلي انوري زیاته کړه:

"که طالبان لږ افغاني احساس ولري باید د ملت غیږته راوګرځي،که یې داسې ونه کړل، دغه خاوره به د موجوده حکومت وي نه د طالبانو، کیدای شي نور دښمنان به سر پورته کړي چې هغه وخت به نه حکومت او نه هم طالبان خپل ځای پیدا کړي.له دې وروسته نه باید دولت او طالبانو د پردیو په واک کې و اوسیږي."

د سولې په تړاو د افغان حکومت هلې ځلی په داسې حال کې له انتقادونو سره مخ شوي دي چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.

خو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې رد کړي او په خپلو پخوانیو شرطونو يې ټینګار وکړ.

سید حسین انوري د افغانستان لپاره داعش یوه نوی خطر ناکه دسیسه یاده کړه او له حکومت، خلکو او طالبانو نه یې وغوښتل چې د دغې ډلې د له منځه وړولو په برخه کې سره یو شي.

له دې ټولو سره ـ سره د سولې په برخه کې د ولسمشر سلاکار قطب الدین هلال چې په دغه ناسته کې یې برخه اخیستي وه وویل، باید له هغه ډول خبرو نه ډډه وشي چې نظام او د سولې پروسه له خطر سره مخامخوي.

دی وايي، باید د سولې د خبرو اترو په برخه کې د طالبانو له خوا هیڅ شرط مطرح نه شي او زیاتوي چې دغه ډله کولای شي خپل شرطونه د سولې د خبرو په دوام کې یاد کړي.

ښاغلي هلال زیاته کړه:

"سوله یو له هغه لومړیتوبونو څخه ده چې باید موږ یې ولرو، سوله د مذاکرو د پیل له لارې راتللای شي، د سولې لپاره شرطونه لازم نه دي، باید دواړه لوري سره کیني او د مذاکرو په میز باندې شرطونه ولري."

د افغانستان د اسلامي حرکت حزب د سولې په برخه کې رامنځته شوی ځنډ د حکومت د ناسم مدیریت زیږنده بولي.

سید حسین انوري وایي، ناوړه امنیتي او اقتصادي وضعیت خلک او هېواد له ستونزه سره مخ کړی او په دې حساسو شرایطو کې دې ته اړتیا شته چې طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي او د پردیو دسیسې شنډې کړي.

خو دا چې طالبان به د سولې په خبرو کې خپل اوسنی سخت دریځ بیرته نرم کړي او که نه؟ هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG