د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د اوباما د وینا په اړه اسلامي هېوادونو اوډلو بېلابېل غبرګونونه ښودلي


په لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی د اوباما وینا د تلویزون پر پرده ګوري
په لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی د اوباما وینا د تلویزون پر پرده ګوري

د مصر په پایتخت قاهره کې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د ویناپه وړاندې په استثنا د یو شمیر ډلو، اسلامي هیوادونو مثبت غبرګونونه ښودلې او د هغه د خبرو هرکلې يې کړی دی.

د فلسطینې ادارې د مشر سلا کار نیبل ابوردینه د باراک اوباما د وینا هرکلې وکړ او هغه يې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د نوې پالیسۍ په لړ کې نوې او مثبت ګام وباله.

ابوردینه وویل : د یهودي میشت ځایونو د جوړولو د کار د درولو په اړه د اوباما غوښتنې ،اود هغه له خوا د فلسطینیانو د ستونزو یادونه ،اسرایلو ته یو ښکاره پیغام ورکړی چې یوازې د یوه فسلطیني دولت چې پایتخت به يې بیت المقدس وي د جوړیدو په صورت کې په سیمه کې سوله رامنځ ته کیدی شي.

په اسرایلو کې د تلبیب د پوهنتون د تحقیقاتي مرکز مشر یوسي شاین د اوباما وینا عادلانه او متوازنه بللې ده او وايي چې، د امریکا د ولسمشر خبرو کې د دواړو خواو نظریات په پام کې نیول شوي دي.

خو په لبنان کې د حزب الله د ډلې یو مشر حسن فضل الله د اوباما خبرې یوه سیاسي وینا بللې او وايي چې د امریکا د جمهور ریس څرګندونې له اسلامي نړۍ سره هیڅ تړاو نه لري.

نوموړي ویلي د امریکا په تګلاره کې اساسي بدلون هغه مهال ر امنځ ته کیدی شي چې امریکا پر سیمه باندې د اسرایلو د یرغل ملاتړ پریږدي.

د حماس ډلي بیا په محتاطانه ډول د اوباما د خبرو هرکلۍ کړې خو د نوموړي د خبرو د عملي کیدو غوښتنه يې کړی ده.

په مصر کې د اخوان المسلمین د ډلې مرستیال محمد حبیب بیا د متحده ایالاتو د ولسمشرڅرګندونې د عامه اړیکو لپاره یوه وینا بللې ده، خو د اخوان المسلمین مشر بیا د باراک اوباما وینا مثبته ګڼلې ده.
عصام العریان وویل:

(( که د اوباما اداره د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ تګلاره چې په مکمله توګه يې د اسرایلو ملاتړ کاوه،په سومالیه،افغانستان،او عراق کې یې جګړې پیل کړې بدله کړي نو دا به یو مثبت او ښه پیل وي.))

د عربي ټولنې سرمنشي عمر موسې چې د قاهرې په پوهنتون کې يې د باراک اوباما وینا له نژدې اوریدله وویل، اوس وخت رسیدلې چې دا څرګندوني عملي شي.
که د اوباما اداره د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ تګلاره چې په مکمله توګه يې د اسرایلو ملاتړ کاوه،په سومالیه،افغانستان،او عراق کې یې جګړې پیل کړې بدله کړي نو دا به یو مثبت او ښه پیل وي

عصام العریان


عمر موسی وویل:
((مونږ دغې وینا ته زیات توقعات درلودل او زه باور کوم چې د اوباما خبرې زمونږ د توقعاتو سره سمې وې.او س زه باوري یم چې ددغو څرګندونو د عملي کیدو لپاره باید مونږ اقدام وکړو.))

په بغداد کې د عراق د حکومت ویاند علي الدباغ د باراک اوباما څرګندونې تاریخي او مهمې وبللې او وویل دا د واشنګټن د نوې ادارې له خوا یو نوی او سم لور ته ګام دې.

د افغانستان د هلمند ولایت یو اوسیدونکي بیا په دې نظر دي چې د امریکا د ولسمشر د خبرو او په دې هیواد کې د پرتو امریکايي ځواکونو د کړو وړو تر منځ زیات توپیر لیدل کیږي.

د هلمند ولایت اوسیدونکي باوري ازادۍ راډیو ته وویل:

(( دا اوس زه د نادعلې په ولسوالۍ کې یم او امریکايي الوتکې مو په سر ګرځي او بمباري کوي . نو زه پوښتنه کوم چې څه ډول به د بارک اوباما خوږې خبرې او وینا مونږ ته ګټه ورسوي.اوباما باید هغه ټول لګښتونه چې په خپلو سرتیرو يې کوي د سولې راسوتو لپاره خرڅ کړي.))

د نړۍ د ګڼ شمیر نورو اسلامي هیوادونو ، څیړنیزو مرکزونو ، او کتونکو له خوا هم د اوباما د وینا او اسلامي نړۍ سره د امریکا د اړیکو له سره جوړولو په باب په قاهره کې د نوموړي د څرګندونو هرکلې شوی دی.
XS
SM
MD
LG