د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

اوباما په قاهره کې اسلامې نړۍ ته له احساساتو ډکه ویناوکړه


اوباما وویل اسلام د سولې دین دی ، او تندلارې ډلې له اسلام څخه نا سم تعبیر اخلي
اوباما وویل اسلام د سولې دین دی ، او تندلارې ډلې له اسلام څخه نا سم تعبیر اخلي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په قاهره کې اسلامې نړۍ ته د خپلې تاریخي وینا په پیل کې وویل، زه قاهرې ته ددې لپاره راغلی یم چې د اسلامې نړۍ سره د امریکا د متحدو ایالتونو نوې اړیکي پیل کړم خو زیاته يې کړه بدلونونه په یوه شپه کې نه راځي



د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د قاهرې په پوهنتون کې په خپله وینا کې د نړۍ مسلمانانو ته بلنه ورکړه چې له امریکا سره دې نوی باب پرانیزي.

په دې وینا کې چې د قاهرې د پوهنتون په تالار کې تر دوه زره پنځه سوه ډیر کسان راټول شوي و او د نړۍ له تلویزیونونو په مستقیم ډول خپریده، ولسمشر اوباما وویل:
(( زه دلته قاهرې ته راغلی یم څو د امریکا د متحد ایالاتو او د نړۍ د مسلمانانو تر منځ یو نوی فصل پیل کړم، داسې پیل چې متقابله ګټه او احترام پکې وي، داسې چې پر حقیقت ولاړ وي، داسې نه وي چې د امریکا او یا هم یوازې مسلمانانو په انحصار کې وي دا ځکه چې موږ سیالي ته ضرورت نه لرو موږ ارتباط ته ضرورت لرو او مشترکو ګټو ته، د عدالت او پرمختګ پر اصولو ولاړو ګټو ته څو یو بل وزغموو او ټولو انسانانوته احترام شوی وي))

بارک اوباما په خپله وینا کې د افغانستان له جګړې دفاع وکړه او څرګنده یې کړه چې دا جنګ د شپږ څلویښت هیوادونو په ګډون د افراطیانو او ترورستانو پرضد پیل شوی دی او هدف یې هغه کسان دي چې نه یوازې د امریکا خلکو ته بلکه مسلمانانو ته هم سرخوږی جوړوي او بریدونه پرې کوي.

د امریکا ولسمشر بیا څرګنده کړه چې د افغانستان روانې شخړې او د پاکستان ستونزې یوازې پوځي حل لاره نه لري، له همدې امله يې په دې سیمې کې پراخ اقتصادي او اجمتاعي کارونه تر سره کوي:
(( موږ همداراز پوهیږو چې پوځي قدرت یوازې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي هوارولی. د همدې لپاره موږ پلان لرو چې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه هر کال پاکستان ته یو نیم میلیارډه ډالر ورکړو څو ښوونځي، روغتونونه او لارې جوړې کړي، سوداګري په پښو ودروي او له هغو سره مرستې وکړې چې بې ځایه شوي دي. د همدې لپاره موږ تر دوه اعشاریه اته میلیارډه ډالر ډیرې مرستې افغانانو ته چمتو کوو څو خپل اقتصاد په پښو ودروي او داسې تسهیلات خپلو خلکو ته تیار کړي چې پر هغه اتکاء وکړي))

د عراق په اړه بیا بارک اوباما وویل چې د افغانستان د جګړې برخلاف دا جنګ پر امریکایانو تحمیل نه شو او امریکا په خپله دې جګړې ته داخله شوه چې همدا علت دی چې د دې جګړې په اړه په امریکا او نورې نړۍ کې اختلاف د نظر شته.

اوباما مخکې لا له عراقه د خپلو پوځیانو د ایستلو مهال ویش جوړ کړی دی، د قاهرې په پوهنتون کې یې په خپله وینا کې له افغانستانه هم د خپلو عسکرو د ایستلو خبر ورکړ:
((موږ نه غواړو چې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتو، موږ هلته د پوځي اډو د جوړیدو هڅې نه کوو، د امریکایانو لپاره دا عذاب دی چې خپل هلته خپل ځوانان او ځوانانې له لاسه ورکوي. له سیاسي او اقتصادي پلوه دا ګرانه ده چې دې شخړې ته دوام ورکړو. موږ به په خوشالۍ خپل یو یو پوځي کور ته راستون کړو البته که چيرته موږ دا ډاډ ترلاسه کړو چې نور نو په افغانستان کې افراطیان نور تشدد نه کوي او په پاکستان کې هم دا پریکړه نه کیږي چې نور امریکایان ووژني))

د امریکا جمهور رییس له ایران سره د امریکا روابط په تیرو کلونو کې له لوړو ژورو ډک وبلل او څرګنده یې کړه چې د ایران اسلامي رژیم د امریکا د ملکي خلکو پر ضد اقدامات کړي دي خو ددې پرځای چې تیرې هیرې راپه زړه کړو نوی ګام باید واخلو:
((د دې پرځای چې په تیره زمانه کې ځان راګیر کړو، زه په ښکاره د ایران مشرانو او خلکو ته وایم چې زما هیواد مخته تګ له تاسو سره غواړي. اوس پوښتنه دا نه ده چې ایران د څه مخالف دی، بلکه سوال دا دی چې ایران څه ډول راتلونکې ځانه غواړي چې جوړه کړي. دا ګرانه ده چې د څو لسیزو پر بدګمانیو غالب شو، خو موږ په جرات او صداقت ستونزه هوارولای شو))


د امریکا ولسمشر د منځني ختیځ موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د اسراییل تر څنګ د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړیدو هیله لري څو دغه دوه ملته په ورورولي کې ژوند سره وکړي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې امریکا په نړۍ کې د هغو رژیمونو ملاتړ کوي چې د خلکو له لورې جوړ شوي وي خو هیڅ ملت دا نه شي کولای او باید هم د ځان د خوښې رژیم پر نورو ونه تپي.

د بارک اوباما د وینا بشپړ پښتو متن د همدې کرښې په کېکاږلو لوستلی شﺉ
XS
SM
MD
LG