د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

اوباما، اسلامي نړۍ ته د خپلې وینا لپاره ولې قاهره انتخاب کړې؟


څارونکې وايي، اوباما هڅه کوي له اسلامی نړۍ سره د متحده ایالاتو کمزورې شوې اړیکي بیرته پیاوړي کړي .
څارونکې وايي، اوباما هڅه کوي له اسلامی نړۍ سره د متحده ایالاتو کمزورې شوې اړیکي بیرته پیاوړي کړي .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د پنجشنبې په ورځ اسلامي نړۍ ته خپله وينا واوروي، نوموړي ددې وینا لپاره د عربو د لوی ښاراو د اسلامي زده کړو او کلتور مرکز قاهرې په انتخابولو سره ډیر خلک حیران کړي دي.


سپینې ماڼۍ د اوباما دا وینا له اسلامي نړۍ سره د اړیکو لپاره ډیره مهمه بللې ده.

اوباما له اسلامي نړی سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره تردې وړاندې، د ولسمشر په توګه خپله لومړنۍ مرکه له یوه عربي ټلویزیون سره کړې وه او پردې سربیره یې ایرانیانو ته د نوروز په مناسبت د مبارکۍ پیغام ورکړی وو او د ترکیی پارلمان ته یی هم وینا کړې وه.

اوباما چی هڅه کوي له اسلامی نړۍ سره د متحده ایالاتو کمزورې شوې اړیکي بیرته پیاوړي کړي، له دغه هریوه فرصت څخه ګټه پورته کړې او د روغې جوړې او درناوي پر اصل یې ټینګار کړی دی.
زه هیله من یم چې که وکولای شم له اسلامي نړۍ سره د یوه ډیالوګ او د خبرو پړاو پرانیزم.

بارک اوباما


د سپینې ماڼۍ په حواله، اوباما به په قاهره کې په خپله وینا کې له اسلامي نړی سره د دوه اړخیزو ګټو او د متقابل احترام پراساس، د اړیکو د ښه کیدولپاره خپلې ژمنې په ډاګه کړي او هم به خپل نظریات چې په څه ډول کیدای شي، متحده ایالات او اسلامی هیوادو نه هغه اختلافات له مینځه یوسي چې دواړه یې سره جلا کړي دي، بیان کړي.

اوباما د دې وینا لپاره ولې قاهره انتخاب کړې؟

د سپینې ماڼۍ چارواکو تیره اونۍ په یو خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې دغه پوښتنه ځواب کړي او ویې ویل:
(( مصر د امریکا د متحده ایالاتو له اوږدې مودی راهیسې ستراتیژیک متحد، د عربي اواسلامي نړۍ یو مهم هیواد او په منځني ختیځ کې د سولې د هڅو یو مهم لوبغاړی دی.))

له بله پلوه د مصر د نفوسو اکثریت ځوانان دي او او اوباما غواړي هغوی ته مستقیم خطاب وکړي.

اوباما دا وینا د قاهرې د هغه پوهنتون په انګړ کې کوي چې د ډیموکراسۍ پلوو محصلینو د مظاهرو صحنه وه او د عربو یوه لیبراله تحصیلي موسسه بلل کیږي.

د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګتونکی نجیب محفوظ هم له همدې پوهنتون څخه فارغ شوی دی.

خو د خپلې وینا لپاره په دې انتخاب سره اوباما له ځینو ستونزو سره هم مخامخ دی.

دی ټکي ته په پام سره چې عرب د نړۍ د مسلمانانو په سلو کې يوازې څه کم ۱۵ تشکیلوي، د ا خطر موجود دی چې د هغه وینا ښایي د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مخاطب نه وي.

د منځني ختیځ سره علاقه :

د کارنیګي د سولې په نړیوال انستیتوت کې د عربو د سیاسي چارو او د امریکا د سیاستونو کارپوهه میچل ډین وایي، د دې هدف لپاره یو بشپړیا مشخص ځای موجود نه وو، خود دی په نظر قاهره یو منطقی انتخاب دی.

(( زما په عقیده د اوباما اداره تراوسه په منځني ختیځ کې له خپل رول څخه ډیره راضي او هیله منه ده، او قاهره هم یو ښه انتخاب دی. زه فکرکوم دا ښکاره ده اوله هغه څخه هدف هم دادی چې وښیي، ولسمشر د منځنی ختیځ له کونج سره علاقه لري او غواړي دلته وینا وکړي. په بله مانا هغه مستقیما ترټولو مشکله مسله را اخلي او نه غواړی دوی په اوبو لاهو کړي. زما په نظر که هغه ددې وینا لپاره له عربي نړۍ بهر بل ځای انتخاب کړی وی، نو هغه به داسی انګیرل کېده چی، ده د وتلو ساده لار انتخاب کړې ده. ))


د مصر د سیاسي چارو کارپوه امير حمزوي چې د قاهرې په پوهنتون کې یی د استاد په توګه دنده ترسره کړې، او د عربی معتبرو الحیات او المصری الیوم ورځپاڼولپاره لیکنې کوي، وایي، اوباما قاهره د دې لپاره انتخاب کړې چې هغه ته دا فرصت ورکوي څو نه یوازې له مسلمانو سره د امریکا د اړیکو په اړه وینا وکړي بلکې په سیمه کې د ډیرورژیمونو د سیاسي فشارونو او امنیتی مسایلو په اړه خپل نظریات څرګند کړي.
مصر ته په تګ سره په حقیقت کې امریکا څرګند پیغام ورکوي چې سیمې ته لومړیتوب ورکوي.
حمزوي


حمزوي وایي، قاهرې ته د اوباما په استولو سره واشنګټن غواړي دا پیغام ورکړي چې هغو مسایلو لکه د اسرایلو اوفلسطینیانوترمینځ کړکیچ، د عراق راتلونکې، د ایران اټومی پروګرام اود تروریزم پراختیا ته لومړیتوب ورکوي.

ايا مصر یو معتدل هېواد دی؟

د حمزوي په وینا په عربو کې د معتدلو ريژیمونو سره د امریکا ښې اړیکي هم په دې برحه کې رول لري.

" د ا د اعتدال لپاره انتخاب دی، مصر ته په تګ سره په حقیقت کې امریکا څرګند پیغام ورکوي چې سیمې ته لومړیتوب ورکوي. کله چې د عربو نقشې ته نظر اچوې، امریکا د معتدلو او غیر معتدلو دولتي او غیرې دولتي لوبغاړوله نقشو سره مخامخ ده.او دا واضح ده چې د قاهرې په انتخابولو سره امریکا معتدلو رژیمونو ته په ښه ګوري.

طبعا داواضح ده چې مصرد ډموکراسۍ او د بشري حقونو په برخو کې ډیرې نیمګړتیاوې لري، خو په عمومي ډول دا یوه معتدل هیواد دی، چې رژیم یې په تدریجي ډول د اصلاحاتو د راوستو او سولې ژمنه کړې ده."

حسن مبارک او ډیموکراسي:
حسن مبارک تراوسه یې پر مصر ۲۸ کاله واکمنی کړې


د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو په برخو کې دغو نیمګړتیاوو چې حمزوی ورته اشاره وکړه داسې ګونګوسې راپورته کړي چې ایا اوباما به په دې هکله د امریکا اندیښنې، مصري مستبد مشرحسن مبارک ته څرګندې کړي کنه؟

مبارک چې تراوسه یې پر مصر ۲۸ کاله واکمنی چلولی، د لومړي ځل لپاره یی څلور کاله وړاندې مستقیمو انتخاباتو ته اجازه ورکړه.

دغه نوي مقررات پر هغوی چې غواړي ځان د جمهوري ریاست لپاره کاندید کړي، ډیر محدودیتونه لګوي او د مصر حکومت هم د اپوزیسیون په ځپلو کې اوږده سابقه لري.


خوپه هرصورت اوباما له دې وینا د مخه، د سې شنبې په ورځ له یوې بریتانوي تلویزوني شبکې سره د مرکې په ترڅ کې وویل:

(( زه هیله من یم چې که وکولای شم له اسلامي نړۍ سره د یوه ډیالوګ او د خبرو پړاو پرانیزم، د اځکه چې زما په عقیده په اوس وخت کې د هغوی ترمینځ چی فکر کوي اسلام له عصري ژوند سره جوړ نه راځي اوهغوی چی په دې عقیده دي چې اسلام تل د پرمختګونو سره اوږه په اوږه حرکت کړی، یوه حقیقي مباريزه روانه ده.)
XS
SM
MD
LG