د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

په قاهره کې اسلامې نړۍ ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وینا بشپړ متن


زه افتخار کوم چې د قاهرې په ژوندي او لرغوني ښار کې يم ، او د نړۍ د دوو معتبرو موسیسو میلمه يم . الاذهر د زرو کلونو راهېسې د اسلامي تعلیماتود زده کړې مشعل و، او له یوې پېړۍ راهېسې د قاهرې پوهنتون د مصر د پرمختګ سرچینه ده . تاسو د نړۍ د عنعنو او پرمختګ تر منځ د هماهنګۍ نمونه ياست . زه ستاسو د میلمه پالنې او د مصر د خلکو د میلمه پالنې مننه کوم . زه همدا ډول ویاړم چې ما له ځان سره د امریکا د خلکو نیک تمنیات او په امریکا کې د میشتو مسلمانانو د سولې پیغام راوړی : اسلام علیکم .

زه افتخار کوم چې د قاهرې په ژوندي او لرغوني ښار کې يم ، او د نړۍ د دوو معتبرو موسیسو میلمه يم .

الاذهر د زرو کلونو راهېسې د اسلامي تعلیماتود زده کړې مشعل و، او له یوې پېړۍ راهېسې د قاهرې پوهنتون د مصر د پرمختګ سرچینه ده .

تاسو د نړۍ د عنعنو او پرمختګ تر منځ د هماهنګۍ نمونه ياست . زه ستاسو د میلمه پالنې او د مصر د خلکو د میلمه پالنې مننه کوم .

زه همدا ډول ویاړم چې ما له ځان سره د امریکا د خلکو نیک تمنیات او په امریکا کې د میشتو مسلمانانو د سولې پیغام راوړی :

اسلام علیکم .

موږ په یو داسې وخت کې له یوبل سره ګورو چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسلامې نړۍ تر منځ کړکیچ زیات شوی دی .

داسې کړکیچ چې په تاریخي قواوو کې رېښي لري او د اوسنیو پالیسیو په اړه له بحث پورته دي.
په اندونیزیا په جاکرتا کې پوهان او ژورنالیستان یو ځای د تلویزون له لارې د اوباما وینا ګوري او اوري.


د اسلام او لوېديځي نړۍ تر منځ اړیکې د پیړیو همکاري او د یوبل تر څنګ اوسېدل په خپله غېږه کې رانغاړي . خو شخړي او مذهبي جګړې هم په کې شاملې دي.

په ورستیو کې دا کړکیچ د هغه استعمار له کبله چې ډېر مسلمانان يې له خپلو حقونو اواو امکاناتو څخه محروم کړل ، او په سړه جکړه ګې چې په ترڅ کې يې له ډېرو اسلامي هېوادونو سره پرته له دې چې ددې هېوادونو غوښتنې په پام کې ونیول شي ، د نورود نماینده او یا لاس پوڅو په توګه چلن وشو ، نور هم زیات شو.

پر دې سربېره مهم بدلونونه په نړېوال کېدو او متمدنه کېدو سره رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې د ډېرو مسلمانانو سره دا مفکوره پیدا شوه چې ګویا لویديځ د سنتي اسلام دښمن دی .

تندلارو ډلو دې کړکیچ ته د مسلمانانو د یو ځواکمن اقلیت په منځ کې لمن ووهله .

په امریکا کې د سیپټمبر د یولسمې نېټې بریدونو ، او ددې تندلارو ډلو هغې همیشنۍ هڅې چې د ملکي کسانوپر ضد د تاوتریحوالي لپاره یې کوله ددې سبب شوه چې زما د هېواد (امریکا ) په خلکو کې داسې مفکوره پیدا شي چې اسلام نه ېوازې داچې د امریکا ستر دښمن دی بلکې د بشري حقونو دښمن هم دی .
تر څو چې زموږ اړیکې پر اختلافاتو ولاړې وي موږ به داسې کسان واک ته رسوو چې د سولې د تخم پر ځای د کینې تخم کري . هغو چې د همکارۍ پر ځای شخړې ته ترجیح ورکوي.

دې کار د وېرې او بې اعتمادۍ رېښې ټېنګې کړې .

تر څو چې زموږ اړیکې پر اختلافاتو ولاړې وي موږ به داسې کسان واک ته رسوو چې د سولې د تخم پر ځای د کینې تخم کري . هغو چې د همکارۍ پر ځای شخړې ته ترجیح ورکوي . همکاري چې کولای شي عدالت او ارامۍ ته د رسیدو لپاره له موږ ټولو سره مرسته وکړي .

دا د بې اعتمادۍ اوشخړې ګرداب باید له منځه ولاړ شي.

زه دلته قاهرې ته ددې لپاره راغلی یم ،چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسلامې نړۍ تر منځ د سولې لارې ولټوم . داسې سوله چې په دوه اړخیز درناوي او د دواړو خواو پر ګټو ولاړه وي .

سوله چې په دې حقیقت ولاړه وي، چې اسلام او امریکا له یوبله بیل نه دي اوضروري نه ده چې له یو بل سره په رقابت کې و اوسېږي .

په حقیقت کې دا د یوې سکې دوه مخونه دي چې ګډ ارزښتونه لري، د عدالت او پرمختګ ارزښتونه او د ټول بشریت لپاره د زغم او درناوي ارزښتونه.

زه پوهېږم چې بدلون په یوه شپه کې نه راځي . هېڅ وینا نه شي کولای چې د کلونو بې اعتمادي له منځه یوسي ، او زه نه شم کولای ټولو هغو پېچلو پوښتنو ته ځوابونه ووایم چې موږ يې دې جنجالي پړاو ته رسولي یوو.
زه پوهېږم چې بدلون په یوه شپه کې نه راځي . هېڅ وینا نه شي کولای چې د کلونو بې اعتمادي له منځه یوسي ، او زه نه شم کولای ټولو هغو پېچلو پوښتنو ته ځوابونه ووایم چې موږ يې دې جنجالي پړاو ته رسولي یوو.


خو زه باور لرم چې پر دې لاره د پرمختګ لپاره موږ باید هغه څه چې په زړونو کې يې لرو په روښانه توګه ووايوو.

دا هغه مسلې دي چې ډېر کله پرې ېوازې د تړلو دروازو تر شا بحثونه کېږي.

باید پرلپسې هڅې وشي چې یو بل واورو، له یو بله زده کړو ، یو بل ته درناوی وکړو ، او په خپل منځ کې د ګډو ګټو لټه وکړو .

لکه پاک قران چې وايي: له خداي اګاه واوسۍ او تل حقیقت بیان کړﺉ .

دا هغه څه دي چې زه هڅه کوم همداسې وکړم ، هڅه کوم چې څومره چې کولای شم رېښتیا ووایم .

هغې وظېفې ته پام چې زموږ په وړاندې ده، او ددې عقېدې پر بنسټ چې د انسانانو په توګه زموږ دمشترکوبشري ګټو ځواک تر هغه ځواک ډېر پیاوړی دی چې موږ یو له بله جلا کوي.

ددې مفکورې یوه برخه ما له خپلو شخصي تجربو اخیستي . زه یو عیسوي یم خو زما پلار له یوي کینايي کورنۍ څخه وو چې له کلونو راهېسې مسلمان نسلونه په کې شامل وو .

کله چې هلک وم نو څو کلونه مې په اندونیزیا کې تېر کړي او هرسهار وختي او هر ماښام مې د ا‌ذان غږ اورېدلی دی.

په ځوانۍ کې مې د شیکاګو په ټولنیزوسازمانونو کې کار کړی چېرې چې ډېرو سوله او وقار په خپلو اسلامي عقایدو کې موندلی.

د تاریخ د یو شاګرد په توګه زه د اسلامي تمدن ژورو ته کېوتی یم. دا اسلام وو چې د الاذهر په شان موسیسو له لارې يې چې د اسلامي تعلیماتو مشعل يې پېړۍ پېړۍ روښانه ساتلی په اروپا کې د ر رینسانس او روښانفکرۍ لاره هواره کړه .
کله چې هلک وم نو څو کلونه مې په اندونیزیا کې تېر کړي او هرسهار وختي او هر ماښام مې د ا‌ذان غږ اورېدلی دی


دا د اسلامي ټولنو یو ابتکار و چې الجبري قواعد يې رامنځ ته کړل ، مقناطیسي قطب نما، پر چاپ او قلم لاس بری ، د ناروغیو د خپرېدو او درملني په اړه زموږ پوهه، دې ټولو د اسلام له تمدن څخه سرچینه اخیستې .

همدا اسلامي فرهنګ و چې د لوړو کونبدو او منارونو معماري يې رامنځ ته کړه ، او تلپاتې شعرونو یې زموږ موسیقي ښکلې کړه .

د خطاطۍ هنر او سوله ایزتفکر لپاره د ځایونو جوړول د اسلام له برکته رامنځ ته شوي .

د تاریخ په بېلابېلو دورو کې اسلام په ژبه او عمل کې دیني زغم او د نژادونو تر منځ مساوات روښانه کړی دی .

زه په دې هم پوهېږم چې اسلام تل د امریکا د تاریخ یوه برخه هم وه ، لومړنۍ هېواد چې زما هېواد ( امریکا) يې په رسمیت وپېژندله مراکش و.

په ۱۷۹۶ عیسوي کال کې د طرابلس د تړون د لاسلیک پر مهال زموږ دوهم ولسمشرجان اډمز ولېکل:




((متحده ایالات د مسلمانانو له قوانینو، دین او د ژوند له طرز سره هېڅ ډولدښمني نه لري. ))

د متحده ایالاتو د تاسیس راهېسې د امریکا مسلمانانو دا هېواد بډای کړی دی . هغو زموږ په جګړو کې جنګېدلي ، زموږ په حکومتونو کې يې خدمت کړی ، د تورپوستانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې په مباریزو کې برخه اخیستې ، سوداګري يې پیل کړې ، د امریکا په پوهنتونونو کې يې درس ورکړی ، زموږ د سپورټ په میدانونو کې يې لوبې ګټلي، د نوبل جایزې يې تر لاسه کړي ، زموږ تر ټولو لوړه ودانۍ يې جوړه کړې او د اولمپیک مشعل يې بل کړی دی.
دا د اسلامي ټولنو یو ابتکار و چې الجبري قواعد يې رامنځ ته کړل ، مقناطیسي قطب نما، پر چاپ او قلم لاس بری ، د ناروغیو د خپرېدو او درملني په اړه زموږ پوهه، دې ټولو د اسلام له تمدن څخه سرچینه اخیستې .

او کله چې په دې ورستیوکې لومړی مسلمان د امریکا کانګرس ته انتخاب شو، نو پر هغه قران کریم يې د وفادارۍ لوړه وکړه چې د امریکا د دولت یو بنسټ اېښودونکي ټامس جفرسن په خپله کتابخانه کې ساتلی و.

نو پس زه له اسلام سره مخکې له دې چې هغې خاورې ته راشم له کومه ځایه چې يې ظهور کړی په درې نورو هېوادونو کې اشنا شوی یم.

دا تجربه زما دا باور نور هم زیاتوي چې د امریکا او اسلام تر منځ باید ملګرتیا پر هغه اساس وي څه چې په رېښتیا هم اسلام دی ، نه هغه څه چې اسلام نه دی .

او دا د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه زما مسولیت دی چې د هغو پر ضد مباریزه وکړم چې اسلام په ناسمه بڼه تعبيروي، هغه که هر چېرې وي.

خو همدا اصول باید د مسلمانانو له خوا دامریکا په اړه هم ایجاد شي.

هماسې چې مسلمانان په دې خام تصور کې ځای نه لري، د امریکا په اړه هم دا یو خام تصوردی چې ګوندې دا یوه ځان غوښتونکي امپراطوري ده.

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې د پرمختګ یوه سرچینه ده ، د داسې یو پرمختګ چې نړۍ يې تر اوسه بله نمونه نه ده لېدلې .

موږ د امپراطوریو پر ضد له پاڅونونو زېږېدلي یوو ، امریکا پر دې بنسټ چې ټولو مساوي حقونه لري رامنځ ته شوې .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما او ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن په قاهره کې د سلطان حسن جومات ته ورغلل.


موږ پېړۍ پېړۍ قربانۍ ورکړي او مباریزه مو کړې څودا ارزښتونه عملي بڼه خپله کړي. هم په خپلو پولو کې او هم په نوره نړۍ کې .

موږ د نړۍ د هر ګوټ له هر کلتوره، رنګ اخیستی او یو کلي مفهوم ته راغلي یوو ، یعنې د عمومي مفاهېمو څخه یو واحد مفهوم ته رسیدلې یوو.

ډېر زیات کار ترسره شوی چې څو یو افریقايي الاصل امریکايي د بارک حسین اوباما په نوم د امریکا ولسمشر شي .

خو دا یوازې زما شخصي کېسه نه ده . البته د امریکا ټولو خلکو ته د امکاناتو د رامنځ ته کولو خوب تر اوسه حقیقت ته نه دی رسېدلی، خو هر څوک چې ددې هېواد سرحدونو ته داخل شي نو دا هیلمندي ورته شته.
ډ ېر زیات کار ترسره شوی چې څو یو افریقايي الاصل امریکايي د بارک حسین اوباما په نوم د امریکا ولسمشر شي .


په دې که هغه اوه میلونه امریکايي مسلمانان هم شامل دي چې په امریکا کې اوسېږي او د متوسط حد نه پورته عواید او تعلیم ته لاس رسی لري .

پر دې سربېره په امریکا کې ازادي د دین له ازادۍ نه شو بېلولی . له همدې امله په هر ایالت کې یو جومات شته او زموږ د سرحدونو دننه تر دولس سوو زیات جوماتونه فعال دي.

له همدې امله ده چې د امریکا حکومت محکمو ته مراجعه کړې څو د هغو میرمنو او نجونو د حقونو دفاع وکړي چې غواړي اسلامي حجاب مراعت کړي . او هغوی مجازات شي چې ددوی دا حق نه مني.

نو په دې کې هېڅ شک نه شته چې اسلام د امریکا یوه برخه ده . زما په عقیده امریکا په خپله خاوره کې دا حقیقت خوندي ساتي ، پرته له دې چې د چا دین، نژاد، او ټولنیز موقف ته پام وشي ، موږ ه ګډه هېله لرو چې په سوله کې ژوند وکړو، زده کړي وکړی شو او ابرومندانه ژوند وکړو.
له کورنیو ، ټولنې ، او خپل خدای سره مینه ولرو.
دا دی زموږ شریک ټکي، او داده د ټول بشریت هېله.

بېشکه چې د بشري مشارکت پېژندل زموږ دوظېفې پیل دی ، خو ېوازې کلمات د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای . دا اړتیاوې به هغه وخت پوره شي چې موږ په راتلونکيو کلونکو کې په میړانه عمل وکړو، او په دې ځان پوه کړو چې موږ له ګډو ستونزو سره مخ یوو او که چېرې يې په هواري کې پاتې راشو نو ټول دردیږو.
مو ږ له ورستیو تجربو زده کړل که په یو هېواد کې اقتصادي سیستم کمزوری شي ، ناوړې اغېزې يې پر نورو هېوادونو هم کېږي ، که په یو هېواد کې یو څوک د انفلونزا په ناروغۍ اخته شي ټولو انسانانو ته خطر پېښېدای شي.


ځکه موږ له ورستیو تجربو زده کړل که په یو هېواد کې اقتصادي سیستم کمزوری شي ، ناوړې اغېزې يې پر نورو هېوادونو هم کېږي ، که په یو هېواد کې یو څوک د انفلونزا په ناروغۍ اخته شي ټولو انسانانو ته خطر پېښېدای شي.

که یو هېواد د اتومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي ، د اتومي بریدونو خطر د ټولې نړۍ لپاره زیاتېږي.

کله چې د تندلارو وسلوالو یو ډله د یو غره په یو اړخ کې فعاله وي تر سمندورونو پورې غاړه خلک له خطر سره مخ کولای شي.

کله چې په بوسنیا یا دارفور کې بې ګنا خلک وژل کېږي دا داغ زموږ ټولو پر ګډ واجدان لګېږي .

دا هغه لاره ده چې په یوویشتمه پېړۍ کې يې باید د یو بل تر څنګ د اوسېدو لپاره خپله کړو او دا هغه مسولیت دی چې د بشر په توګه يې د یوبل په وړاندې لرو.

دا یو دروند مسولیت دی چې زموږ ټولو پر اوږو دی .

د نړۍ تاریخ له داسې حوادثو ډک دی چې ملتونویا قبیلو د خپلو ګټو لپاره یو بل استثمار کړي وي .

خو اوس نوی عصر دی او په دې عصر کې داسې کول خپله خپل ځان ماتول دي .

زموږ تر منځ اوسني پیوستون ته په پام د نړۍ هر هغه نظم به له ناکامۍ سره مخ شي چې په کې یو ملت یا د خلکو یوه ډله پر بل ملت په زور واکمنه شوې وي.

نو د ماضي په اړه زموږ نظر چې هر څه وي موږيې باید زنداني و نه اوسو.

د ستونزو په وړاندې باید په ګډه ودرېږو، او په پرمختګ کې باید ټولو په شریکه برخه واخلو.

خو دا معنی نه لري چې له موجودو کړکیچونو سترګې پټې کړو ، بلکې برعکس موږ باید د کړکیچو سره په سمه توګه چلن وکړو، او پرېږدئ په ځینو مواردو کې چې موږ باید په همدې روحیه ورسره چلن وکړو په روښانه او وا ضح ډول خبرې وکړم .

لومړنۍ مسله چې مونږ ورسره مخامخ یوو هغه خشونت امیزه تند روي ده چې باید په هرشکل چې وي مبارزه ورسره وشي .

ما په انقره کې روښانه کړه چې امریکا هیڅکله هم له اسلام سره په جګړه کې نه ده او هیڅکله به هم نه وي . اما مونږ به د ټولو هغو تند لارو سر ه په دومداره توګه مقابله وکړو چې زمونږ امنیت يې د لوی ګواښ سره مخامخ کړي .

اشتباه مه کوﺉ : مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې و ساتو مونږ په دی هیواد کې د پوځی اډو په لټه کی هم نه یوو دا د امریکا لپاره ډیره سخته ده چې زمونږ ځوان هلکان او نجونې هلته وژل کیږي


ځکه چې مونږ هم ټول هغه شیان ردوو چې د ټولو ادیانو پیروان یې ردوي . لکه د بې ګناه نارینه وو، ښځو او ماشومانو وژل، او د جمهور ریس په توګه زما لومړنۍ وظیفه دا ده چې د امریکا د اولس ساتنه وکړم .

د افغانستان وضعیت د امریکا اهداف څرګندوي او ښیي چې مونږباید یو له بل سره همکاري وکړو . څه باندې اوه کاله مخکې متحده ایالاتو د نړیوالې ټولنې په مرسته القاعده شبکې غړي او طالبان تر تعقیب لاندي ونیول.

دا کار مونږ د انتخاب له مخې ونه کړ مونږ په دوی پسې ولاړو ځکه چې دا یو ضرورت وو .زه خبریم چې ځینې کسان شته چې د سپتمیر د یوولسمې پیښې تر پوښتنې لاندې راولي او یا هغه یو ښه کار بولي .

خو راځۍ چې څرګندې خبرې وکړو ، په هغه ورځ القاعده درې زره کسان ووژل ددې پیښې قربانیان بې ګناه نارینه ، ښځی او ماشومان وو چې یا امریکایان وو او یا د نورو ملتونو څخه وو . او داسې خلک وو چې هیچا ته یې ازار نه و رسیدلی .

خو بیا هم القاعده په ډیرې بې رحمۍ دغه انسانان ووژل او خپلې دغې حملی لپاره یې هم د اعتبار غوښتنه وکړه .

او حتی اوس هم غواړي چې په همدغه پراخه پیمانه نور خلک ووژني .

القاعده په ډیرو هیوادنو کی خپل پلویان لري او هڅه کوي چې خپل د نفوذ لمن نوره هم پراخه کړي . د ا داسی څه نه دي چې بحث دې پرې وشي بلکې داسي حقایق دي چې باید پر ضد یې عمل وشی .

اشتباه مه کوﺉ : مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې و ساتو مونږ په دی هیواد کې د پوځی اډو په لټه کی هم نه یوو دا د امریکا لپاره ډیره سخته ده چې زمونږ ځوان هلکان او نجونې هلته وژل کیږي، دا عملیات ډیر لګښت لري او په سیاسي لحاظ د هغو دوام هم ډیر سخت کار دی .

مونږ به په ډیره خوشالۍ خپل هر عسکر بیرته وطن ته راوګرځوو که باور تر لاسه کړو چې نور په افغانستان اوپاکستان کې داسی تند لاري نه شته چې هدف یی د زیاتو امریکایانو وژل وي .

خو له بده مرغه تر اوسه دغه شان حالت لا نه دی رامنځ ته شوی . همدا وجه ده چې مونږ د شپږ څلویښتو هیوادونو ايتلاف جوړ کړی او سره له دی چې ددی عملیاتو خرڅ ډیرز یات دی د امریکا ژمنه او تعهد به په دې لاره کې ضعیف نه شي .
مونږ به په ډیره خوشالۍ خپل هر عسکر بیرته وطن ته راوګرځوو که باور تر لاسه کړو چې نور په افغانستان اوپاکستان کې داسی تند لاري نه شته چې هدف یی د زیاتو امریکایانو وژل وي .


په حقیقت کې مونږ او تاسې نباید چې دا ډول تند لاري وزغمو. دوی په ډیرو هیوادنو کې خلک وژلی دي .

دوی د بیلابیلو ادیانو پیروان وژلي دي او تر ټولو زیات یې مسلمانان وژلي دي ددوی دا کارونه د انسانانو له حقوقو ، د اولسونو د پرمختګ او له اسلام سره په هیڅ توګه د پخلاینی وړ نه دي .

په قران شریف کې راغلي هر څو ک چې یو بیګناه انسان ووژني دا سې معنی لري چې ټول بشریت يې چې وژلی وي او هر څوک چې یو انسان ته نجات ورکړي لکه چې ټول بشریت ته یې نجات ورکړی وي .

نو دغه د تریو ملیاردو زیاتو پیروانودغه لوی دین د هغو یو څو تنو له تنګ نظرۍ او کرکې نه ډیر لوی او پراخ دی .

د خشنو تند لاروسره په مبارزه کې اسلام کومه ستونزه نه ده، برعکس اسلام د سولی په ټینګیدو کې یو مهم رول لري .

مونږ په دې هم پوهیږو چې د افغانستان او پاکستان ستونزې یوازې له پوځي لارو نه هوارېږي ،همدا وجه ده چې مونږ غواړو په راتلونکو پنځو کلونو کې له پاکستان سره هر کال یو نیم ملیارد ډالره مرسته وکړو ، څو دوی له دې لارې ښوونځي او روغتونونه سړکونه او تجارتي موسسات رامنځ ته کړي.

او په سل هاوو میلونه ډالره نور به له هغو کسانو سره مرسته وشي چې له خپلو کورنو څخه بی ځایه شوي دي .

همدا وجه ده چې ولې مونږ دوه اعشاره اته ملیارده ډالره د افغانانو سره مرسته کوو چې خپل اقتصاد ورغوي او خپل اولس ته د ژوند لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

اجازه راکړﺉ چې د عراق د مسلې په اړه هم یو څه ووایم . برعکس د افغانستان ، د عراق جګړه یوه د انتخاب جګړه وه چې هم یې زما په وطن او هم یې په ټوله نړۍ کې پر ضد مخالفتونه څرګند شول .

که څه هم زه فکر کوم د عراق ولس د صدام حسین د استبدادي حکومت په پرتله نن په یوه ښه حالت کې دی خو زه په دې هم پوهیږم چې د عراق پیښو مونږ امریکایانو ته هم ددې ضرورت څرګند کړ چې مونږ باید د دیپلوماسۍ لاره غوره کړو او د امکان په صورت کې د خپلو ستونزو د حلولو لپاره نړیواله موافقه هم تر لاسه کړو .

په دې اړه زه د توماس جیفرسن خبرې راخلم چې وایي:
نن امریکا دوه مسوولیتونه لري . یعنی دا چې له عراق سره مرسته وکړي څو د ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړه کړي، او بل دا چې عراق باید عراقیانو ته پریښودل شي .


( ( زه هیله من یم چې زمونږ د قدرت په ډیرېدو سره به زمونږ پوهه هم زیاته شي . او مونږ دا زده کړه په هغه اندازه ‎‎ چې مونږ له خپل قدرت څخه لږه استفاده وکړو په هماغه اندازه به زمونږ په ګټه وي . ))

نن امریکا دوه مسوولیتونه لري . یعنی دا چې له عراق سره مرسته وکړي څو د ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړه کړي، او بل دا چې عراق باید عراقیانو ته پریښودل شي .

ما د عراق ولس ته روښانه کړې ده چې مونږ نه غواړو په عراق کې پوځي اډې ولرو، او نه هم د عراق پر خاوره او منابعو باندې کومه ادعا لرو.

د عراق حاکمیت پر عراقیانو پورې اړه لري همدا وجه ده چې ما امر وکړ چې زمونږ جنګی غونډونه د راتلونکې اګست میاشتی پوری د جګړی له میدان څخه ووځي او همدا وجه ده چې مونږ به هغه موافقې ته درناوی وکړ چې د عراق انتخابي حکومت سره مو کړې ده او د هغې پر اساس به خپل جنګي ځواکونه د جولای تر میاشتې پورې د عراق له ښارونو وباسو، او بیا به خپل ټول ځواکونه په دوه زره دولسم کال کی په بشپړه توګه د عراق له خاوری وباسو .

مونږ به له عراق سره مرسته وکړو چې خپل امنیتی ځواکونه وروزي او خپل اقتصاد ورغوي .

خو مونږ به دیو دوست هېواد په توګه د یوه امن او واحد عراق ملاتړ وکړو . او هیڅکله به له هغه سره د یوه حاکم په توګه چلند ونه کړو .

اوبالاخره په داسې حال کې چې امریکا به هیڅکله د تند لارو خشونت ونه زغمي مونږ به هیڅکله هم خپل اصول له پامه و نه غورځووو .

د سپتمیر یوولسمه زمونږ د هیواد لپاره یوه تر ټولو لویه روحی ضربه وه . هغه وېره او هغه غضب چې د دغې پیښې په نتیجه منځ ته راغلی د پوهی وړ دی .

خو په ځینو حالاتو کې ددی هم باعث شو چې مونږ د خپلو لوړو اهدافو او مفکورو پرضد عمل وکړو .

اوس په مونږ د مشخصو اقداماتو له لارې دغه لاره بدله کړو .
ما په یواړخیزه توګه د متحده ایالاتو له خوا پر شکنجه کولو بندیز ولګاوه او ما امر وکړ چې د راتلونکې کال تر پیله پورې د ګوانتنامو زندان وتړل شي .


ما په یواړخیزه توګه د متحده ایالاتو له خوا پر شکنجه کولو بندیز ولګاوه او ما امر وکړ چې د راتلونکې کال تر پیله پورې د ګوانتنامو زندان وتړل شي .

نو، امریکا به د نورو ولسونو د حاکمیت په پام کې ساتلواو د قانون د حاکمیت په ړنا کې له خپل ځان څخه د فاع وکړي . او مونږ به دا کار د هغو اسلامي ټولنو سره په شراکت کې وکړو چې هغوی هم ځانونه تر تهدید لاندې بولي.

هر څومره ژر چی تند لاري تجرید شي او په اسلامی ټولنو کې ددو ی مخنیوی وشي په هماغه اندازه ژر به مونږ ځانونه په امن کې احساس کړو .

د تشنج او اختلاف دوهمه لویه منبع چې غواړم بحث پرې وکړم هغه د اسراییلیانو فلسطینیانو او د عربي نړۍ تر منځ ستونزه ده .

د اسراییل سره د امریکا ټینګې اړیکې ټولو ته معلومې دي . دا اړیکی نه ماتیدونکي دي. دا اړیکې پر فرهنګي او تاریخي اساساتو ولاړې دي .

د یهودانو لپاره دیوه ګډ کور غوښتنه په هغه تاریخې غمزې کې پرته ده چې هیڅوک یې نه شي ردولای .

د پیړیو په اوږدو کې یهودیان په ټوله نړۍ کې تر تعقیب لاندې وو .

د یهودانو سره د ښمني په اورپا کې بالاخره د یوه بې ساري لوی قتل عام یا هولو کوست باعث وګرځید ه.

زه سبا د یهودانو له هغه زندان څخه چې د جرمني په بوخنوالد کې دی لیدنه کوم .

دا یو له هغو زندانونو څخه وو چې په کې د نازیانو په دوره کې یهودیان شکنجه کیدل ، ویشتل کیدل او یا به د ګاز په ذریعه وژل کیدل .

شپږ میلیونه یهودان ووژل شول دغه شمیره نن ورځ په اسراییل کی د میشتو یهودان له نفوس څخه زیات دی .

له دې حقیقت څخه انکار کول بې اساسه جاهلانه او له کرکې ډک عمل دی .
اسرییل په فنا تهدیدول او یا د یهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول ډیر غلط کار دی . او یوازې ددې باعث ګرځي چې د اسر ایلیانو په ذهن کې هغه دپخوا دردونکې خاطرې ژوندۍ کړي


اسرییل په فنا تهدیدول او یا د یهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول ډیر غلط کار دی . او یوازې ددې باعث ګرځي چې د اسر ایلیانو په ذهن کې هغه دپخوا دردونکې خاطرې ژوندۍ کړي . او په عین زمان کې د هغې سولې مخنیوی هم کوي چې ددې سیمې خلک یې رېښتیاهم په هیله دي .

د بلې خوا ددې حقیقت څخه هم انکار نشې کیدای چی فلسطیني ولس هم مسلمانان او هم عیسویان د یوه ګډ کور د درلودلو په هڅو کې ډیرې ربړې ګاللي دي.

د شپیتو کلونو راهیسې دوی د بې کورۍ درد زغملی دی، ددی زیات شمیر د لویدېځې غاړې غزی او یا ګاونډي هیوادنو د مهاجرینو په کمپونوکې د سولی او امنیت په هیله ژوند کړی، خو هیڅکله ددوی هیله نه ده تر سره شوی .

دوی هغه ورځني لوی او واړه سپکاوي چې له اشغال سره تړلي دي زغملي دي . نو نور باید هیڅ شک وجود ونه لري، د فلسطین د ولس لپاره نور دا حالت د زغم وړ نه دی . امریکا به هم دیو ه باعزته ژوند دپاره د فلسطینانو دې برحقې غوښتنې ته شاه ونه ګرځوي او دوی ته به ددی فرصت چمتو کړي چې دوی خپل دولت جوړ کړي.
یو مصری د اوباما وینا په تلویزون ګوري


د لسیزو راهیسې په دې برخه پرمختګ په ټپه ولاړ دی . ددو ولسونو برحقی غوښتنې چې هر یو یې یو دردناکه تاریخ لري خو بیا هم ددوی ترمنځ یو جوړ جاړي ته رسیدل یو خیال ښکاری .

دا اسانه ده چی نورو ته ګوته ونیسو . که فلسطینیان دې ته ګوته ونیسي چې داسراییل جوړیدل د دوی د بې کوره کیدو باعث شو او اسراییلیان دی ټکې ته ګوته ونیسي چې ددی هیواد په ټول تاریخ کې هم له دننه او هم دباندې له دښمنیو او حملو سره مخامخ وو ، او که مونږ دغه اختلاف ته له یوې خوا یا بلې خوا وګورو نو مونږ به د حقیقت په پیژندو کې راڼده پاتې شو.

یوازینۍ د حل لاره دا ده چې د دواړو اولسونو غوښتنې باید د دوو دولتونو د جوړیدو له لارې پوره شي چې په کې هم اسراییلیان او هم فلسطینیان په سوله او امنیت کې ژوند وکړي .

دا هم د اسرايیل او فلسطینانو او هم د امریکا او نړۍ په ګټه ده . همدا وجه ده چې زه اراده لرم چې شخصا همدغه هدف ته د رسیدو لپاره په زیاته حوصله مندی چې اړتیا ورته شته کار وکړم .
يوازینۍ د حل لاره دا ده چې د دواړو اولسونو غوښتنې باید د دوو دولتونو د جوړیدو له لارې پوره شي چې په کې هم اسراییلیان او هم فلسطینیان په سوله او امنیت کې ژوند وکړي .


هغه مکلفیتونه چې د لارې د نقشې په نوم د سولې د پلان په چوکاټ کی دواړو خواوو ورباندی موافقه کړې ده روښانه دي . ددی لپاره چی سوله راشی ددوی دپاره او زمونږ ټولو دپاره ددی وخت رارسیدلی چی څپلو مسوولیتونو ته هم پاملرنه وکړو .

فلسطینیان باید له خشونته لاس واخلي دخشونت او وژنو له لارې مقاومت غلط کار دی چې هیڅکله به هم مثبته نتیجه ونه لري . په امریکا کې تور پوستی د پیړیو په اوږدو کې د غلامانو په توګه د کمچینو ، سپکاویو او تبعیض سره مخ وو . خو دوی خپل بشپړ مساوي حقوق د خشونت له لارې تر لاسه نه کړل ، دوی په سوله ایزه توګه پر خپلو هغو اهدافو ټینګار کاوه چې د امریکا د تاسیس بنیاد یې جوړاوه .

د جنوبی افریقا څخه تر جنوبي اسیا او دشرقی اورپا څخه تر اندونیزیا پورې همداسې شوې دي .

په دې داستان کې یوه ساده حقیقت پروت دی چی زور زیاتی انسان هیڅ خواته نه رسوي . خشونت یعنې د ویدو ماشومانو په لور د توغندیو ویشتل او یا په یوه بس کې د یوې زړې میرمنې وژل نه میړانه ده او نه هم د قدرت علامه ده .

په دی توګه څوک د اخلاقي قدرت ادعا نشې کولی . اوس د فلسطینیانو لپاره ددې وخت دی چې پر دې فکر وکړي چې څنګه کولای شي خپل ژوند جوړ کړي؟ فلسطیني اداره بایدخپل د حکومت کولو توان پیاوړی کړي . او داسی موسسې منځ ته راوړي چې دخپل ولس اړتیاوو ته ځواب ووایي .

حماس د ځینو فلسطینیانو په منځ کې ملاتړي لري خو دوی مسوولیتونه هم لري د فلسطینانو هدفونو ته د رسیدو لپاره یو رول لوبول او دا چې فلسطیني ولس سره متحد شي حماس باید چې له خشونته لاس واخلي .

پخوانیو موافقو ته دې درناوی وکړي او د اسراییل د موجویت حق دې په رسمیت وپیژني .

په عین زمان کی اسراییلیان باید وپوهیږي چې د فلسطینیانو حقوق هم د اسراییل د موجودیت حق په شان نه شي ردیدلی . متحده ایالات د اسراییلی هستوګن ځایونو مشروعیت او دوام نه مني.

ددې هستو ګن ځایونو جوړول د پخوانیو موافقو سره په تضاد کې دي او سولې ته د رسیدو په لاره کې خنډ واقع کیږي . نو ددې وخت رارسیدلی چې د دې ډول هستوګنځایونو جوړیدل په ټپه ودرېږي .

اسراییل هم باید خپلو مکلفیتونو ته پاملرنه وکړي او دا ومني چې فلسطینیان هم په خپله ټولنه کې د ژوند ، کار کولو او پرمختګ حق لری .

حماس د ځینو فلسطینیانو په منځ کې ملاتړي لري خو دوی مسوولیتونه هم لري د فلسطینانو هدفونو ته د رسیدو لپاره یو رول لوبول او دا چې فلسطیني ولس سره متحد شي حماس باید چې له خشونته لاس واخلي .


په غزه کی بشري بحران نه یوازې فلسطیني کورنۍ له بربادیو سره مخ کوي بلکهېد اسراییل د امنیت په ګټه هم نه دي . همدا شان په لویدیځه غاړه کې د فرصتونو نشتوالی د سولې په ګټه نه دی .

د فلسطین په ورځني ژوند کې پر مختګ باید د سولې د لاری یوه برخه وي . او اسرییل باید د دغه پرمختګ د ‎پاره مشخص اقدامات وکړي .

همدا شان عربي دولتونه باید وپوهیږي چې د عربو دسولی ابتکار یوه مهمه شروع وه خو ددوی د مسوولیتونو پای نه وو .

د عربو او اسراییلو تر منځ اختلاف نباید چې نور ددې باعث شي چې د عربي هیوادنو خلک د خپلو نورو ستونزو او پرابلمونو څخه مخ وګرځوي پرځای یې باید دا د نویو اقداماتو باعث وګرځي او له فلسطیني اولس سره مرسته وکړي چې خپل موسسات جوړ کړي او ددی لارې خپل دولت په پښو ودروي .

سربیره پردې د اسراییل قانونیت باید په رسمیت وپیژندل شي او دهغو اقداماتو پر ځای چې پخوا ددوی د خپلې ماتې سبب ګرځیدل د پرمختګ لاره غوره کړي .

امریکا به خپل سیاستونه له هغو دولتونو سره یوځای کړي چې دسولې لاره غوره کوي . او په څرګنده هغه څه ووایي چې اسراییلیان ، فلسطینان او نور عربان یې په خپلو خصوصي مجلسونو کې وایي .

مونږ سوله نه شو تحمیلولای ، خو په خصوصي توګه اکثره مسلمانان په دې پوهیږي چی اسراییل به له منځه ولاړ نه شي . په عین شکل ډیر اسراییلیان د یوه فلسطینی دولت د منځ ته راتلو پر ضرورت پوهیږي ، نو ددې وخت رارسیدلی چې داسې عمل وکړو چی هر سړی يې په رېښتېنولی پوه شي.

ډیری اوښکی تویې شوي او ډیرې وینې تويې شوي نو زمونږ ټولو مسوولیت په دې کی دی چې د هغې ورځې لپاره کار وکړو چې اسراییلي او فلسطیني میندې بې له ویرې د خپلو ماشومانو د لویيدو شاهدانې و اوسي .

دهغې ورځې لپاره کار وکړو چې دغه مقدسه مځکه چې د درې لویو دینونو مقدس ځای دی هاغسی چې خدای (ج) غوښتل د سولې په یوه سیمه بدله شي . یعنی بیت المقدس هم د یهودو هم عیسویانو او هم مسلمانانو لپاره یو د امن ځای شي، تر څو د ابراهیم ع ټوله اولاده هاغسی د ایسرا په کیسه کې راغلي یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي .

دا هغه کیسه ده چې وایي موسی ع ، عیسی ع او محمد ص دری واړه یو ځای د خدای(ج) عبادت وکړ .
دډیرو کلونو راهیسې ایران زما له هیواد سره مخالفت ښودلی دی ، او رېښتیا هم چې زمونږ تر منځ یو له هیجانه ډک تاریخ شته.


د تشنج دریمه منبع
هغه ګډی ګټی ، حقوق او مسوولیتونه دی چی ولسونه یی د اتومی وسلو په برخه کی لري . همدا مسله د متحده ایالاتو او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د تشنج یوه منبع ده .

دډیرو کلونو راهیسې ایران زما له هیواد سره مخالفت ښودلی دی ، او رېښتیا هم چې زمونږ تر منځ یو له هیجانه ډک تاریخ شته . د سړې جګړی په منځینوکلونو کې متحده ایالاتو په ایران کې په دیموکراتیکه توګه د انتخاب شوی حکومت په راپرځولو کې رول ولوباوه .

د اسلامی انقلاب راهیسې ایران هم په ځینو اعمالو کې لکه د امریکایانو په برمته کولو او د امریکایي عسکرو او ملکي کسانو پر ضد د خشونت په اعمالو کې رول ولوباوه .

دا تاریخ ټولو ته ښه څرګند دی خو ددی پرځای چی مونږ د خپل تیر تاریخ اسیر شو ما د ایران مشرانو او خلکو ته روښانه کړه چې زما هیواد چمتو دی چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې د پرمختګ پر لور ګام واخلي .

پوښتنه اوس په دې کې نه ده چې ایران له څه شی سره مخالف دی؟ بلکې پوښتنه په دې کې ده چې ایران د څه ډول راتلونکې د جوړیدو په فکر کې دی .

دا به سخته وي چې د تیرو لسیزو بدګمانۍ له منځه لاړې شي خو مونږ به په ډیر جرات او راستۍ سره په دې لاره کې ګام واخلو .

زمونږ د دوو هیوادنو تر منځ ډیرې مسلې دي چې کولای شو بحث پری وکړو او مونږ حاضر یوو چې بې له قید وشرطه د متقابل احترام پربنسټ مخ په وړاندی ولاړ شو . اما دا ټولو ته څرګنده ده ،کله چې د اتومې وسلو مسله منځ ته راځي نو مونږ یو ډیر مهم ټکې ته رسیږو .

اجازه راکړئ روښانه خبرې وکړم ، هیڅ هیواد د ا حق نه لري چې خپل حکومتي سیستم پر یو بل اولس تحمیل کړي .


دا یوازې د امریکا ګټې نه دي بلکې هدف دا دی چې په منځني ختیځ کې د اتومې وسلو د رقابت چی نه یوازې دا سیمه بلکې ټوله نړې ګواښوي مخنیوی وکړو .

زه د هغو خلکو په اعتراض پوهیږم چې وایي ځینې هیوادونه دا ډول وسلې لري یا ځینې نور یې نه لري . هیڅ ځانګړی هیواد باید دا انتخاب ونکړي چی کوم هیوادونه اتومی وسلی ولري، همدا وجه ده چې ما په ډیر تاکید سره د امریکا د ا تعهد اعلان کړ چې غواړی په نړۍ کی هیڅ هیواد اتومي وسلی ونه لري .

دایران په شمول هر بل ولس باید دا حق ولري چې سوله ایز اتومي انرژۍ ته لاس رسی ولري په دې شرط چې ټول هغه مسوولیتونه ، چې د اتومي وسلو د مخنیوي په تړون کې راغلي دي په پام کې ونیسي. دا تعهد ددې تړون اصلي هدف دی . او ټول هېوادونه مجبور دي چې دا شرط ومني . نو زه هیلمن یم چې ددې سېمې ټول هېوادونه به همدا هدف تعقیب کړي.



څلورمه مسله چې زه غواړم ورباندې خبری وکړم د دیموکراسۍ مسله ده . زه پوهیږم چې په وروستیو کلونو کی د دیموکراسۍ دپیاوړي کیدو په هکله د نظرونو اختلاف موجود وو او دغه اختلافاتو تر ډېره د عراق د جګړې سره رابطه درلوده .

اجازه راکړئ روښانه خبرې وکړم ، هیڅ هیواد د ا حق نه لري چې خپل حکومتي سیستم پر یو بل اولس تحمیل کړي . خو دا به زما تعهد دهغو حکومتونو په وړاندې کمزوری نه کړي چې دخپلو ولسونو اراده تمثیلوي . هر ولس په خپل شکل او طریقې سره دغه اصل ته پرمختګ ورکوي .

چې دا طریقه د هر ولس په خپلو دودونو او عنعناتو کې ریښه لري . داسی نه ده چې ګواکې امریکا په دې پوهیږي چې څه شی د نورو لپاره ښه دی ؟

هغسی چی مونږ نه شو پوهیدلای چې یو ځای د سوله ایزو انتخاباتو نتیجه به څنګه وي؟ خو زه ډیر کلک باور لرم چې ټول خلک د ځینو واقعي ارزښتونو په لټه کې دي، یعنې چې ددې توان ولري چې خپل فکر په ازاده توګه بیان کړي او یا ووایي چې د څنګه حکومت تر سیورې لاندې ژوند کوي .

د قانون پر حاکمیت باندې بارو درلودل، مساوات ، عدالت د ټولو لپاره، د اسې حکومت چې د ټولو لپاره شفاف وي او له خلکو څخه غلا نه کوي او یا د خپلې خوښې د ژوند ازادي ولري . دا یوازې امریکایي هدفونه نه دي دا بشري حقوق دي او همدا وجه ده چې ددې ډول اهدافو څخه به مونږ په هر ځای کې ملاتړ وکړو . ددې وعدې د تر سره کیدو لپاره یوه روښانه او مستقیمه لاره نشته .
امریکا د ټولو هغو خلکو د سوله ایزو او قانوني غږونو او غوښتنو ملاتړ کوي چې په نړۍ کې اوریدل کېږي . که څه هم مونږ له هغو سره په ځینو مواردو کې موافق هم ونه اوسو .


خو یوه موضوع روښانه ده، هغه حکومتونه چې ددې حقوقو ساتنه کوي تر نورو ډیر باثباته ، بریالي او په امن کې دي . پر مفکورو فشار راوړل مفکورې له منځه نه وړي .

امریکا د ټولو هغو خلکو د سوله ایزو او قانوني غږونو او غوښتنو ملاتړ کوي چې په نړۍ کې اوریدل کېږي . که څه هم مونږ له هغو سره په ځینو مواردو کې موافق هم ونه اوسو . مونږ به همداشان د ټولو هغو سوله ایزو او انتخاب شویو حکومتونو ته چې د خپلو اولسونو حقوقو ته درناوی کوی هرکلی وایوو .

دغه وروستی ټکی ډیر مهم دی ځکه داسې کسان شته ، کله چی په قدرت کی نه وي د دیموکراسۍ پلوي کوي خو کله چې بیا قدرت ته ورسیږي بیا په ډیره بې رحمۍ د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي . نو له همدې امله د خلکو په واسطه د خلکو حکومت هغه یوازینی معیار دی چې د هر چا په برخه کې چې په قدرت کې وي صدق کوي .

تاسو باید خپل قدرت د خلکو د رضایت له لارې تر لاسه کړئ نه دا چې د زور له لارې . تاسو باید د اقلیت حقوقو ته درناوی وکړئ او د تحمل او جوړجاړي پر روحیه عمل وکړئ، تاسو باید د خپل اولس ګټې او دسیاسي بهیر قانونیت د خپلو ګوندي ګټو څخه لوړ وبولئ . ددغو اساسی ټکو پرته یوازې انتخابات حقیقي ډیموکراسي نه رامنځ ته کوي .


پنځمه مسله چې مونږ یې باید مطرح کړو د دین ازادی ده .
ما زغم او تحمل په خپله کله چی ماشوم وم په اندونیزیا کی ولید . هلته دین دارو عیسویانو په داسی یوه هیواد کی چی اکثریت یی مسلمانان وو په ازاده توګه عبادت کاوه .


اسلام د تحمل او زغم پراخه عنعنه لري دا مونږ د اندلس ا او کورډوبا په تاریخ کې وینو ما دغه زغم او تحمل په خپله کله چې ماشوم وم په اندونیزیا کې ولید . هلته دین دارو عیسویانو په داسې یوه هیواد کې چې اکثریت یې مسلمانان وو په ازاده توګه عبادت کاوه .

دا هغه روحیه ده چې مونږ نن ورته اړتیا لرو .په هر هیواد کې باید خلک ددی ازادي ولري چې خپل دین انتخاب کړي او د خپل فکر، زړه او روح په پیروی خپل دیني فرایض پر ځای کړي .

دیوه دین د پرمختګ لپاره د غه ډول زغم او تحمل ډیر اساسي دی خو دغه زغم د ډیرو مختلفو لارو څخه له ګواښ سره مخامخ دی .

په ځینو مسلمانانو کې داسې یو فکر وجود لري چې د خپل دین لوړتیا د نورو ادیانو پر ردولو کې بولي .

د بیلابیلو دینونو موجودیت یوه غنا ده چې باید وساتل شي دا چې دا په لبنان کې د مارونایت لپاره ده یا په مصر کې د کوپس عیسویانو لپاره ده .

همدا شان باید د اختلاف لیکې د مسلمانانو په خپل منځ کې هم له منځه ولاړې شي، د سنې او شیعه تر منځ اختلافات په خاصه توګه په عراق کی دډیرو لویو زور زیاتیو سبب شو ل.

د دین ازادي د خلکو د په ګډه ژوند کولو د توان لپاره ډیر مهمه ده . مونږ باید تل هڅه وکړو چې ددغه توان د ساتنی لپاره لارې چارې پیدا کړو . د مثال په توګه په متحده ایالاتو کې د خیرات د ورکولو مقرراتو د مسلمانانو لپاره دا ستونزه رامنځ ته کړې ده چې نه شي کولای د ذکات د ورکولو دیني مکلفیت پرځای کړي .
همدا وجه ده چې زه غواړم له امریکایي مسلمانانو سره کار وکړم تر څو دوی وشې کړای چې ذکات ورکړي .
باید د اختلاف لیکې د مسلمانانو په خپل منځ کې هم له منځه ولاړې شي، د سنې او شیعه تر منځ اختلافات په خاصه توګه په عراق کی دډیرو لویو زور زیاتیو سبب شو ل.

همداشان دا هم مهمه ده چې لویدیځ هیوادونه له داسې اقدماتو څخه ډه ډه وکړي کوم چې د خپلو مسلمانو وګړو د دینې مراسمو په تر سره کولو کې خنډ واقع کیږي . دمثال په توګه دا هیوادونه ټاکي چې یوه مسلمانه ښځه باید څنګه جامې واغوندي او مونږ نباید د لیبرالیزم په پلمه د دینونو په مقابل کې خپل مخالفت پټ کړو .

په حقیقت کې دین مونږ باید ټول سره یو ځای کړي . همدا وجه ده چې مونږ داسی پروژې په امریکا کې لرو چې هدف یې په امریکا کې د مسلمانانو ، عیسویانو او یهودانو یو ځای کول دي .

همدا وجه ده چې مونږ د عربستان د پادشاه عبداله د هلو ځلو چې غواړي د دینونو تر منځ د خبرو اترو زمینه مساعده کړي او یا دا چې د ترکیی مشران غواړي د تمدنونو تر منځ تفاهم منځ ته راوړي هرکلی کو و.

مونږ کولای شو په نړۍ کې دغه ډول خبرې اتر ې او تفاهم د دینونو تر منځ هم منځ ته راوړو او دخلکو تر منځ یو پل جوړ کړو او بیا د اقداماتو لپاره لاره هواره کړو څه که دا په افریقا کې د ملاریا پر ضد مبارزه وي او که د یوې طبیعی پیښې وروسته د مرستو په رسولو کې وي .

شپږمه مسله چې غواړم ورباندې خبرې وکړم د ښځو حقوق دي زه پوهیږم چې پردې مسلې یو بحث روان دی . زه په لویدیځو هیوادونو کې د ځینو ددې نظرمخالف یم چې وایي هغه ښځې چی غواړي خپل ویښتان پټ کړي د نورو سره مساوي نه دي .

خو زه په دې ټینګ باور لرم هغه ښځې ته چې د زده کړې اجازه نه ورکول کیږی هغه له مساواته محرومیږی . او دا یو تصادف نه دی په هغو هیوادنو کې چې ښځې یی د لوړو زده کړو خاوندانې دي د غه هیوادونه تر نورو ډیر سوکاله هم دي . اجازه راکړی څرګندی خبری وکړم د ښځو د مساوات مسله په هیڅ توګه یوازې د اسلام مسله نه ده .
زمونږ لوڼی کولای شی زمونږ د زامنو په شان د خپلې ټولنې دپاره خدمت وکړی

په ترکیی ، پاکستان ، بنګه دیش او اندونیزیا کې چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي هلته ښځې د رهبرې لپاره وټاکل شوې . له بلی خوا د ښځو دمساوات مبارزه د امریکا او دنړۍ په ډیرو نورو هیوادوو کې د ژوند په ډیرو بر خو کې لا هم روانه ده .

زمونږ لوڼی کولای شی زمونږ د زامنو په شان د خپلې ټولنې دپاره خدمت وکړی . او زمونږ د ټولو عمومي سوکالې په دې کې ده چې ټول بشریت یعنی نارینه او ښځو ته اجازه ورکړو چې په خپل ټول توان سره کار وکړي . زما په باور ښځې هم باید د نارینه په شان د خپلو مساوی حقوقو لپاره ودریږي .

زه د ټولو هغو ښځو دپاره هم احترام لرم چې غواړی خپل ژوند په خپل عنعنوی رول کې تیر کړي خو دا باید ددوی خپل انتخاب وي .

همدا وجه ده چې متحده ایالات غواړي د هر هغه یوه اسلامي هیواد سره مرسته وکړي کوم چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي او له ښځو سره مرسته کوي چې د مالي امکاناتو له لارې کار ومومي او وشي کولای چې خپل ژوند د ښه کولو لپاره هلې ځلې وکړي .
د اوباما د وینا په غونډه کې یو شمیر ګډونوال د غوږیو په وسیله د اوباما د وینا ژباړه اوري



په پای کی زه غواړم چی د فرصتونو او اقتصادی انکشاف په اړه هم بحث وکړم . زه پوهیږم چې د ډیرو کسانو لپاره د نړېوال کیدو یا ګلوبل ایزیشن مسله له تضادونو ډکه ده . انترنیت او تلویزیون خلکو ته معلومات او پوهه ورسوي خو په عین زمان کې جنسی تیري او بی ځایه خشونت هم ښیي . تجارت کولای شي چې نوې امکانات او شتمنی منځ ته راوړي .

خو په عین زمان کې په ټولنو کې د اخلال او تعغیراتو سبب هم ګرځي . د امریکا په شمول په ټولو اولسونو کې د غه تغیر ویره منځ ته راوړې داسې ویره چې نوی پرمختګونه به ددی باعث وګرځی پر خپلو اقتصادی پریکړو ، سیاسیتونو او یا په خپل هویت باندی کنترول له لاسه ورکړو . یعنی ټول هغه شیان چې مونږ په ټولنه کې او یا په خپلو کورنیو ، خپلو دودونو او یا خپل دین کې هغه ته په لوړه سترګه ګورو .

خو زه په دی هم پوهیږم چې د انساني پرمختګ مخنیوی نه شي کیدلی . د پرمختګ او عنعناتو تر منځ تضاد باید وجود ولري . داسی هیوادنو لکه جاپان او جنوبی کوریا خپلو اقتصادنو ته انکشاف ورکړ خو په عین وخت کی یی خپل ځانکړی فرهنګونه هم وساتل .
په پخوانیو وختونو او زمونږ په وخت کې اسلامي ټولنې د لوړو زده کړو او نویو افکارو لوی مرکزونه وو .


دغه مسله د هغو مسلمانو هیوادونو په برخه کې چې له کولالمپور څخه تر دوبی پوری له لویو پرمختګونو سره مخامخ شوي دي هم صدق کوي .

په پخوانی وختونو او زمونږ په وخت کې اسلامي ټولنې د لوړو زده کړو او نویو افکارو لوی مرکزونه وو .

د اډیره مهمه ده ، ځکه چې مونږ نه شوکولای چې یوه انکشافي ستراتیژي پر دې بنا کړو چې له مځکې څخه به څه راووځي . او نه دا ډول ستراتیژي دوام موندلی شي چې ځوان خلک بیکاره وي.
دخلیج ډیر هیوادونه دتیلو په نتیجه کې ډیر بډای شول او ځینی یی هڅه کوي چې د لا زیات انکشاف لپاره هلې ځلې وکړي .

خو مونږ ټول باید په دې و پوهیږو چې زده کړه او نوښتونه د یوویشتمې پیړۍ غوښتنه ده . خو په ډیرو اسلامی هیوادونو کې په دې برخه کې کافي سرمایه ګذاری نه ده شوې .

زه ټینګار کوم چې دغه ډول سرمایه ګذاري باید زما په خپل هیواد کې هم وشي او څرنګه چې امریکا پخوا د خلیج په هیوادنو کې زیاتره تیلو او ګازو ته پاملرنه درلودله نن مونږ هڅه کوو چې خپلې اړیکې نورو برخو ته پراخې کړو .

موږ به د پوهنې په برخه کې خپل د تبادلې پروګرامونه پراخ کړو او تحصيلي بورسونه به هسې چې د هغه په اساس یووخت زما پلار امريکا ته راغی زيات کړو.

موږ به همداشان ډېر امريکایان وهڅوو چې په اسلامي هېوادونو کې زده کړې وکړي. سربېره پردې به هغه اسلامي محصلين چې د لوړو استعدادونو خاوندان وي په امريکا کې وروزو. موږ به په ټوله نړۍ کې د ښوونکو او ماشومانو لپاره د انټرنېټ له لارې د زده کړې امکانات برابر کړو او د زده کړې يوه نوې انټرنېټي شبکه به رامينځ ته کړو، ترڅو په کانزاس کې يو ځوان هلک وکولای شي په قاهره کې له يوه ځوان سره اړيکي ونيسي.

د اقتصادی پرمختيا په برخه کې موږ به د داوطلبانه سوداګرو يوه نوې ډله مينځ ته راړو څو د اسلامي هېوادونو له سوداګرو سره له نژدې همکاري وکړي او زه به په خپله د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د يوې لويې غونډې مشري په غاړه واخلم څو موږ وکولای شو، د تجارتي مشرانو ترمينځ ژورې اړيکې رامينځ ته کړو، او داسې اساسات او د ټولنيزو پانګونو په برخه کې د متحده ايالاتو او اسلامي ټولنو ترمينځ نژدې اړيکي ټينګ کړو.
يوه نړۍ چې په هغه کې حکومتونه د خپلو ولسونو خدمت وکړي او د خدای د مخلوق حقوقو ته درناوی وکړي. دغه ګډې ګټې دي او دا هغه نړۍ ده چې موږ يې په لټه کې يو. خو دغسې يوې نړۍ د جوړولو لپاره موږ ټول بايد په ګډه کار وکړو.


د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې به موږ يو نوی صندوق جوړ کړو ترڅو په اسلامي هېوادونو کې د ټکنالوژۍ د انکشاف په برخه کې د دوی ملاتړ وکړو او د نظرياتو د انتقال په برخه کې به هم مرسته وکړو څو دوی وکولای شي د خلکو لپاره د کار امکانات برابر کړي. موږ به په افريقا، منځني ختيځ او جنوبي آسيا کې عالي علمي مرکزونه پرانيزو او د ساينس په برخه کې به خپل استازي وټاکو څو د نوي انرژۍ د منابعو د انکشاف او د بې ضرره انرژۍ، پاکو اوبو، او د نويو زراعتي محصولاتو په هلوځلو کې مرسته وکړي.

زه همدا نن د اسلامي کنفرانس د سازمان په چوکاټ کې د يوې نوې نړيوالې مبارزې اعلان کوم څو د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ په له مينځه وړو کې مرسته وکړي. موږ به همداشان خپله همکاري د ماشومانو او ميندو د روغتيا په برخه کې د اسلامي ټولنو سره زياته کړو.
دا ټول کارونه بايد په ګډه او په يوه شراکت کې وشي.

امريکايان حاضر دي چې د خلکو او حکومتونو، ټولنيزو سازمانونو، د ديني او تجارتي مشرانو سره د نړۍ په اسلامي ټولنو کې يوځای شي څو موږ ټول په ګډه د يوه ښه ژوند په لور وخوځېږو. دغه اهداف چې مايې يادونه وکړه، په اسانه نه شي ترلاسه کېدای. خو موږ دا مسووليت لرو چې د هغې نړۍ په استازيتوب چې موږ يې د جوړولو په هڅه کې يو، سره يو لاس شو، هغه نړۍ چې په هغه کې تندلاري نور ونشي کولای زموږ خلک تهدید کړي، هغه نړۍ چې نور امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شوي وي، او اسراييليان او فلسطينيان خپل ځانونه په امن کې وویني او له اټومي انرژۍ څخه يوازې د سوله ييزو اهدافو لپاره کار واخيستل شي.


يوه نړۍ چې په هغه کې حکومتونه د خپلو ولسونو خدمت وکړي او د خدای د مخلوق حقوقو ته درناوی وکړي. دغه ګډې ګټې دي او دا هغه نړۍ ده چې موږ يې په لټه کې يو. خو دغسې يوې نړۍ د جوړولو لپاره موږ ټول بايد په ګډه کار وکړو.

زه پوهېږم چې ډېر مسلمانان او غيرمسلمانان شته چې زموږ د دغه نوي پيل په اړه پوښتنې لري. ځينې يې ډېر غواړي چې د نفاق او اختلاف لمبې پورته کړي او د پرمختګ په لاره کې خنډ شي. ځينې بيا وايي چې دا هدف په دې هڅو نه ارزي. د دوی په فکر زموږ ترمينځ ډېر اختلاف شته او تمدنونه يو له بل سره په ټکر محکوم دي. زيات شمېر نور بيا په دې هکله شک لري چې حقيقي تغيير به مينځ ته راشي. په هرحال ډېره وېره او ډېره بې اعتمادي شته. خو که موږ زيات په ماضي تکيه وکړو هېڅکله به هم پرمخ ولاړ نشو، او زه په خاصه توګه غواړم د بېلابېلو دينونو ځوانو پيروانو ته د نړۍ په هر هېواد کې چې دي ووايم، چې تاسو هرڅوک نه ياست، تاسو د دې توان لرئ چې دا نړۍ بدله کړئ.

موږ اوتاسو ټول د يوې لنډې مودې لپاره په دې نړۍ کې شريک يو. پوښتنه دا ده چې آيا موږ بايد خپل دغه وخت پر هغو مسايلو ضايع کړو چې موږ يو له بله لیرې کوي او که غواړو چې خپلې هڅې سره يوځای کړو او ګډې وجهې ومومو او د هغې راتلونکې لپاره هلې ځلې وکړو چې موږ يې د خپلو ماشومانو لپاره غواړو او د ټول بشر عزت او کرامت ته درناوی وکړو؟
د جګړې د پای ته رسولو په پرتله د جګړې پيلول اسانه کار دی، او دا هم اسانه دی چې د دې پرځای چې ځان ته وګورو، نور د هرڅه مسوول وګڼو. موږ تل هغو شيانو ته ګورو چې نور له موږ څخه بېلوي، نه هغه څه ته چې موږ ټول پکې شريک يو.


د جګړې له پای ته رسولو نه د جګړې پيلول اسانه کار دی، او دا هم اسانه دی چې د دې پرځای چې ځان ته وګورو، نور د هرڅه مسوول وګڼو. موږ تل هغو شيانو ته ګورو چې نور له موږ څخه بېلوي، نه هغه څه ته چې موږ ټول پکې شريک يو.

خو موږ بايد سمه لاره غوره کړو، نه دا چې يوازې اسانه لاره غوره کړو. يو اصل شته چې د هر دين په زړه کې پروت دی او هغه دا چې موږ بايد د نورو لپاره وغواړو چې د ځان لپاره يې غواړو. همدغه حقيقت د ولسونو او خلکو څخه رامينځ ته شوی دی، داسې يوه عقیده ده چې نوې نه ده، دا يوه توره، سپينه يا نصواري عقيده نه ده، دا عیسوي، اسلامي يا یهودی عقیده هم نه ده. دا هغه عقیده ده چې د مدنیت په زانګو کې لویه شوې او لاهم د میلیاردونو انسانانو په زړونو کې ده. د نورو خلکو لپاره دا يو ایمان دی او همدغه څه دي چې زه يې نن تر تاسو پورې راورسولم.
موږ د دې توان لرو چې هغه نړۍ چې موږ يې په لټه کې یو، جوړه کړو، خو يوازې په هغه صورت کې چې موږ د یوه نوي پيل شهامت ولرو. او پرهغه څه فکر وکړو چې ليکل شوي دي.

پاک قرآن موږ ته وايي چې ای بشره، موږ تاسو نارینه او ښځې هست کړو، او موږ له تاسو څخه ولسونه او قبيلې جوړې کړې څو تاسو يوبل ښه وپېژنئ. په تالموت کې راغلي چې د ټول تورات هدف د سولې ټينګول دي او په انجيل کې راغلي دي چې پر سوله کوونکو د خدای رحمت کېږي، ځکه چې دوی ته د خدای د مخلوق خطاب کېږي.
د نړۍ خلک کولای شي چې له يوبل سره په سوله کې ژوند وکړي. موږ پوهېږو چې دا د خدای اراده ده. اوس باید موږ د ځمکې پرسر د دې ارادې د تطبيق لپاره کار وکړو. د خدای رحمت دې پرتاسو ټولو وي.
XS
SM
MD
LG