د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

بارک اوباما د مصر له ولسمشر حسن مبارک سره وکتل


په قاهره کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې بارک اوباما له حسني مبارک سره د منځني ختیځ پر روان وضعیت وغږیده،
په قاهره کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې بارک اوباما له حسني مبارک سره د منځني ختیځ پر روان وضعیت وغږیده،

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د مصر په مرکز قاهره کې نن د نړۍ مسلمانانو ته وینا کوي.د دې وینا خبره د روان میلادي کال په پيل کې هغه وخت خپره شوه چې کله بارک اوباما د جمهوري ریاست د لوړې مراسم ترسره کړل.

ولسمشر اوباما د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال هم ویل چې د لویدیځ او اسلامي نړۍ ترمنځ باید سوء تفاهم لري شي او د متقابل احترام پر بنسټ به اړیکي ساتو.

بارک اوباما د دې ژمنې د ترسره کولو لپاره د جمهوري ریاست له پیله تر ننه دا هڅې پیل کړې دي چې د ګوانتنامو زندان وتړي، دعراق له حکومت سره یې موافقه کړې چې د دوه زره لسم کال تر پایه به خپل ګڼ پوځیان له دې هیواده باسي، د افغانستان او پآکستان لپاره یې بیا نوې ستراتیژي جوړه کړې ده او د منځني ختیځ د سولې د پروګرام لپاره یې خپل ځانګړی استازی معرفي کړی دی.

بارک اوباما پرون په عربستان کې د دغه هیواد له پاچا سره وکتل او نن یې په قاهره کې د مصر له ولسمشر سره خبرې وکړې

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اسلامي امت ته د خپلې وینا تر اورولو مخکې په قاهره کې د مصر له ولسمشر حسني مبارک سره وکتل.
بارک اوباما له سعودي عربستانه مصر ته ولاړ او پرون یې د عربستان له پاچا عبداله ابن عبدالعزیز سره په ریاض کې خبرې وکړې.

په قاهره کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې بارک اوباما له حسني مبارک سره د منځني ختیځ پر روان وضعیت وغږیده، د دې خبرو اترو په اړه د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل:
((موږ د اسراییل او فلسطینیانو پر مسالې خبرې وکړې، دا موضوع مو وڅیړله چې څرنګه کولای شو د سیمې د خلکو د سولې او بریالیتوب لپاره غوره لاره انتخاب کړو))

له حسني مبارک سره د خبرو پر مهال بارک اوباما ژمنه وکړه چې له دوستو هیوادونو سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي، ده وویل:
((ما له حسني مبارک سره په خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې امریکا تعهد کړی دی چې له خپلو متحدو هیوادو سره به په سیمه کې همکاري ته دوام ورکوي څو خلک خپلو هیلو ته ورسیږي))

ټاکل شوې ده چې بارک اوباما د قاهرې په پوهنتون کې یو شمیر اسلامي علماءو ، د مصر ځینو سیاسي مشرانو، د پارلمان غړیو او محصلینو ته وینا وکړي. د رپوټونو له مخې د قاهرې پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې به تر دوه نیم زره ډیر کسان راټول شي چې په دوی کې د مصر د حاکم ګوند د اپوزسیون غړي او لس تنه د اخوان المسلیمن د ګوند مشران دي.

بارک اوباما به په قاهره کې د سلطان حسن جومات ته هم ورشي.
XS
SM
MD
LG