د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

نړۍ

د غزې له اوربنده لومړنۍ لویه سرغړونه، دوه اسراییلي سرتیري او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت
غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت

د اسراییل پوځ وایي، د دوی د دوو پوځیانو له وژلو او بیا پر غزه د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته بیرته د غزې اوربند پېل شوی دی.

د رویټرز په وینا دغلته د امریکا په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند پرون یکشنبه هغه مهال مات شو چې وسله والو دوه اسراییلي سرتیري ووژل او بیا اسراییل پر غزې هوایي بریدونو سره ۲۶ فلسطینان له منځه یوړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن د حماس مشران د اوربند په سرغړونه کې ښکېل نه وي.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، نه پوهیږي چې د اسراییل هوایي بریدونه د توجیه وړ دي او که نه، خو په وینا یې وروسته به په دې اړه نور جزیات ورکړي.

غزه کې د اوربند له بیرته نافذېدو سره سم دغې جګړه ځپلې سیمې ته نن دوشنبه د مرستو رسول هم له سره پېل شوي دي.

زلنسکي: چمتو یم چې بوداپست کې له ټرمپ او پوتین سره د سولې خبرو ته کېنم

د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران
د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، دی " چمتو " دی چې بوداپست کې له ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین سره د سولې خبرو ته کیني.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین تیره اونۍ تر ټیلفوني خبرو وروسته هوکړه وکړه چې راتلونکو اونیو کې به د اوکراین جګړې په اړه هنګري کې مخامخ سره کیني.

زلنسکي پرون د اکتوبر ۱۹مه له ( ان.بي.سي) سره په مرکه کې دا هم ویلي " ډاډه نه دی چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د جګړې پای ته رسولو ته چمتو و اوسي.

هغه زیاته کړې، د جګړې د پای ته رسولو په موخه باید پر مسکو باندې فشارونه زیات شي.

د سولې دا هڅې داسې مهال کیږي چې روسیه او اوکراین لا هم یو د بل پر اهدافو بریدونه کوي.

د ایران قضايي قوې یو تن د "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

ایران کې یو اعدام شوی کس
ایران کې یو اعدام شوی کس

د قم ولایت لوی څارنوال کاظم موسوي د یکشنبې په ورځ د تورن کس د هویت له افشا کولو پرته وویل چې دا سړی د شنبې په ورځ د اسراییلو د استخباراتي ادارې "موساد ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شو.

د موسوي په وینا، تورن د تېر کال په دسمبر کې موساد ته د محرمو معلوماتو د لیږلو په تور ونیول شو.

د ایران قضايي قوې د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور څو کسان اعدام کړي دي.

د بشري حقونو ډلو ویلي چې ایران سږ کال اعدامونه زیات کړي دي. د بښنې نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې ایراني چارواکو له اسراییلو سره تر دولس ورځنۍ جګړې وروسته د "ملي امنیت" د ګواښ په پلمه د اعدام سزاوې زیاتې کړي دي.

یمن کې حوثيانو د ملګرو ملتونو شل کارکوونکي نیولي دي

یمن کې د ملګرو ملتونو یو موټر له عسکرو سره
یمن کې د ملګرو ملتونو یو موټر له عسکرو سره

په یمن کې د ملګرو ملتونو دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی شل کارکوونکي د حوثي یاغیانو له خوا نیول شوي دي.

په دې ډله کې پنځه یمنیان او ۱۵ نور یې د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکي دي.

حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ د یمن په صنعا کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر ودانۍ برید وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې راپور ورکړی چې د یونیسف استازی پیټر هاکنز د نیول شویو کسانو په ډله کې و.

د سرچینو په وینا، په بندیانو کې د خوړو نړیوال پروګرام، یونیسف او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ یا اوچا د دفتر غړي شامل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د حوثي یاغیانو لخوا د ملګرو ملتونو د کارمندانو توقیف په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د دوی د خوشې کولو هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونو تر پیښې وروسته د یمن په شمالي سیمه صعده کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د مونشن په هوايي ډګر کې یوځل بیا د مشکوک خطر خبرداری ورکړل شوی دی

د مونشن نړیوال هوايي ډګر یوه څنډه
د مونشن نړیوال هوايي ډګر یوه څنډه

د جرمني د مونشن ښار د هوايي ډګر د ځغاست لیکه پرون شنبې ظاهرا د یوه مشکوک فعالیت له خبرداري وروسته وتړل شوه.

د جرمني د خبري آژانس ډي پي اې د راپور له مخې دا اقدام وروسته له هغه وشو چې یوشمېر کسانو پولیسو ته راپور ورکړ چې یو مشکوک شی یې هلته لیدلی دی خو څرګنده نه شوه چې آیا دا راپورونه یوځل بیا هوايي ډګر ته نژدې د بې پیلوټه الوتکو د لیدل کېدو په اړه و، که نه.

د روانې اکتوبر میاشتې په پیل کې هم د مونشن د هوايي ډګر په شاوخوا کې د بې پیلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته په دې هوايي ډګر کې الوتنې د دوو پرله پسې شپو لپاره ځنډول شوې وې.

امریکا وايي چې د حماس له حملو د غزې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره به تدابیر ونیسي

د اوربند له ټینګېدو او د اسراییلي ځواکونو له شاتګ وروسته په ویجاړه شوې غزه کې وضعیت
د اوربند له ټینګېدو او د اسراییلي ځواکونو له شاتګ وروسته په ویجاړه شوې غزه کې وضعیت

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، داسې موثق راپورونه شته چې حماس ډله په غزه کې د ملکي وګړو پرضد د یوه برید لپاره د تیارۍ په حال کې ده.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي دي چې د ملکي فلسطینیانو پرضد د حملې دا پلان د اوربند مستقیمه او جدي سرغړونه ګڼل کېږي او هغه د پام وړ پرمختګ به ډېر کمزورې کړي چې د منځګړو د هڅو په نتیجه کې ترلاسه شوی دی.

بیان زیاتوي، که حماس ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي دا حمله ترسره کړي نو د غزې د خلکو د ساتنې او د اوربند د اعتبار د خوندیتوب لپاره به تدابیر ونیول شي.

ټرمپ وايي، لا وختي دی چې اوکراین ته ټاماهاک توغندي ولېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، لا وختي دی چې اوکراین ته «ټاماهاک» توغندي ولېږي، او هیله لري چې تر هغې وړاندې وکولای شي له روسیې سره د سولې موافقه ترلاسه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ، د تلې ۲۵مه (اکتوبر ۱۷مه)، په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل:

«هیله لرم چې موږ ورته اړتیا پیدا نه کړو. هیله لرم چې پرته له دې چې حتی د ټاماهاک توغندیو په اړه فکر وکړو، وکولای شو دا جګړه پای ته ورسوو.»

ټرمپ همداراز د امریکا د پوځي چمتووالي په اړه د اندېښنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د اوکراین د دوامداره ملاتړونو لړۍ کېدای شي د امریکا دفاعي ظرفیتونه تر فشار لاندې راولي.

کله چې له هغه وپوښتل شول که امریکا په خپله یوې جګړې ته ورګډه شي او د ټاماهاک توغندیو ته اړتیا پیدا کړي، څه به وکړي؟ ټرمپ ځواب ورکړ:

«دا په خپله یوه ستونزه ده. موږ په خپله ټاماهاک توغندیو او ډېرو هغو شیانو ته اړتیا لرو چې په تېرو څلورو کلونو کې مو اوکراین ته ورکړي دي. موږ ډېر څه ورکړي دي.»

ټرمپ، چې یوه ورځ وړاندې یې اعلان کړی و د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هدف به په راتلونکو دوو اوونیو کې په هنګري کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري، دا ځل وویل چې دا لیدنه به ښايي مخامخ، او د اوکراین له مستقیم ګډون پرته ترسره شي.

هغه د زیلنسکي او پوتین د اړیکو په اړه زیاته کړه:

«دا دواړه ولسمشران یو له بله کرکه لري، او زه غلط نه یم که ووایم وضعیت ډېر، ډېر سخت او پېچلی دی.»

ټرمپ وایي لا اوکرایین ته د توماهاک توغندیو سپارل له وخت مخکې دي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکراییني سیال ولودومیر زیلنیسکي سره
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکراییني سیال ولودومیر زیلنیسکي سره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي لا اوکراین ته د توماهاک توغندیو سپارل له وخته مخکې ده، او هیله یې وښوده چې تر دې کار مخکې له روسیې سره سوله ټینګه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره ناسته درلوده او د خبریالانو پوښتنې یې هم ځوابولې.

ټرمپ د امریکا د پوځي چمتووالي په اړه اندیښنې هم ومنلې او ویې ویل چې دوامداره ملاتړ کولی شي د امریکا خپله دفاع تر فشار لاندې راولي.

اوکراین په وروستیو اونیو کې له واشنګټن څخه د توماهاک توغندیو غوښتنه کړې، او استدلال یې کړی چې دا کار کولای شي روسیه اړ باسي خپل درې نیم کلن برید پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ، چې مخکې یې اعلان کړی وو له خپل روسي ساري ولادمیر پوتین سره به د هنګري په پلازمینه بوداپست کې وګوري وویل چې دا غونډه به احتمالاً مخامخ او د اوکراین له مستقیم حضور پرته ترسره شي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې پر پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو تازه بریدونه

شمالي وزیرستان کې پاکستاني پ
شمالي وزیرستان کې پاکستاني پ

د شمالي وزيرستان د میرلي په خدي سيمه کې وسلوالو بریدګرو د پوځ پر يو مرکز بريد کړی دی.

د ازادي راډيو د مشال څانګې د خبر له مخې وسله والو بریدګرو نن شاوخوا نهه بجې پر پوځي کيمپ بريد وکړ. جګړه لا هم روانه او د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش ‌الفرسان محمدي، په استول شوي بیان کې ویلي چې دوی لومړی د موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې يې بريدګر کيمپ ته دننه شول او له پوځيانو سره يې نښته روانه ده.

د اوسنۍ نښتو او بریدونو د مرګژوبلې راپورونه لا نه دي خپاره شوي.

د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ داسې وخت دا نښتې شوي چې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ ۴۸ ساعته اوربند وو.

هغه اوربند چې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته نافذ شوی وو.

تمه ده د اوربند د تمدید او اړوندو مسلو په باب د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبان او پاکستاني چارواکي خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د طالبانو د پلاوي مشري به د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوي.

اسراییل وايي، له مصر سره د رفح سرحدي لار وروسته یوازې د خلکو د تګ لپاره پرانیستل کېږي

په بشري مرستو بار لارۍ چې د مصر په خاوره کې د رفح سرحد ته د ننوتو انتظار کاږي
په بشري مرستو بار لارۍ چې د مصر په خاوره کې د رفح سرحد ته د ننوتو انتظار کاږي

اسراییل وايي د مصر او غزې ترمنځ د رفح د سرحد د خلاصېدو نېټه به وروسته اعلان شي او اوس به لاره یوازې د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.

د اسراییلو د پوځ یوې ادارې چې په فلسطیني قلمرو کې پر ملکي چارو څار کوي نن په یوه بیان کې وویل، وروسته له دې چې اسراییل او مصر د رفح د خلاصولو لپاره لازمې تیارۍ بشپړې کړي دا سرحدي لاره به یوازې د خلکو د تلو راتلو پرمخ پرانیستل شي.

په بیان کې ټینګار شوی چې بشري مرستو ته به له دې لارې اجازه ورنه کړل شي، ځکه د چارواکو په وینا په هېڅ پړاو کې داسې یوه موافقه نه ده شوې.

اسراییلو یادونه کړې چې بشري مرستو ته به له نورو لارو غزې ته د تلو اجازه ورکړل شي.

رفح د نړیوالو لپاره د غزې تړانګې ته د تلو تر ټولو مهمه ستراتیژيکه لاره ده او نړیوالې خیریه ټولنې هیله لري چې بشري مرستې به له دې لارې د اسراییل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ویجاړې شوې غزې ته ورسېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG