د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۸

اسراییل د ۳۰ فلسطینیانو جسدونه غزې ته وسپارل


په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې اسراییل نن چهارشنبې د دیرشو فلسطینیانو مړي ور وسپارل چې په دې سره تراوسه پوري غزې ته د اسراییل له خوا د مړو شویو فلسطینیانو د سپارل شویو جسدونو شمیر ۱۹۵ ته رسیدلی. د غزې لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د ترلاسه شوې موافقې له مخې به اسراییل د هربرمته شوي اسراییلي د مړي د پاتې شونو د ترلاسه کیدو په بدل کې د پنځلسو فلسطینیانو مړي فلسطینیانو ته سپاري. د اسراییل پوځ نن چهارشنبې ومنله چې یوه ورځ مخکې یې له غزې څخه د دوو مړوشویو برمته وو پاتې شونې ترلاسه کړي او هویت یې هم تثبیت شوی دی.

د شوې موافقې له مخې د اوکتوبر له لسمې راهیسې حماس د ۲۸ مړو شویو یرغملو له ډلې د ۱۶ پاتې شونې اسراییل ته سپارلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت تایید کړه چې د اسراییل له خوا د ور سپارل شویو مړیو له ډلې د ۵۷ هویت یې د هغوی د خپلوانو له خوا تثبیت شوی دی. د دې وزارت په وینا د نورو ۵۴ پاتې شوني چې ندي پیژندل شوي، نن چهارشنبې خاوروته وسپارل شول.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شمېر شاوخوا ۶۷۰۰۰ کسانو ته رسیدلی چې له ۲۰،۰۰۰ څخه ډیر یې ماشومان دي.

هغه مهال پراسراییل د حماس له خوا په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او دې ډلې شاوخوا دوه نیم سوه نور یرغمل کړي و.

XS
SM
MD
LG