بل خوا، د قطر امیر د افغانستان لپاره خپل پخوانی شارژدافیر د ټول واک لرونکي سفیر په توګه
هند ویلي چې کابل کې یې خپل «تخنیکي ماموریت» د سفارت کچې ته لوړ کړی دی.
په دې اړه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې سه شنبه د اکتوبر په ۲۱ خپره شوې راغلي چې دا پرېکړه به سمدستي عملي شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ګام د هند د دې ژمنې څرګندونه کوي چې غواړي افغانستان سره په ټولو د علاقې وړ برخو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.
په اعلامیه کې دغه شان ټینګار شوی چې د هند سفارت به په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونه، بشري مرستو او د ظرفیت جوړونې پروګرامونو کې د افغان ولس د لومړیتوبونو او هیلو پر بنسټ پراخ رول ولوبوي.
په ورته وخت کې د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، په یوه فرمان کې د خپل هېواد شارژدافیر «مردف القاشوطي» د افغانستان لپاره د قطر د فوق العاده او ټول واک سفیر په توګه ټاکلی دی.
د قطر امیري دیوان دا موضوع د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په رسمي ډول اعلان کړې ده.
دا اقدمات په څه مانا دي او ایا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو نښې، نښانې ګڼل کېدای شي؟
یو شمیر سیاسي کارپوهان وایي، هند دا پرېکړه ځکه کړې چې وکولای شي افغانانو ته ډیپلوماټیک خدمتونو وړاندې کړي.
د دوی په خبره، دغه شان قطر چې د افغانستان په ډېری سیاسي مسایلو کې ښکېل دی، هڅه کوي په هغه هیواد کې د خپل سیاسي نفوذ ساحه نوره هم پراخه کړي.
د دې کارپوهانو له ډلې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل:
"له دې پرېکړې داسې تعبیر کېږي چې هند غواړي د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې نږدې او پراخې کړي. دا هوکړه هغه وخت وشوه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر وکړ. قطر هم ورته هڅې کوي، ځکه د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دی، او هغه هیواد د افغانستان په ډېری موضوعاتو کې ښکېل دی، نو غواړي په افغانستان کې خپل سیاسي نفوذ لا زیات کړي."
کابل کې د هند د تخنیکي ماموریت کچه سفارت ته د لوړولو پرېکړه د هند د بهرنیو چارو وزیر اس. جي. شنکر د امیرخان متقي د سفر پر مهال اعلان کړې وه.
متقي د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې هند کې و. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هغه د هند د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او سیمه ییزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د هند تخنیکي ماموریت د ۲۰۲۲ کال په جون کې د بشري مرستو د څار لپاره د یو تخنیکي ټیم په استولو سره پیل شوی و، دغه هیواد د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، کله چې طالبان بیا افغانستان کې واک ته ورسېدل، خپل ډیپلوماټان له افغانستانه ایستلي وو.
ها خوا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، قطر د دوی له حکومت سره پراخې اړیکې او تعامل خپل کړی دی. دا هېواد په دې وروستیو کې ترکیې سره یوځای د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند منځګړی هم و.
قطر همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په خبرو کې رول درلود، او افغانستان ته د ځینو هغو افغان کډوالو د ستنولو زمینه یې برابره کړې چې په اروپایي هېوادونو کې یې قضایي دوسیې لرلې.
د طالبانو حکومت تل ویلي چې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په ۲۱مه طلوع نیوز سره په مرکه کې یو ځل بیا وویل چې دوی د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې، له روسیې پرته، بل هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
نړیوالې ټولنې ویلي د طالبانو حکومت به هغه مهال په رسمیت وپېژني، چې ټول شموله وي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او د بیان ازادۍ او رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري.
طالبان، که څه هم ادعا کوي چې حکومت یې ټول شموله دی او د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په رڼا کې تضمین شوي خو نړیوالو ته دا ادعاوې د منلو نه دي.
که څه هم ځینو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو خپل دیپلوماټان یې بېرته کابل ته استولي او د طالبانو استازي یې هم منلي دي. د دې اقدماتو هدف د فني اړیکو خوندیتوب، بشري او قونسلي چارو ته رسیدنه او سوداګریزې اړیکې ښودل شوې دي.