افغانستان
په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدا په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام خبرداری

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لا زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي. خو له دې سره سره، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بودجې د کمښت له امله يوازې د اړو خلکو له يوې کوچنۍ برخې سره د مرستې توان لري.
دې ادارې، په یوه پیغام کې، چې پر خپله اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي له رسېدو وړاندې د افغانستان د اړمنو خلکو د مرستې لپاره عاجل اقدام وکړي.
تر دې وړاندې، د خوړو نړيوال پروګرام د روان کال د حمل (وري) په مياشت کې ويلي و چې په هرو ۱۰ ثانیو کې يو افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار کېږي.
د دې ادارې د وړاندوينې له مخې، د روان کال تر پايه به ۳.۵ ميليونه افغان ماشومان د سوې تغذيې له جدي خطر سره مخامخ وي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په اوسني بحران کې د لسيزو جګړې، پرلهپسې وچکالۍ، د خوراکي توکو د بيې لوړېدا، او د پاکو اوبو محدود لاسرسی د خوارځواکۍ او لوږې د زياتېدو بنسټيز عوامل دي.
په پاکستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه

د پاکستان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) يوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
وزارت پرون (دوشنبې) وویل، دا ماشوم ۱۲ مياشتنی دی او د خيبر پښتونخوا اوسېدونکی دی. د دې تازه پېښې له ثبتېدو سره، يوازې په خيبر پښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی، او په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه په ټوله پاکستان کې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو يوه ويروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي. دا ويروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي او د عصبي سيستم پر فعاليت اغېز کوي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې محوه شوي نه دي.
تېره اوونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیسو ۳ پېښې ثبت شوې.
سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې شوي او دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
اروپایي ټولنه: د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستولو په تړاو تماسونه نیول شوي

اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو له حکومت سره یې د هغو پناغوښتونکو د اخراج په اړه تخنیکي تماسونه نیولي چې د کډوالۍ کیسونه یې رد شوي دي.
د دغې ټولنې د اجرایوي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د غړو هېوادونو او د افغانستان د واکمنانو ترمنځ دې برخه کې همغږي رامنځته کړي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تازه د بلجیم په نوښت د اروپایي ټولنې شلو هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باید د هغو افغان پناغوښتونکو داوطلبانه او اجباري ستنولو ته اقدام وشي چې د پنا غوښتنې یې رد شوي دي.
معلومه نه ده چې اروپا کې دا مهال څه شمیر افغانان د اخراج له خطر سره مخامخ دي، خو جرمني د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دوه ځله لسګونه افغانان کابل ته لیږلي چې په وینا یې جرمي دوسیې یې درلودې.
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګووا ژیکون نن دوشنبې په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز او دوست ګاونډیان دي او تل به یودبل ګاونډیان وي. هغه وویل، چین "د زړه له تله هیله لري" چې پاکستان او افغانستان "خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دواړو هیوادونو او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوه تلپاتې اوربند ته ورسیږي. "
هغه زیاته کړه: "چین چمتو دی چې د دواړو هیوادونو په پرمختګ او پراختیا کې رغنده رول ولوبوي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په هوکړه کې د ترکیې او قطر د منځګړیتوب د هڅو ستاینه وکړه.
تردې مخکې د عربستان، قطراو ترکیې په ګډون یوشمیرنورو هیوادونو هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی دی.
د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکي د شنبې په ورځ په دوحه کې د خبرو په نتیجه کې په یوه اوربند سلا شول او پرېکړه یې وکړه چې د خبرو بل دور به د اکتوبر په ۲۵ په استانبول کې ترسره کړي.
له پاکستان سره د نانندریو په اوج کې، برادر له ګاونډیو وغوښتل چې له( تقابله) ډډه وکړي

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې " د تقابل او غیر اصولي" کړنو پر ځای دې پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه کړي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په هرات کې د ترکمنستان له یوه سیاستوال او پخواني ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د لیدو پر مهال وکړې.
د ښاغلي برادر دفتر ویلي چې د دغې پروژې نل لیکه د افغانستان په خاوره کې ۱۴ کیلومتره بشپړه شوې ده.
دغه پروژه د منځنۍ اسیا ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.
برادر دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې پر کابل او پکتیکا د پاکستان له تازه هوایي بریدونو وروسته خړې پړې دي.
که څه هم د دواړو هېوادونو دفاعي او امنیتي استازو وړمه ورځ دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه، خو وضعیت لا هم عادي نه دی او د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.
افغانستان او زمبابوې نن ټیسټ لوبه پیلوي

افغانستان او زیمبابوې به نن دوشنبه د اکتوبر په ۲۰مه، په یوه ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
ټاکل شوې ده چې دا لوبه د زمبابوې په هرارې کې د افغانستان په وخت د غرمې دولس نیمې پیل شي او تر جمعې ورځې پلان شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وویل چې راشد خان به په ټیسټ لوبه کې نه وي، خو ټینګار یې وکړ چې خان به د دواړو ټیمونو ترمنځ په شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي.
له ټیسټ وروسته، افغانستان او زمبابوې د اکتوبر په ۲۹، ۳۱ او د نومبر په ۲مه درې شل اوریزې لوبې کوي.
ملا یعقوب وايي دوی اوربند ته ژمن دي

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي دوی د اوربند هوکړې ته ځان ژمن بولي.
مجاهد د یکشنبې ناوخته الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره وکړه.
هغه وویل چې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب د اوربند د اوسنۍ هوکړې په تړاو په ترکیه کې ناسته لري.
مجاهد زیاته کړه چې د ترکیې په ناسته کې به د دې هوکړې د عملي کولو او ورته د ژمن پاتې کېدو په اړه لا زیات بحث وشي.
د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکي د شنبې په ورځ په دوحه کې تر تفصیلي بحثونو وروسته په اوربند سلا شول او پرېکړه یې وکړه چې د اکتوبر په ۲۵مه بل دور خبرې په استانبول کې ترسره کړي.
طالبان او پاکستاني چارواکي راتلونکې شنبه استانبول کې ناسته لري

په قطر کې د طالبانو او پاکستان چارواکو په سمدستي اوربند موافقه کړې او تمه ده راتلونکی پړاو خبرې په استانبول کې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپل بیان کې ویلي چې دواړه خواوو په یوه سمدستي اوربند او داسې یوه میکانیزم موافقه وکړه چې د دغو هېوادونو تر منځ دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې.
ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.
د قطر په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري مولوي محمد یعقوب مجاهد او د پاکستان د پلاوي مشري خواجه محمد آصف کوله.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپله ایکس پاڼه په بیان کې بیا لیکلي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.
د افغانستان او زمبابوې ټیسټ لوبه سبا پيلیږي؛ راشدخان پکې نشته

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا سه دوشنبه خپله ټیسټ لوبه پيلوي.
لوبه به د زمبابوې په هرارې کې پیل شي چې تر جمعې به دوام وکړي.
راشدخان دې ټیسټ لوبه کې نشته. کرکټ بورډ ویلي خان به دې یواځینۍ ټیسټ لوبه کې د هغه د ارامتیا او راتلونکو ښو نړیوالو لوبو په خاطر ونه لوبیږي خو په شل اووریزو لوبو کې برخه اخلي.
تر ټیسټ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اووریزې لوبې هم وکړي.
ذبیح الله مجاهد: افغانستان او پاکستان پر بشپړ او معناداره اوربند توافق وکړ

د طالبانو حکومت وايي چې په قطر کې د افغانستان او پاکستان مرکچي پلاوو پر بشپړ او معناداره اوربند توافق کړی دی.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې او پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې یې ویلی دي چې افغان او پاکستاني لورو هغه سند هم لاسلیک کړی دی چې له مخې یې دواړه هېوادونه سولې، یوبل ته د احترام او ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر ژمنه تاکید کوي.
د قطر په خبرو کې د دواړو هېوادونو د پلاوو مشري د دفاع وزیرانو ملامحمدیعقوب مجاهد او خواجه محمدآصف کوله.
ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.
ویاند دا هم ویلي دي چې په راتلونکي کې به د منځګړو په وساطت داسې میکانیزم رامنځ ته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافق عملي کړي.
د پاکستان دفاع وزیر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.
د قطر د بهرنیوچارو وزارت هم نن سهار وویل چې د افغانستان او پاکستان پلاوو د شنبې په ورځ د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه کې د خبرو پرمهال پر سمدستي اوربند موافقه کړې ده.
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.